مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

د زړه په سر باندې اشعار ليکمه
په کې ښايست ستا د رخسار ليکمه

کله ګلشن کې له ګلونو سره
زه افسانې د ګل او خار ليکمه
سپېرو بادو کې د خزان زه مدام
خواږه بيتونه د بهار ليکمه
تل دا ستانونه به زه ستا د جفا
د بېلتانه په هره لار ليکمه
شرمېږې ته زما په خړو جامو
ستا به دغه پېغور و عار ليکمه

زه مبارز د زړه په وينو باندې
د خپل جانان شرين ګفتار ليکمه.

عبدالغني مبارز