مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غيبت



هستوګن په يوه كلي كي باغوان و
له هر چا و ګيله من مين پر ځان و
همېشه د حاضرينو په صفت و
خو په ټول قام كي مشهوره په غيبت و
مخامخ چي يې د چا كړل صفتونه
په غيبت به يې تاوده كړل مجلسونه
نه پرې ايښى يې امي و نه ملا و
هم د بدو هم د ښو په ځان بلا و
كليوال وه كه ښاريان كه خاينان وه
دى صادق و نور دا ټول درواغجنان وه
څوك خاين و څوك چمبازه څوك فاسق و
څوك له هر چا سره غل و منافق و
مراعات يې په غيبت كي د چا نه كړ
نوم په ژوند كي پاته نه سو چى ده ښه كړ
د دې كلي يو سردار و ډېر شته من و
پر ځوانانو پر سپين ږيرو قدرمن و
له پلرو يې په ميراث وړې خانى وه
شپه او ورځ يې په قلا كي مهمانى وه
پر باغوان باندي تر هر چا مهربان و
كه هر چا ورته غانده خو پر ده ګران و
د سردار له بركته په نس موړ و
په تن پټ و په زړه روغ و په ځان جوړ و
د سردار سره ملګرى يو اغا و
هم سيد و هم مرشد و هم ملا و
له كلونو له پخوا انډيوالان وه
لكه دوه سكني وروڼه سره ګران وه
پر هر ځاى ورباندي پېښ چي به باغوان سو
په ثنا او په صفت به يې ګويان سو
خداى مو زر كاله ژوندي لره يارانو
په امان له بدو سترګو سئ ځوانانو
پر هر لوري چي جوړه سره روان ياست
غليمانو ته اغزي ښانسته ګلان ياست
دا خوار ځان به مي زر ځله در قربان كړم
صدقه به مي خپل سر بلا ګردان كړم
زه دي ومرم چي سيد او سردار نه وي
غليمانو ته لېمو كي چي خار نه وي

يوه ورځ د دوو يارانو مركه سوه
پر باغوان باندي توده مباحثه سوه
دواړو وويل باغوان به امتحان كو
د يوه بل په غيبت به يې ګويان كو
اول پټ په يوه خونه كي سردار سو
سيد كښېنستى باغوان ته په ګفتار سو
ويل څه وايې باغوانه دا سردار دى
په ريشتيا اعلى نسبه د دې ښار دى
كه موږ هسي هر ګړى ورته ټيټيږو
شپه او ورځ په سلامي ورته درېږو
كه د زړه مي پوښتې ستړى له دې كار يم
په خدمت كي تل ولاړ چي د سردار يم
باغوان غاړه كړه تازه ويل يې پيره
صدقه دي تر نسب سم زموږ ميره
نه سردار دى نه اصيل دى هسى جت دى
چي هر څو ك يې سردار بولي ملامت دى
تر پرونه خبر نه و له غوړيو
نن يې خېټه ده وتلې تر كاليو
ور نه ليري چي سي نوم د سردارانو
په ګورم كي به روان وي د غوايانو

كه لرلاى مي قدرت د حاكمانو
بېلول مي ټول سيالان له نا سيالانو
زموږ له خلګو څخه اصل و نسب ورك دى
هر خېټو يې هم سردار دى هم ملك دى
كله چا د ده ليدلى دسترخوان دى
دا پر څه باندي سردار د څه شى خان دى
هر كم اصل چى را كډه له بل ښار سي
دلته نوي جامې وا غوندي سردار سي
دا خبري سردار ټولى اورېدلې
پر زړګي يې لكه ستنى څرخېدلې
هم له قهره په خندا هم سور او شين سو
كه هر څو يې زړه تسل كړ خو غمګين سو
وروسته وارى د سيد د پټېدو سو
سردار ورغى باغون ته په كيسو سو
ويل وايه دا ريشتيا سيد پاچا دى
هم مرشد دى هم اولاد د مصطفى دى
كه يې هسي موږ عزت په ورځو شپو كړو
ټول يې ستړي د لاسو په مچېدو كړو
زه چي ګورم سيد نه را معلومېږي
يو ټګمار غوندي چالاك راته ښكارېږي

باغوان ومسل سردار ته ويل خانه
حقيقت خبره غواړه له باغوانه
نه سيد دى نه بزرګ دى نه اغا دى
خداى خبر دى چى لا ډم دى كه جولا دى
زموږ وطن دى ځالګۍ د ناپوهانو
پكښي ګرځي همېش ډلى د سيدانو
چي هر ډم او هر كم اصل ورته راسي
هم خواجه سي هم مرشد سي هم اغا سي
زړه مي سوځي د وطن پر بېعقلانو
چي لاسونه مچوي د دې ټګانو
د وطن خلګ په ليكي تعويذونه
شكرانې ورته راوړي چرګي پسونه
د بې عقلو وي پيرې ورته ولاړي
تو كوي د لوى او كم په خولو كي ناړى
ستا خاطر دى مچوم چي يې لاسونه
د اصيل او سردار پور دي عزتونه
كه نه پېژنم يې ټګ دى اغا نه دى
سيد نه دى مرشد نه دى ملا نه دى
خداى دي سيورى تل پر موږ لره سردار يې
هم مو سر يې هم مو سترګى هم بادار يې
ستا د سيوري بركت دى چي ژوندي يو
ته په قدر راته ګورې چى سړي يو
كابل انټر كانټينينټال - 5/10/2002

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery