مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د كوه طور پر لور



كوه طورته پيغمبر موسى روان و
ټوله لار اخته په ذكر ديزدان و
له آسمانه اورېدل پرې رحمتونه
فرشتو باندي ويله سلامونه
په خلقت كي ورڅرګند وه حكمتونه
هره پاڼه كي ليدل يې قدرتونه
له خالقه يې اخيستي وه قولونه
د وعدې پر لور يې اخيستل ګامونه
جارېدل يې كاڼى، بوټى تر ګامونو
كوه طور يې نازېدى په قدمونو

ورته څيري هر ګرېوان و د رازونو
لوړ ختلى و تر هسكو مقامونو

چي تر غوږ يې د شپانه سول آوازونه
چي سپړل يې كاڼو بوټو ته رازونه
شپانه هم د خپل خالق سره ګويا و
دى هم ذكر د يزدان لره تنها و
دى له رب سره په خپل مقام لګيا و
بې خبره له دنيا له ما فيها و
ويل خدايه چي تېرېږې پر دې غرونو
په شېلو كي په درو كي پر دښتونو
چي كرۍ ورځ يې ملګرى د بادونو
هم پر لار يې د سېلونو بارانونو
هره ورځ تازه كوې نوي ښاخونه
په اغزيو كي ايږدې تازه ګلونه
پر دښتونو پاشې تخم د سرو ګلو
غونچې راوړې د نرګسو د سنبلو
مهار كړي دي وي وريځي په آسمان كي
در سره وي خړ سېلونه په باران كي
زه پوهېږم چى خوږمن دي دي هډونه
بند پر بند به دي خوږېږى اندامونه
په اغزيو به دي څيري وي لاسونه
هر يو زخم به جلا كوي دردونه
ستړي سوي به دى پښې وې هم لاسونه
هره ورځ دي تر پښو لاندي وي ملكونه

كشكي زه دي واى ملګرى د مزلونو
دركولاى مي توښې د سفرونو
په كوچو مي دي هډونه غوړولاى
بند پر بند مي دي زخمونه رغولاى
هر ماښام مي درته پښې ټكورولاى
په شيدو او په غوړو مي نازولاى
خدايه ته چى د هر شي په درد خوږمن يې
ته به څرنګه زخمي زخمي په تن يې
كشكي هر سهار په دښت كي مي ليدلاى
په خوږو تودو شيدو مي مړولاى
چي له درده دى زګېروى راته كولاى
زه دي سل ځله تر سر قربانيدلاى

پيغمبر د شپانه فكر ته حيران سو
سمدستي له لاري ستون سو ور روان سو
يوه كلكه يې څپېړه ور سره كړه
د شپانه په خوله كي بنده يې خواله كړه
ويل چوپ كښېنه كافره بې مذهبه
له خالقه بې خبره بې ادبه
ته خبر يې چي خالق د جهان څوك دى؟
دا بې عيبه دا قادر لا مكان څوك دى؟
نه په سترګو هغه ذات ته سې ليدلاى
نه دي غوږ د ده آواز سي اورېدلاى
هغه ذات نه د خوراك نه د پوښاك دى
له زخمونو له عيبونو څخه پاك دى
نه آرام لري نه خوب نه ستړى كېږي
نه له كاره د خلقته كراريږي
هغه ذات نه ستا په سترګو معلوميږي
نه په مځكه آسمانونو كي ځايېږي
شپون يې چوپ كړ موسى ولاړى كوه طور ته
د دنيا او مافيها د خداى حضور ته
د خلقت او مينى رب ته پر سجدو سو
له هيبته د تعظيم په ژړېدو سو
سر يې پورته كرۍ ورځ نه كړ له ځايه
نه له عرشه آواز راغى نه له خدايه
پوره شپږ ورځي يې وكړل فريادونه
له آسمانه يې رانه غلل جوابونه
په ژړا كي به يې چيغى كړي په زوره
لكه شمع ننېدى له خپله اوره
ويل خدايه څه ګناه څه تعدا ده
رانه سوې په دنيا كي څه خطا ده
ولى ږغ له عرشه نه راځي زما لور ته
د رب نور مي نه رسېږي د زړه كور ته

په اومه ورځ خالق ويل موسى ته
نازولي د لار وركو رهنما ته
چي ما ته د بندګانو پيغمبر كړې
ما كتاب دركړ د خلګو مى رهبر كړې
چي روښانه كې د خلګو تياره لاري
ورته وښيې د خداى او شيطان چارى
كړې يې پاكه د شيطان له مكره وينه
ورته وښيې له خدايه سره مينه
چي پر ما باندي مين و تا آزار كړ
زما له لاري زما له عشقه دي بېزار كړ
هغه خوله چى زما په ذكر په ثنا وه
هغه خوله چى زما په مينه به ګويا وه
تا د قهر په څپېړه كړه خاموشه
ترانه يې كړه د مينى فراموشه
اوس به څوك زما د ښكلا سندري وايي؟
اوس به څوك زما د قدرت پلوشه ستايي؟
اوس به څوك د مينى مست وي په شېلو كي؟
ترانې به مي څوك وايى په درو كي؟

څوك به زما مينه خپره كړي په دښتو كي؟
څوك به اوري زما نغمې په جګو غروكي؟
ورسه بيرته هغه زما مين پخلا كه
زما په مينه د شپانه ژبه ګويا كه
چي مي ستايي نندارې د قدرتونو
چي مي وايي ترانې د عظمتونو
چي يې مسته وي شپېلۍ زما له يادونو
چي مي پورته كړي نغمې د كمالونو
زه په رنګ رنګ بندګانو يم منلى
زه په هر مذهب جلا يم پېژندلى
كرشمې مى د قدرت خلګو ليدلي
بې حسابه لاري ماته دي راغلي
زه د هري سمي لارى مددګار يم
زه خالق، د هر بنده سره پر لار يم
چا ته ګل چاته اغزي چاته بيديا يم
چا ته شمع د فانوس چاته بورا يم
د هر چا په زړه كي خپلي نغمې وايم
زه د هر سور او مقام لره پيدا يم
څوك مي وينى په خلوت كي د شيخانو
څوك مي ستايي په محفل كي د رندانو
زه په هر ځاى كي حاضر د ټولو خداى يم
زه مالك يمه د زړونو رهنماى يم
وير جينيا - 3/3/2004



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery