مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

كه ته شهيد نه واى



شهيده نجوني دي زيارت ته درځي
شهيده سر ته دي جنډۍ رپېږي
څوك دي خوبونه په جنت كي ګوري
چا ته دي نذر د ځوانۍ رسېږي
ښايستې د كلي چټي پېغلي نجوني
درته ګلونه امېلونه راوړي
د كونډو ورارو د سلګيو كور يې
ستړي بوډۍ درته نذرونه راوړي
لا دي د كلي د زلمو په شپه كي
كيسې د غرونو د جنګونو كيږي
لا يې دودونه د باروتو په ياد
لا دي سندري په نامه جوړېږي
نوم دي د كلي د پېغلوټو سره
كيسې دي توري اوږدې شپې سپينوي
هره لنډۍ دي له نامه ښايسته ده
هره سندره دي اټن مستوي
نوم دي په كليو كي پر شونډو ګرځي
توده كيسه دي په كيږديو كي ده
شپانه په دښته كي ستا نكل كوي
نغمه يې مسته په شپيليو كي ده
وايي رستم وې د ميدان د ورځو
وايي د پړانګ په دود حملې دي كړلې
زړونه دي كښله د غليم له سينو
وايي د باز په شان غوټې دي كړلې
ستا له سنګره چي ګولۍ خوځېده
هم پر سرونو هم پر زړو لګېده
چي ستا په جنګ به در وتلې ټولۍ
د عزرائيل ورته پلمه جوړېده
چي پر غليم به د يرغل شېبه وه
ته به سردار وې د غازيانو د ټول
په الواتو تر سنګرونو تللې
لكه پاچا وې د بازانو د ټول
خور دي په سرو اوښكو كيسه ګډول
ويل يې ورور مي چا په شپه كي و ويشت
په سرو ګوليو يې سينه غلبېل وه
هم يې پر سر هم په سينه كي و ويشت
جشنونه جوړ كړل د دښمن عسكرو
ختم سو ستا د يرغلونو داستان
د مړه زمري په څېر بې واكه پروت وې
په وينو لژند د بري په ارمان
څو ورځي وروسته بل زړه ور قومندان
سكنى ورور دي د ميدان پهلوان
چي يې له ډزو رپېدله زړونه
چي له غړومبي يې تښتېدله زمريان
جنګ ته رهي سو له غازيانو سره گ
ستا د لښكرو د ځوانانو سره
سپه سالار سو ميراثي قهرمان
مخكي رهي سو له زلميانو سره
د غليمانو يې كړه مځكه تبۍ
د خپلو كلي يې لمبه كړه الوۍ
ماته يې ګډه كړه په پوځ د دښمن
پر وران وطن يې اوس رپېږي جنډۍ
ستا ښايسته كونډه يې ځان ته وكړه
څو يې لا نوري په نكاح كړې نجوني
نه يې بګړۍ كي شمله پرېښودله
نه پر سرونو سپين او تور پوړني
زخمى ښارونه دړي وړي پراته
چي قوماندان پر تېر سو اور پاته سو
ځي بې هدفه لا لهانده كډي
تشي جونګړي كلى كور پاته سو
چېري چى ولاړې د غازيانو ټولۍ
هلته يې وكرله سره اورونه
نه يې زلمى نه يې بوډا پرېښودى
نه يې پيغلوټي د ناموس پر خونه
كه ته شهيد نه واى تا څه كوله
ته به هم مل واى د غازيانو سره ؟
تا هم راوړلې د سرو وينو ځولۍ؟
ته به هم تلاى د دې خونيانو سره ؟
ښه دى شهيده په لحد كي ښه يې
چي پر سره قبر دي رپېږى جنډۍ
اوس به له تا سره هم ګډي تللاى
د دې قاتلو لوټمارانو غدۍ
ستا له نامه سره به نه راتللاى
په شنو دښتونو كي نغمې د شپېلۍ
خو كشكي ورور درڅخه نه واى وړې
شهيده ستا د ارمانونو ډولۍ
كشكي دي نه وي د غازي په كور كي
د سرو خپړو ښايسته ناوكى



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery