مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ملانصرالدين غوا



ډير پخوا په يوه كلي كى ملا و
هر عمل يې له عالم څخه جلا و
نه هيڅ وخت و په جومات كي هستېدلى
نه په ژوند يې امامت و چا ليدلى
خو په علم كي تر هر ملا بهتر و
په خبرو كي تر ټولو زورور و
نصرالدين په كلي كور كي پېژندلى
پر كمبله د ښادۍ او غم ښاغلى
دى په زړه كي ډېر ساده په خوله هوښيار و
هره ورځ به غولېدلى پر بازار و
نارينه ښځو به پټ باندي خندله
د ملا يوه يوه كيسه يې كړله
چي ملا اومې هګۍ وې رانيولي
په خپل كور كي ايشولي رنګولي

تر اومو يې په ارزانه وې پلورلي
او مېرمني پرې ښراوي اورولي
د ملا وې په مالت كي كيسې ډيري
هم خوږې هم د خندا له حده تېري
چا ويل د ملا ورك د ژوند درك وي
همېشه به پر خره سپور وي خر يې ورك وي
يوه ورځ يې را نيولې يوه غوا وه
په رنګ توره وه اوږده لكه بلا وه
په بازار كي يو دلال و غولولى
د دې غوا يې هر كمال ورته ستايلى
ملا هم په جګه بيه پېرودلې
په خوښي يي وه تر كوره راوستلې
ويل ښځي د شيدو به مو ويالې وي
هر سهار او هم ماښام به مو مېلې وي
هره ورځ به مو مېله وي پر كوچيو
حاجت نه لرو بازار ته د غوړيو
خو نه غوا ورته يوه لپه شيدې كړې
نه ملا ته يې نصيب كلكي مستې كړې
كه هر څو به يې سلاوي مشورې كړې
رنګ په رنګ يې ورته جوړي ارادې كړې

ملا هري خواته واچولې منډي
د وښو به يې راوړلې ورته پلنډي
غوا بلا وه په هيڅ رنګ نه مړېدله
كرۍ ورځ يې وې رمباړي غړومبېدله
نه شيدې وې نه مستې وې نه كوچي وه
كور چټل و بوى نيولى و خواري وه
د ملا مېرمن به ټوله ورځ لګيا وه
هر څه پاته په خدمت كي به د غوا وه
غوا په كور كي د ملا دپاره غم سو
د مېرمني له نارو يې زړه قلم سو
څو د غوا له رانيولو سو پښېمانه
په سهار وختي يې ګنج ته كړه روانه
غوا خوړلي هم واښه هم ارداوې وې
چاغه شلنډه وه په ګنج كى يې نارې وې
سمدستي دلال ملا ته سو ور وړاندي
په ځير ځير يې غوا كتله لاندي باندي
چي له ليري خريدار پر را ښكاره سو
د دې چاغي ښايستې غوا په ننداره سو
ويل وايه څومره غواړې درهمونه
چي په مخ كي نن لرمه ډېر كارونه

دلال ستړى سو د غوا په صفتونو
ورته لاندي سو تر سلو سوګندونو
چي د غوا پلار او نيكه د تركستان دي
كه يې مور كه يي انا د هندوستان دي
در ښكارېږي يې نسلي سترګى له ورايه
په خوارۍ مو را وستلې تر دې ځايه
ګوزاره يې په هوا او په اوبو ده
د خوراك نه د وښو نه ارداوو ده
سروكال به دركوي شيدې پريماني
بې خواريو بې مصرفه او ارزاني
په سهار او ماښام دوه منه شېدې كړي
درته ډكي له كوچيو به كاسې كړي
ملا واورېدې خبري په خندا سو
و دلال ته په پسته ژبه ګويا سو
كه زما غوا لري دا دوه صفتونه
زه ساده يم چى پر اخلم غيرانونه
خپله غوا مي ولي وباسم بېبان ته
شيدې ولي وړم د بل سړي دېګدان ته
غوايې بيرته را رهي كړه له بازاره
تر خپله كوره يې دوه ګامه كړله لاره
چي په كور كي بيا ملا سو بيا يې غوا سوه
له كهاله په هغه ورځ پورته غوغا سوه
ويرجينيا - 19/10/2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery