مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلي



هم له خسرو هم له فرهاده زمانه پاتېږي
له چا د قصر كنګرې له چا تېشه پاتېږي

د زمانې اژدها ډېري افسانې خوړلي
د شپو په كلي كي يوه نيمه كيسه پاتېږي

څه ښه وختونه وه ځالۍ ته تلې راتلې مرغكۍ
اوس نه مرغۍ نه يې نغمې نه اشيانه پاتېږي

دلته د ستورو په حساب دي راوتلي سترګي
له غمازانو به بېغمه څنګه شپه پاتېږي

دا زندانونه د بلا په اجاره ختلي
چي بندېوان د شپې وركېږي زولانه پاتېږي
لا مي د عمر له كاتب سره حساب لرمه
وركي شېبې مي د ځوانۍ دانه دانه پاتېږي

څه سوې د وخت په تاريكو كي رغړېدلي اوښكي
چي خاطرې يې د زمان پر ګرېوانه پاتېږي

د جهاني د غزل شرنګ لا ختم سوى نه دى
پر پوروړو ترانو يې نذرانه پاتېږي

وير جينيا
2004/3/16




اوښكي مي د عمر پر ګرېوان دانه دانه راځي
شپو ته مي خوبونه لكه زلفى زولانه راځي

څه وايي د ژوند د مساپرو د قدم نښي
څوك چي پر دې توره لاره تللي دي بيا نه راځي

سترګي د سپين ږيري نكلچى له اوښكو ډكي دي
شپې ته د پرديسو اسويليو افسانه راځي

هيري د سوځلو وزرونو يې كيسې كړلې
نوى تر پانوس پوري لښكر د پروانه راځي

ځي د شيطانانو پر اوږو د محتسب كډي
نن له خراباته څخه چيغي رندانه راځي
فال مي لكه غشي د تيارې پر زړګي ورغى
ږغ مي له دښتونو د شپېلۍ او د شپانه راځي

څه به د زلميو هوسونو خاطرو ته ځو
شرنګ ته د پيالو يې بله ډله مستانه راځي

ځو به جهاني لكه پردي له دې محفل څخه
ګوره چي لا څو به تر دې كوره ميلمانه راځي

ويرجينيا
2004/2/19




زه به د رويباره سره درسم كه دي زړه غواړي
سل ځله به ستا د بلا سپر سم كه دي زړه غواړي

تا ته به لېمه د انتظار په اوښكو سپين كړمه
سم به دي په لار كي قلندر سم كه دي زړه غواړي

ته چي تصويرونه د پېزوان پر نڅولاى سې
تا ته به زه هر قدم ګودر سم كه دي زړه غواړي

نور به دي پانوس ته پروانه رنګه درتللاى سي
زه به لكه شمع اور پر سر سم كه دي زړه غواړي

ستا لاري يې ماته په لمبو كي اړولي دي
نور به د رقيب د زړه خنجر سم كه دي زړه غواړي
نوم به دي جانانه افسانه د لېونو كړمه
چيغي د منصور ته به محشر سم كه دي زړه غواړي

ما د جهاني د وينو رنګ پكښي ليدلى دى
غشيو د بڼو ته به سنګر سم كه دي زړه غواړي

وير جينيا
2004/3/20




سايې راسره تلې راڅخه پلونه پاتېدل
د هر قدم پر كرښو مي يادونه پاتېدل

كيسې به مي تيارې رنګه د شپې پر سترګو ګرځي
تر تا پوري درتلم چي مي نكلونه تاتېدل

زما څه دي له قلم سره اشنا نوري خبري
د ژوند پر هره پاڼه مي رنګونه پاتېدل

وېشونه قسمتي وه كه مي وركي كړلې لاري
جنون راسره مل و ځنځيرونه پاتېدل

د ژوند له قافلې سره په لار كي مي يادېږي
اغزيو پېژندلى وم ګلونه پاتېدل
پوه نه سوم چي تر دې منزله چا يمه راوړى؟
خوبونه مي ليدله تعبيرونه پاتېدل

ژوندى به جهاني وي لا څو ورځي په سندرو
چي تللم له مطرب سره بيتونه پاتېدل

ويرجينيا
2004/3/17




زړګيه بس كه نور دي تللي ياران پاته نه دي
هغه محفل هغه مستي او رندان پاته نه دي

پر هره لوېشت يې د رقيب سترګو پيرې وهلي
هغه وعدې هغه كوڅې د جانان پاته نه دي

اوس به له چا سره سيالۍ ته د نصيب راوزو
منصوري چيغي غرغړې د ميدان پاته نه دي

دلته راغلي وه د كاڼو په حساب سرونه
جنون هغه دى زولنې د زندان پاته نه دي

كه له ګرېوانه يې سكروټي اورولي نه دي
نوري په زړه كي خرخښې د اسمان پاته نه دي
زه د خوني فلك په سترګو كي اورونه وينم
پاس له نصيب سره ځولۍ د توپان پاته نه دي

د چا تڼاكو ته اغزي په لار كي نه سپرېږي
په رباتونو كي كيسې د كاروان پاته نه دي

د شپې پر سترګو جهاني افسانې مه اوروه
د شاپېريو په وطن كي دېوان پاته نه دى

وير جينيا
2004/3/18

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery