مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلي



بيا د سيند پر غاړه ناست يم تصويرونه جوړومه
ستا د زلفو د خيالونو ځنځيرونه جوړومه
بيا د خپل ازل په اوښكو بيا د خپل تقدير په ساندو
د نسكوري پيالې خوب ته تعبيرونه جوړومه
د خپل زړه د عرش په كور كي كرشمې د جانان ګورم
د ياغي تندي سجدې ته محرابونه جوړومه
د رقيب نصيب له لاسه د هستۍ مځكه اغزي سوه
د خالق پر لمن ځانته خپل ملكونه جوړومه
د توبې پر كور پيره وې د زاهد مكاري سترګي
د خلوت زڼي يې سوځم ګناهونه جوړومه
چېرته زه چېرته جانان چېرته لاري دي د وصل
زه د خپل جنون په كور كي منزلونه جوړومه
زما په ويښ قسمت كي نسته جهاني د ديدن سترګي
د خيالونو په محفل كي خپل خوبونه جوړومه
2003/8/31



په پسرلي كي مي ماتم د خزان مه يادوه
راته پر څانګو رژيدلي ګلان مه يادوه

اوس چي د شمعى له هيبته تيارې وتښتېدې
پر نورو لارو راته تللي ياران مه يادوه

لا زنګېدلو ته لرمه مساپر خوبونه
بيده ساحل ته مي څپې د توپان مه يادوه

زه چي د خيال په وزرونو كوه قاف ته ځمه
راته په ويښه زولنې او زندان مه يادوه

تر دې رباته مي راوړي دي نيمګړي شېبې
اغزني تندي د سبا د بيابان مه يادوه
ما يې د ستورو پر اورغوي باندى فال كتلى
د زړه يوسف ته مي كوهي د كنعان مه يادوه

يو څو نغمې لا جهاني را پارولاى سمه
د اوښكو كور ته مي كوڅې د ګرېوان مه يادوه

ويرجينيا
2004/3/23





زه د زلميو شپو نشه يم چي مي هېره نه كې
ستا د خماري شپې پياله يم چي مي هېره نه كې
د وزرونو په نصيب دي يم ازل ليكلې
ژوندي پانوس كي دي لمبه يم چي مي هېره نه كې
تر دې منزله د پېړيو پر اوږو راغلمه
زه د زاړه نكل كيسه يم چي مي هېره نه كې
زه دي د عمر له تڼاكو ټوكېدلې يمه
ستا د خيالونو آيينه يم چي مي هېره نه كې
ستا د جنون له كاڼو اوس هم لمن ډكه وړمه
زه د آشنا سنګسار كوڅه يم چي مي هېره نه كې
د عقل دام ته چا په غلا را رسولې يمه
د لېونتوب يوه شېبه يم چي مي هېره نه كې
په پسرلي كي نسيم نه كړمه له خوبه ويښه
نن د خزان د غېږ غونچه يم چي مي هېره نه كې
د ښكليو ښار كي دي ګمراه د ځوانۍ ورځي نه سي
ستا د خوبونو ښايسته يم چي مي هېره نه كې
تا چي مغروره ككرۍ صنم ته نه ټيټول
ياغى تندي ته دي سجده يم چي مي هېره نه كې
جهاني خيال مي د بوډۍ په ټال كي وزنګوه
هم دي غزل هم قصيده يم چي مي هېره نه كې

2004/7/4




داسي نسيم تازه ګلونه كله كله راځي
خواږه ياران ترخه جامونه كله كله راځي
موږ يې عمرونه زنګولي دي له زلفو سره
دې زولنو ته تعبيرونه كله كله راځي
راته ازل په خپل قلم پر تندي رنګ وهلى
شيخه توبې ته خلوتونه كله كله راځي
نصيب راوړې د جنون له كاڼو ډكه لمن
تر دې سنګسار پوري سرونه كله كله راځي
ما يې ليدلي د پېړيو پر ساحل خوبونه
دې سمندر ته توپانونه كله كله راځي
چي له پيغام څخه يې وتورېږي شپې د هجر
رويباره داسي سلامونه كله كله راځي
اوس مرغلري د بڼو پر ګودر نه تمېږي
د اوښكو سېل ته ګرېوانونه كله كله راځي
دا يوه شپه به له زلميو شېبو وتښتوو
سپيني سپوږمۍ ته ديدنونه كله كله راځي
زاهده نن به په خلوت كي توبې ونڅوې
زموږ تر ماښامه شهبازونه كله كله راځي
پانوسه پرېږده جهاني چي لمبې ولوبوي
ستا تر درشله وزرونه كله كله راځي

وير جينيا
2004/8/11




چي پر سر مي پيالې ډكي له جانانه راځي
خدايه توبه مي پر توبه باندي پښيمانه راځي

رنځور نظر ته آيينې د سكندر مه راوله
د قدم خاوري يې د صبر تر كنعانه راځي

زه يې د زلفو له خيالونو سره شپې سپينوم
د هيلو ګور ته مي ډېوې له شبستانه راځي

تږى جنون مي د پېړيو په وعدو بيدوم
چي مي نصيب ته سرابونه له اسمانه راځي

د بې هنرو پاچهي ده هنر نه ځلوي
چي له نښان سره پيدا وه بې نښانه راځي
لا د بدريو د وطن جنازې ختمي نه دي
دې كوه قاف ته لا لښكر له ترابانه راځي

د نن سكون به د سبا د توپانو نخښه وي
زموږ د بېړۍ د امن زېرى له توپانه راځي

نور د خلوت په الاهو كي ريا مه زنګوه
زاهده نن دي د خرقې بوى له مغانه راځي

شيخه دا ستا له تنګ جهانه جهاني غوندي ځم
يوه شېبه مي د جنون له لامكانه راځي

ويرجينيا
2003/5/9

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery