مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د جنازې كالي



شين سهار چي لمر لانه و راختلى
لا د مځكي پر مخ نه و ځلېدلى
چي له بر كلي خبر راغى ملا ته
چي مخلوق په ډلو ډلو ځى پاتا ته
د بر كلي د لوى خان مشر ناظر و
چي كلونه د لوى خان سره نوكر و
برائي دى په خپل كور كي غځېدلى
يو ناڅاپه د اجل غشي ويشتلى
اوس مخلوق دي ور روان د خان دېرې ته
چي ناظر پر اوږو واخلي هديرې ته
ملا سمدستي چپنه كړه تياره
سترګي توري شمله شخه له اهاره
په تلوار يې زمونځول ږيره برېتونه
د ګلابو يې پر ځان توى كړل عطرونه
هم يې غاړي هر ګړى تازه كولې
هم يې سترګي تورولې بيا كتلې
لكه زوم له سر تر نوكه په سامان سو
له فيشنه چي فارغ سو ور روان سو
له دعا له آيتونو يې خوله ډكه
سپين له ورايه ځلېدى لكه كالكه
چا پوښتنه ځني وكړه ملا څه كړې
په تلوار چى د بر كلي خواته تله كړه
ملا سترګي كړلې پورته ويل ولي؟
ته خبر له كيسې نه يې د بر كلي
تېره شپه ناڅاپه مړ د خان ناظر دى
لوى او كم د كور او كلي په خبر دى
ښه سړى و خامخا دى خداى بخښلى
ښه جنت به يې په برخه وي منلى
بختور به دا خانان او ملكان وي
په نصيب چى د چا داسى نا ظران وي
جنازې او فاتحې ته يې ورځمه
او ضرور د خان د زړه تسل كومه
سړي و ويل ملا مصيبت نور دى
لګېدلى د بر كلي په كور اور دى
كشكى مړ د خان ناظر يا نوكران واى
يا يې مړه په درزنونو بزګران واى

سل دي ومره يو دي مه مره دا متل دى
خان مړ سوى دى په كلي كي اور بل دى
لار ده وركه له وړو او له لويانو
هم پر كور يې غم نازل هم پر خپلوانو
چي ملا د سړي واورېدې خبري
لګېدلې يې پر سر لكه ډبري
د چپنى او جامو په ننداره سو
ټول فيشن خوشى عبث ورته ښكاره سو
هم پر عطرو هم رنجو باندى پښېمان سو
بيرته ستون سو د خپل كور پر خوا روان سو
له سړي څخه لار وركه سوه پرېشان سو
په ملا پسى يې ږغ كړله حيران سو
چي راغلى د ناظر وې جنازې ته
چي خان مړ دى څنګه نه ځې هديرې ته
ملا وويل سړيه ته ابتر يې
د دنيا له كار او ژونده نا خبر يې
جنازې ته د ناظر كه زه ورتللاى
په ورتللو به مى خان خوشالولاى
څوك خوشاله كم پخپله چي خان مړ دى
ځكه هر سړى چي مړ دى هغه پړ دى
دا جامې له ځانه باسم خيرنېږي
ژر تر كوره پوري ځمه وخت تېرېږي
ويرجينيا - 26/4/2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery