مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بشپړه نشه



يو سړى د ښار د منځ په ناحيه كي
اوسېدى د غريبانو په كوڅه كي
شاوخوا ورته پراته چي ګاونډيان وه
كسبګر وه يا مسګر يا نجاران وه
كرۍ ورځ وه په خوارۍ پسي وتلي
د تن وينى يې كارونو وې زبېښلي
د سړي كه څه خپلوان وه كه دوستان وه
په خواريو وه لګيا په غم د ځان وه
دى له هر څه و بېغمه زړه يې ښاد و
نه په غم كي و د كار نه د اولاد و
تر هغو به و په ځاى كي غځېدلى
چي به لمر د آسمان منځ ته و راغلى
د خپلوانو په خيرات يې ګوزاره وه
ورځ په خوب كي شپه يې وركه په نشه وه
يوه ورځ يې څه شراب وه رانيولي
سر پر سر يې څو ترخې پيالې چښلي
په نشه كي يې خيرنو پښو ته پام سو
ناببره يې په زړه كي تېر حمام سو
په عمروكي يوه ورځ په غم د ځان سو
ژر يې كوښي ځانته سمي كړي روان سو
په حمام كي چى جامې يې كړلې ليري
پاكولې يې د پښو او لاسو خيري
ور په ياد يې د شرابو دوكاندار سو
سره لمبه سو له عضبه سور انګار سو
چي اخيستي يې له ده څخه پيسې وې
خرڅي كړي يې پر ده يو څو پيالې وې
چي پخوا به ده څو مستى پيالې نوش كړې
ترخي ورځي به يې ټولي فراموش كړې
دا نن څرنګه شراب څنګه نشه ده
چي هم ورځ ورته معلومه ده هم شپه ده
وار په وار ورباندي قهر غضب زور سو
په حمام كي يې هر شى تر سترګو تور سو
لاس يې ونيوى د ځان له پرې مينځلو
ور روان سو دوكاندار ته په ښكنځلو
نه يې پام سو و مخلوق ته نه خپل ځان ته
كله مځكي ته په قار كله آسمان ته

لوڅ لغړ سيده روان سو وبازار ته
په بازار كي د شرابو دوكاندار ته
ويل ولي غولوې خلګ مكاره
په شرابو كي اوبه پلورې غداره
شپږ اوه پيالې مي سر پر سر چښلي
لا يې زما رګونه نه دي ښورولي
حبطه له لاسه تللي مي پيسې سوې
نه په ښه مي د مستۍ نه د نشې سوې
دوكاندار يې له ليدلو وار خطا سو
شرابي ته يې كتله په خندا سو
ويل څنګه را روان يې په ښكنځلو
بې پروا له خپلي خولې له بد ويلو
اعتراض دي څه دى زما پر شرابونو
چي يې مست يې له چښلو د جامونو
لڅ لپړ يې يې بازار ته را ايستلى
د دوكان مخ ته مى لڅ يې درېدلى
غرغړې دي جوړي كړي دي بازار كي
لوى او كم دي خندولي دي په ښار كي
څه در وكړي چي دي زړه په نشه سوړ سي؟
د شرابو په چښلو دي نس موړ سي؟

ويرجينيا
12/6/2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery