مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سوې سواره

نور نو کروندې ته د ګودر له لارې نه ځمه
بيا به د کوڅې په ملا کې ستا سترګو ته نه ګورم
په مړاوي غلچکي نظر
نور به دې نامه سره په شونډو کې
مړاوې موسکا نه راځي
پرېږده د غنمو درمند وسوځي
پرېږده چې د ګلو دلۍ اور واخلي
پرېږده چې ډېران شي د ارمان کلى
پرېږده د څېړيو ځنګل وسوځي
چې سوې
خوله مې خاورې کړي!
دلته يوه دنګه څېړۍ ونړېده
خاورې شوه
مځکو ته مې مه راځه
سوې سواره ده وږي نه شته دي
سترګو ولې نه ژاړئ په مينې پسې؟

احمد تکل
١٣٦٦/٦/٢٠

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery