مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مينه



درته به څه وايم له ميني چى د چا كيسه ده
د زرو كالو په تورتم كي د رڼا كيسه ده

مينه يو تور دى، د مريمى د عصمت پر لمن
مينه صليب دى، غرغړه ده د عيسى كيسه ده

مينه يو راز دى خداى ساتلې د لمبې په زړه كي
مينه په شپه د كوه طور كي د موسى كيسه ده

مينه تعبېر دى د يعقوب د سرو بوډيو اوښكو
تر زندانونو د يوسف او زليخا كيسه ده

مينه معشوق ته د ورتلو او د راتلو خبري
په رباتونو كي د خداى او د رابيا كيسه ده
مينه جنون دى د محبوب د وركو لارو مزل
هم د كعبې، هم د مغان هم د كريشنا كيسه ده

مينه د عرش په كنګرو كي د خالق زمزمه
مينه په كومي د صنم كي دالله كيسه ده

كله له خال كله له خط كله له جام سره ځي
كله جنون كله سندرو د خيام سره ځي

مينه ازل په قلم كښلې ده ماشومه كيسه
د زمانې په تور بدنامه ده معصومه كيسه

2002/11/21


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery