مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د وطن مينه

چې په درد د خپل وطن هرڅوک سوزېږي
ژوندي پايي که ظاهر کې فنا کېږي

چې مين وي د وطن په کاڼو، بوټو
قربانۍ ته د فرهاد غوندې درېږي
چې شهيد شي د وطن په خدمتونو
نوم يې تل په تاريخونو کې ځلېږي
سزاوار د دغې مينې هغه څوک دى
چې په مينه د وطن سر نه تېرېږي
د وصال شپه کې شهيد تابوت چې راوړي
مېړنو کې قهرمان اتل يادېږي

کريمه به قهرمان شعرونه ليکم
اتلواله اتلانو ته رسېږي.


کريمه لمبه