مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قناعت



پخوانيو زمانو كي ماهيګير و
ډېر غريب و د قسمت د تور اسير و
نه يې بله خواري زده نه په لګيا و
دغه كسب ورته پاته له بابا و
همېشه به وي په كار پسي وتلى
يوه ورځ بېغمه نه و كښېنستلى
بل به هيڅ د ده په رنګ نه و څوك ستړى
خو يوه ورځ په نس نه سو موړ زوى مړى
چي د ورځي يې هر څه كبان نيوله
په بازار كي په ډوډۍ به يې پلورله
د مېرمني به يې هره شپه نارې وې
هره شپه به يې په اوښكو سترګي سرې وې
كله پلار كله قسمت ته په ښرا وه
چي نصيب يې غريبي توره بلا وه

ماهيګير ته له خواريه ورځ ترخه وه
كور تبۍ وه او د ده ورباندي شپه وه

يوه ورځ ورباندي تېره سوه ماپښين سو
د درياب پر غاړه ناست و زړه يې شين سو
كرۍ ورځ يې يو ماهى نه وو نيولى
تپيدى لكه مرغه پر زړه ويشتلى
كه همداسي كور ته ستون سي لاس ناولى
د مېرمني به لرګى وي د ده ولى
ناببره يې تر سترګو شى زرين سو
چي يكړ ماهى يې وليدى غمګين سو
ماهي ږغ كړه ويل واوره ماهيګيره
د كلونو له خوارۍ په زړه زهيره
زما په بيه دي يوه ډوډۍ نه كېږي
ما ايله كه چي څه غواړې در رسېږي
ماهيګير زرين ماهى لره حيران سو
چي د ده په ژبه څرنګه ګويان سو
سمدستي يې ماهى خوشي كړ اوبو ته
د درياب د زرغونو اوبو څپو ته
خالي لاس و تور يې تش لاس كي نيولى
د مېرمني له غضبه لړزېدلى

و ماهي ته يې ور ږغ كړله په زوره
كه ريشتيا پر قول ټينګ ولاړ يې وروره
دا نن شپه راته تياره ډوډۍ راكه
را پوره د وږي ګيډي مدعا كه
دا نن شپه مو په توده ډوډوۍ ماړه كه
زموږ له ډيري زلخوږۍ زړونه ساړه كه
ماهي وويل پوره دي دا ارمان سو
په كوډله كى هوار دي دسترخوان سو
چي د كور تر دروازې دي رسېده وي
نعمتونه به تيار درته پراته وي
ماهيګير چي سو دننه په كوډله
شاوخوا يې په حيرت حيرت كتله
نا آشنا ورته ښكاره سوه خپله خونه
پر ميدان باندي پراته وه نعمتونه
هم چرګان هم سالنونه پلوونه
هم اچار هم مرباوي كبابونه
ده سترخوان ته يې نيژدې ناسته عورته
دوې يې سترګي سولې شپاړلس له حيرته
بې پوښتنې يې حمله كړه پر چرګانو
خولې يې غوړي سوې تر دواړو باړخو ګانو
ماهيګير او مېرمن دواړه چى ماړه سول
چي په ګېډو كي اورونه يې ساړه سول
او دوهم ځلي چي ستړي په حملو سول
چي نشه له فيرنيو او خوږو سول
ترې مېرمني په كرار وكړه پوښتنه
دا له كومه دي راغلي زما څښتنه ؟
سړي تېره د زرين ماهي كيسه كړه
او كراره يې د ښځي تلوسه كړه
ښځي وويل سړيه دا مو وار دى
په دا شپه به روانېږو زما تلوار دى
او كنه سهار وختي به روانېږې
يو ځل بيا به له ماهي سره ګړېږې
چي پر دغه ځاى يو ښكلى كور را جوړ كي
په سيالانو دښمنانو مى زړه سوړ كي
ماهيګير ويل دا كار راته څه ګران دى
له ماهي سره ما لږ كړى احسان دى
خو چي سترګي كړې مېرمني پرې راغټي
اورېدلې يې له دوو سترګو سكر وټي
ماهيګير پر خپلو كړو باندي پښيمان سو
په سبا ملا آذان سيند ته روان سو
په درياب باندي يې ږغ كړه چى ماهيه
زما د بخت او د ژوندون زرين زمريه
زه مېرمني يمه تاته راليږلى
وايي موږ ته را آباد كه يو كور ښكلى
ماهي وويل ورځه كور دي تيار دى
ښايسته په رنګ رنګين نقش ونګار دى
ماهيګير خپلي كوډلي ته روان سو
پر هغه ځاى ښايسته كور ته حيران سو
په سرو شنو قالينو فرش وه هره خونه
رنګ په رنګ پكښي انبار وه لباسونه
پكښي وني د ګلونو وې ولاړي
اوږدې كړي صنوبر او سروي غاړي
په شنېليو كي وياله مسته روانه
پر دوو غاړو يې ګلونه څو څو شانه
هره شپه هوارېدل دسترخوانونه
ورته راز په زار راتلله نعمتونه
ماهيګير و كه مېرمن خوښ او خندان وه
تر قيامت دمخه دلته جنتيان وه

يوه شپه د ماهيګير مېرمن خپه وه
ماهيګير ته بيا په برخه د اور شپه وه
ويل نوره زه ديغ سوې يم په كور كي
يم يوازي كرۍ ورځ يمه په اور كي
ته به بيا سهار وختي ور روانېږې
يو ځل بيا به له ماهي سره كړېږې
چي په كار موږ ته قلا ده سل يې خوني
نوكران چي پكښى وګرځى پلټني
يوه خونه راته جوړه كه د زرو
يوه بله د الماسو جواهرو
د قلا دپاره غواړم شل برجونه
په هر برج كي نو كران او تيركښونه
د مجلس دپاره غواړم سهيلياني
د خدمت دپاره غواړم نوكراني
و لباس ته مي په كار دي خياطاني
د شاهي خوړو دپاره اشپزاني
هسي نه چى په دې ټولو كي شى كم وي
مځكه سره ستا به پر شپه ورځ به دي غم وي
له ناكامه ماهيګير سيند ته روان سو
بيا ماهي ته په كږه غاړه ګويان سو
چي مېرمني را لېږلى يمه تا ته
اشتها يې ډيره سوې ده قلا ته
ماهي وويل تياره دي قلا ده
پوره سوې دي د ښځي تمنا ده

ماهيګير هغه ګړى كور ته روان سو
چي خپل كور ته ور نژدې سو هك حيران سو
هغه ځاى باندي ولاړه لو قلا وه
چي نه اوس وه چا ليدلې نه پخوا وه
تر آسمانه يې ختلي وه برجونه
د سپاهيانو باندي ګرځېدل پوځونه
سر تر پايه جوړه سوې له مرمرو
پكښي خوني د الماسو جواهرو
شنې ويالې وې راسپرې پر چمنونو
هم باغونه د مېوو هم د ګلونو
عطر پورته و اسمان ته د سرو ګلو
په ګلڅانګو كي سندري د بلبلو
سهيليانو اچولي اتڼونه
نوكرانو يې كوله خدمتونه
پرېماني د نعمتونو وه مېلې وې
په قلا كي د جنت ورځي او شپې وې

يوه شپه د ماهيګير پر كور ناورين و
د مېرمني تندى تريو زړه يې غمګين و
ويل غواړم ته پاچا زه ملكه سم
د جهان تر ټولو ښځو ښايسته سم
چي په سيل راته ولاړي وي بيبياني
چي نكلونه مي د شپې اوري پيغلاني
سلامي ته مي را ووزي عالمونه
د تخت مخ ته مي ولاړ وي لوى پوځونه
له ناكامه ماهيګير سيند ته روان سو
بيا ماهي ته په كږه غاړه ګويان سو
چي مېرمني يمه تاته را ليږلى
د پاچا پر تخت او تاج يې زړه بايللى
ماهي وويل ورځه ته مي سلطان كړې
همدا اوس مي د ملكونو نګهبان كړې
ماهيګير پورته پر تخت د سلطنت سو
په ښارونو كي جاري يې حكومت سو
شاعرانو قصيدې ورته ليكلې
ملايانو يې په نوم خطبې ويلې
ملكې ته به راتلله عالمونه
كږېدل ورته په لاره كي سرونه

كه هرڅو وه ملكه په رنګ رنګينه
لا دننه په زړګي كي وه غمګينه
ماهيګير ته يې ويل سبا روان سه
خپل ماهي ته ورسه زما له خولې ګويان سه
چي زه غواړم چى دا لمر مي په فرمان وي
په تعظيم دي راته ستوري د آسمان وي
كه سېل غواړم په هغه ورځ دي توپان وي
زما په حكم دي هم واوري هم باران وي
پاچهي دي زما په برخه دايمي وي
زما په لاس كي دي هم غم هم دي ښادي وي
له ناكامه ماهيګير سيند ته روان سو
بيا ماهي ته په كږه غاړه ګويان سو
چي مېرمن مي غواړي تخت د كايناتو
پاچهي غواړي د ټولو مخلوقاتو
په قدرت يې وي دا لو مځكه ولاړه
په اختيار يې وي مرګى او ژوندون دواړه
او كه نه وي هره شپه مي تريخ ژوندون دى
را خوړين كړى په كوګل كي يې لړمون دى
ماهي سر كړ له اوبو څخه را پورته
په حيرت يې وركتله د ده لور ته
ويل ولاړ سه مبارك دي سه كوډله
شوم نهر په ځاى كى پروت زړه ګدله
ستا مېرمن په هيڅ دولت نه قانع كېږي
له هغې سره زړه كوډل ښايېږي

چا چي كړى په دنيا كي قناعت دى
له طالع سره ملګرى يې دولت دى
ماهيګير خپلي مېرمني ته روان سو
په ليدلو د كوډلي هك حيران سو
پكښي پروت هغه زوړ تور و د ماهيانو
ور په زړه سول منتونه د ښاريانو
ګرځېدلى چي ټول عمر شوم نهر و
په ځان ستړى بېنوا خاورى په سر و

خو مېرمن يې په كوډل كي وه خوشحاله
ويل خوښ مي دى دا ژوند له هره حاله
ويل ښه دى چى بېغمه د جهان يو
په نيم نس دي يو ماړه په غم د ځان يو
خو په زړه كي خداى زده څه پر تېرېدله
لكه شمع هر ګړى چي ننېدله


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery