مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سوځلي يادونه



زه خو منكر نه يم پرخپله مينه
ما ته به نوم د وفا نه يادوې
ما مي دا بول دى تر مرګى وهلى
زاړه قولونه به بيا نه يادوې
ما ته د اوښكو حساب مه غوړوه
ما ته نيمګړى كتاب مه غوړوه
اوس خو نه وصل نه هجران پاته دى
زړه كيسه د سراب مه غوړوه
د هېر ساحل پر غاړه ښخي سولې
زما د څپو ستا د سپوږمۍ خبري
په كوه قاف كي د مزلونو داستان
د لېونتوب د هوښيارۍ خبري
نه مي ترخو د انتظار شېبو ته شپه پاته ده
نه مي د چا د اورېدلو افسانه پاته ده
ما چي سكروټو كي مزلونه كول
ستا تر قدمه مي سجدې در وړلې
ما چي دي لاره په بڼو پاكول
ستا په وفا كي مى اسرې لرلې
چي ستا بلا ته مي سينه سپرول
ما دي په خپل قسمت كي شپې ليكلې
ما دي په وينو ترانې ليكلې
ما په سكروټو قصيدې ليكلې
ما خپل تورونه پر تندي چلول
د خپل ازل څخه پردى خو نه وم
چي ستا په نوم به مي سجده لګول
څه سودايي څه لېونى خو نه وم
چي مي ځواني لمبه كوله درته
څه نذرانه څه سپيلنى خو نه وم
ما دي يوازي د خپل ځان دپاره شپې غوښتلې
ما پر خوبونو باندى ستا زلفي خورې غوښتلې
پر هغه لار چي مي ځواني سوځول
د رقيبانو چپاوونه وينم
شپې دي له تورو سره وتړلې
اوس د مرګي پكښي خوبونه وينم
د شاپېريو اتڼ وتورېدى
د ښار كوڅې سوې د دېوانو شومه
پر خزانو د اغيار سيورى وسو
د نصيب لال د ښامارانو شومه
چا له بلاله منبر وتښتاوه
اوس ابوجهل آذانونه كوي
اوس له فرعون سره راغلى جلاد
زموږ د خوبونو تعبيرونه كوي
زما دي د هيلو په ټاټوبي كي اغزي كرلي
زما د خوبونو په قسمت كي دي زخمونه كښلي
ما د خوبونو لاري وتړلې
شپې مي له سترګو تښتولاى نه سې
د پردۍ مينى په خوږو اسرو مي
ماشومي هيلي غولولاى نه سې
ما له غونچو سره دوستي وكړله
نور د اغزيو د مزلونو نه يم
ما مي له زړه دردونه وشړله
نور د پرديو پرهارونه نه يم
له هغو ګوتو نه رنګونه تښتي
چي ستا د خيال يې تصويرونه ايستل
هغه آذر په خپل ګرېوان كي ښخ سو
چي پر تېشه يې معبدونه ليكل
هغه زلمۍ خبري مه يادوه
ما ويل غرونه په يرغل نړوم
ما له فرهاده تېشه وتښتول
ځم د خيالونو تاج محل نړوم
ما مي د خپل زړه په محراب كي سجدې وتراشلې
ستا د يادونو په لمبو مى ډېوې بلي كړلې

ويرجينيا
2002/11/16

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery