مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

چې د يار په ښادۍ ښاد وي اغيار نه دى
وفادار دى ستا له مينې بېزار نه دى
دا تيارې د انتظار په ما خورې دي
که د هجر توره شپه ده سهار نه دى

خلک ولې لېونى وماته وايي
لېونو سره خو هېڅوک غمخوار نه دى
که مې وليدې په ويښه نو ديدن دى
د خوبو ديدار حساب په ديدار نه دى

انتخاب مې د يو ګل وکړ ګلشن کې
چې يو يار لرمه بل مې په کار نه دى
د غمونو په يرغل کې شو يوازې
که بدر د خوشالۍ طلبګار نه دى.


شفيق احمد بدر