مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتني نجلۍ



وا پښتنې نجلۍ نظر دي نه كم
په دې جامو كي څومره ښكلې ښكارې
په تورو سرو او زرغونو رنګو كي
څومره ښايسته څومره منلې ښكارې

څه د كېږديو په قدم روانه
څونه نازكه نازولې ښكارې
په دې بتكيو دې پاوليو كي نن
پښتنې پېغلي څه ښاغلې ښكارې
لكه زهيره ښايسته مرغكۍ
له خپله سيله راوتلې ښكارې

ستا له پاوليو له شرنګي سره مي
خيال ته د خپل وطن دښتونه راځي
تر پلو لاندي شرمېدونكي نجوني
له قافلو سره ګامونه راځي

چېرته شپانه پر شپېلۍ ګوتي ايښي
پاس له كمره يې ږغونه راځي
سپي ورته سر وي په خپړو ايښى
ورته زاړه آشنا سورونه راځي

د غره لمنه كي رمې پنډي وي
د ستړو وريو آوازونه راځي
د دنګو پېغلو پر اوږو منګوټي
د ښكليو نجونو كتارونه راځي

د دښت ګلونه په لمنو وهي
لكه ښايستې زركي سېلونه راځي
پاس له آسمانه پرې شيندلى تخم
چېرته اغزي چېرته ګلونه راځي
خيال مي د ناوي په قدم رهى سي
ږغ د سورنا او د ډولونه راځي

غواړم چي يو ځل دي له څنګه سره
د خيال پر دښته كېږدۍ و دروم
تر پلو لاندي دي نغمه نغمه سم
درته پردېسه شپېلۍ وږغوم
درته غزل درته سندره سمه
سم دي ګودر او پاولي وشرنګوم
څه د منصور څه د خيام په ژبه
ستا د لنډيو اتڼ ونڅوم

ته درخانۍ سې زه رباب در ولم
چندڼي اوښكو ته دي وژړوم
د كيږدۍ شپې ته دي لمبه لمبه سم
خيالي پېزوان دي پر اور وسولوم

تاته دي خپل ابا كيسه كړېده
تاته بوډۍ كله نكلونه كړي
زموږ د اتڼ د مستو نجونو كيسې
سرې په نكريزو ښايستې خپړي
يا ته پخپله تر ګودره تللې
يا دي اوږې له منګو ټيو ستړي
لمبه بلېږى نيكه نكل كوي
نيم كښي سترګي دي خوبونو وړي
چا درته كله د سپرلي له غېږي
د ژړو ګلو غاړګۍ راوړې

تا ته دي خپلى موركۍ نكل كړى
چي زموږ كېږديو كي اورونه نسته
پر ګودرونو پاولي نه شرنګېږي
د منګوټيو كتارونه نسته
اوس د شپېلۍ ستونى سندري ژاړي
نور له شپانه سره سورونه نسته
اوس به په دښتو كي اورونه اوري
د ژړو ګلو امېلونه نسته

ته اوس خبره يې چي ستا پر دښتو
اوس رمې نه ګرځي چمن نه لري
پېغلي له زركو سره نه ګډېږي
غاړګۍ نه لري لمن نه لري
اوس په پرديو كي پلو ګرځوي
مېنه يې هـېره ده وطن نه لري
اوتري سترګي يې له اوښكو ستړي
ژوندي ته كور مړه ته كفن نه لري
د نيكه ستوني كي نكلونه وچ دي
د لمبې څنګ ته ماخوستن نه لري

زما مرغلري ښايستې پښتنې
اوس به له چا سره نكلونه ياد كو
اوس به د چا لمبو ته شپې سپينوو
پر كوم اورغوي به فالونه ياد كو
اوس به له چا سره شپېلۍ ږغوو
د چا غوږوته به دښتونه ياد كو
چېري به سيل د چټو پيغلو راځي
چى موږ يې بيا ښكلي ګامونه ياد كو
اوس به د كومي درخانۍ پر مزار
شرنګ د آدم د ربابونو ياد كو

راځه راځه په اوښكو نه ده جوړه
لا به تر څو دلته جنډۍ زنګوو
دلته به څو له خيالي بنګو سره
سر د خوبونو په مستۍ زنګوو
لا به ترڅو په وركو پاڼو پسي
تياره نكلونه د پېړۍ زنګوو
لا به تر كله پر خيالى دښتونو
ستړي خوبونه د كيږدۍ زنګوو

راځه راووزه چي ميدان ته وزو
راځه راځه چي ګرېوانونه نيسو
ته ملالۍ سه زه به توره راوړم
په سره اهاړ كي ميوندونه نيسو
ته له غيرته راته سره لمبه سه
موږ به باروتو ته سرونه نيسو
لا د نيكه پلونه له ورايه ښكاري
بيا به مغول ته خيبرونه نيسو

زما مرغلري ښايستې پښتنې
شرنګ د پايزيب دي په كيږدۍ كي وينم
بيا دي د نجونو له سيلونو سره
هم دي په ورا هم په ډولۍ كي وينم
چي پر خاټول دي لمنه پلنه ګرځي
د ميني خيال دي په شپېلۍ كي وينم
ما تعبيركړي دي دا خپل خوبونه
بيا دي د ګلو په ګېډۍ كي وينم

راځه شنوا كړو دا كاڼه غوږونه
مستانه چيغه پر پامير پورته كو
زموږ پر دښتونو چي اورونه كري
نن يې له كوره ږغ د وير پورته كو
دا زما او ستا له لېونيو وينو
شور د زندان شرنګ د ځنځير پورته كو
راځه دا خپله ساه به وركو ورته
رنځور اولس به له سرير پورته كو

ته به راځې له منګوټيو سره
زه به ګودر ته غزلونه ليكم
ته به بتكۍ، ته به پاولي شرنګوې
زه به دي حسن ته شعرونه ليكم

ته به لمبو ته د كيږدۍ ويده يې
زه به دى خوب ته تعبيرونه ليكم

ويرجينيا
2001/11/11

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery