مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جهانى څوك دئ ؟



د هيواد خوږ ژبى، نازكخيال او نامتو شاعر او لېكوال او له هېواده هغه مساپر اشنا يادوم، د چا د لمر ښار چي تروږمۍ نېولى دى او خونه يي د مرګي له ساندو ډكه ده. د هيواد د ځوانانو په لاسو كي يې پردي تېغونه دي او بي سترګو توري چلوي.
د غليم خيرن لاسونه يي د هيوادوالو په سپېڅلو وينو سره دى، كلى او كور يې د كاڼو مالت جوړ سوى دى. د ده د ناز وطن ته د اغيارو مركې رابلل كېږي او پردي يې د خوبونو تعبييرونه كوي.
د پېغلانو په ګودرونو يې د پرديو سنګرونه جوړ سوي دي. د ګلانو په وطن كي يې اغزيو پېري كرلي دي او د شپې شيطان يې د ديدنونو ماښام تورولى دى. دى چي اغزى اغزى ژوندون تېروي د خيالونو پر اوږو و خپل جانان ته چي د ده ګران هيواد دى مسافري سجدى ورلېږي.
شاعر چي د ملالي سرتوري د نامحرمو په ولات كي نه سي زغملاى ياغي كېږي، د ازل خزانونه نه مني او د حق د لېونو لښكر جوړوي د پېړيو طلسم ماتوي او د قدرت زولنې شلوى. كله ټانكونه په سوكونو اوبوي او كله خويې د قهر چيغي د غليم د بنګلې چت را لړزوې.
دى فيصله كوى چي دا ولس د اېلېدلو نه دى او د زاغانو جنازې له خپله باغه باسي، د خپلو رنځورو كنډوالو اسوېلي ته په لپو لپو ژاړي او د غازيانو د بګړيو د وېنو څاڅكي يې زوروى، نو ځكه دى د مرګ د قافلو ملګرى كېږي خو د ده مغروره ككرۍ ترځمكي نه ورځى.
دى دا كږې وږې بګړۍ راغونډوي او د غليم په بنګلو كي بل ميوند جوړوي، د چنګېز پر كور ناورين د خپل هغه غيور ولس چي د اورنګ خنجر يې پڅ كړى دى او د فرنګ توپونه يې خاموش كړيدي مېړانه او سرښندنه و غليمانوته وريادو.
جهاني "شنه اسمان ته د خپلو غرونو زلزلې وريادوى" د ملالي ميوندۍ چيغي په شنه اسمان اوري او د رېدي او تورپېكۍ كيسې په لوړ آواز بيانوي. د فتحي په جشنونو كي هېڅ شك نلري ځكه دى خپل قام يو توپاني قام بولي. د حسين جامې اغوندي او تر خپل جانانه تنها ورځي، د زولنو شرنګهار ته په ورين تندي ور روان دى لكه منصور پردار ورته خېژي او د سكروټو په قلم ورته اشعار ليكى.
عبدالمجيد
ډنمارك 2005ع كال
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery