مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ښكاري پاچا



پخوانيو زمانو كي يو پاچا و
د لښكر په زور غښتلى پر هر چا و
چلېدله يې حكمونه پر ملكونو
ورته پاته پاچهى وه له نيكونو
هم په زور هم يې په زرو كي لاس بر و
خداى وركړي اقليمونه بختور و
ډېر شوقي و د مېلو او د ښكارونو
د شرابو د مستيو د سازونو
همېشه به و په ښكار پسي وتلى
تش لاسونه يوه ورځ نه و راغلى
له ليندۍ چى به يې خوشي كړله غشي
سوري كول يې د هوسيو زړونه تشي
ترې خطا نه سو يو غشى په كلونو
پر ملكونو يې كيسې وې د ښكارونو
يوه ورځ ورنه خطا يوه هوسۍ سوه
په ځغستا رهي پر لوري د غونډۍ سوه
پاچا پونده كړ نيلى هوسۍ د وړاندي
پى كوله يې مزلونه لاندي باندي
له لښكره څخه ليري شهريار سو
په هوسۍ پسى روان پر وركه لار سو
هوسۍ واوښته تر غرونو تر دښتونو
پاچا ستړى سو بېحده له مزلونو
د آسمان تر نيمايې و لمر راغلى
له ګرمۍ د مځكي مخ و سوځېدلى
ستړى سوى و چابك نيلى ښاغلى
تږى سوى شهريار و نازولى
هري خواته يې څرګند سول سرابونه
د مرګي يې پكښي واورېدل ږغونه
له ګرمۍ څخه يې ټول بدن بې واك سو
د مرګ غېږي ته تنها پاته ټولواك سو
خوله يې وچه سوله ستونى يې وچ كلك سو
بې اسرې پاچا تنها پاته هك پك سو
چي ناڅاپه يې تر سترګو يو ځنګل سو
د پاچا په زړه كي اور د ميني بل سو
په ځنګه كي ورښكاره يوه بيزو سوه
د پاچا خوا ته د لاس په اشارو سوه

بيزو وړاندي پاچا وروسته ورپسې سو
په قدم قدم اوبو ته ور نژدې سو
ور په ګوته په ځنګله كي يې چينه كړه
په سړو اوبو ور يخه يې سينه كړه
هم پاچا هم يې ښايسته نيلى اوبه سو
سمدستي خداى ته د شكر پر سجده سو
له سجدې وروسته ليندۍ يې كړه راپورته
د مرګ غشي يې كړ وار د بيزو لور ته
پوري ووري يې لړمون د بيزو سورى كړ
ور خبر يې په يوه غشي زړګى كړ
ښاخ پر ښاخ باندي تر مځكى را لوېدله
يو په يو يې اندامونه ماتېدله
په رګو كي يې لا ويني خوځېدلې
د پاچا پر لور يې سترګى واړولې
ويل روح مى دا دى الوزي له تنه
جواب راكه دا يوه لرم پوښتنه
اورېدلى مي له پلاره يو وصيت دى
نه پوهېږم چي درواغ كه حقيقت دى
پر ښايسته نيلي چي سپور زغره په تن يې
راته ښكاري چى پاچا د دې وطن يې

ښكاري وويل پاچا د دې جهان يم
مګر ته څرنګه را پوه سوې زه حيران يم
بيزو خلاصه كړله خوله ويل سلطانه
زر كلني تجربې نه دي ارزانه
تجربه ده موږ ته پاته له پلرونو
له كلونو له پېړيو له قرنونو
نامردي ده همېش كار د پاچاهانو
پاچهان وهي سرونه د دوستانو
لار چي هر څوك ورته وښيې په دار دى
چي هر څوك ورسره ښه وكي سنګسار دى
چي څوك لاس د دوستۍ وركي غوڅوي يې
چي ژوندى پر لاري ويني ښكاروي يې
په دنيا كي چى يې نوم د شهريار دى
يا قاتل د خپلو وروڼو يا د پلار دى
په نصيب چي يې دركړې پاچهي ده
ستا په خټه كې اخښلې نامردي ده
كه دي زما احسان پر سترګو واى منلى
د پاچا له نسله نه وې زيږېدلى

كابل انټركانټينينټال
18/6/2002



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery