مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

منظوم متلونه

نه له خپلي برخي څوك سي تښتېدلاى
نه به ستا سي پردۍ برخه د وګړو(97)
چي پر كور وي هغه شپه نه پر ګور كېږي
نه په كور كي به سي شپه چېري د مړو(98)


كوم وطن چي سي خالى له سترګورو
په هغه ورځ يې قسمت او نصيب خوار سي
په ړندو كي به يو سترګى پاچهي كړي(99)
يا د ډيرو ړندو يو كوڼ جمادار سي(100)


عقل پوهه ده عطا د خداى له لوري(101)
چا ميندلى د دولت په زور هنر دى
دا د خداى بې لاري كله پر لار كېږي(102)
خر كه سل ځله مكې ته ولاړ سي خر دى(103)


د عالمه سره غم خو به غم نه وي(104)
مګر كله  دا خبره مني زړونه
څه ښه وايي پردى غم له واوري سوړ دى(105)
په ماتم كي هر څوك ژاړي خپل غمونه(106)


عقل لعل دى كه ګوهر دى په قسمت دى
نه زور دى نه په زر چا رانيولى(107)
چي له خپله عقله پلي څوك پيدا وي
په دنيا كي به وي تل په غم لړلى(108)


هغه ورځ به له كماله ګيله من يې
چي دوستان دي له حسده درته شا كي
بې مېوې ونه څوك نه ولي په كاڼو(109)
خپل هنر به زمانه درته بلا كي



كه هر څو دي د قدرت پله درنه وي
خواره مه بوله ټولۍ د دښمنانو
چي له سر سره كړې لوبي سر به وخوري
د مارګير وي همېشه مرګ له مارانو(110)


چي پر خره باندي څوك سپور وي خر يې ورك وي(111)
دا له ځايه سودايى يا لېونى دى
چي له خپلي مور دي نه وي زېږېدلى
كه هوښيار يې خپل يې مه بوله پردى دى(112)


چى په تمه د پرديو  د كورو سي
يو من غوښه د وجود به يې كمېږي(113)
د سورو په انتظار  سترګى پر لاري
هغه تل په سپېرو دښتو كي پاتېږي(114)



ګوره زړه چي يې له ځانه څخه بد نه كړې
چي وهلاى كوم سړى نه سې په توره(115)
چي په شاتو مري په زهرو يې مه وژنه(116)
كه دي زړه غواړي چي مور دي نه سي بوره


د بډاى كور ته يې سترګي وي نيولي
ملا نه دى چا موړ كړى په ختمونو(117)
كه سل ځله د مكې څخه راستون سي
خر به څوك نه كړي حاجي په طوافونو


نه د مړو نه د ژوندو غم ور سره دى
تېزوي د بل پر مړي ياسينونه(118)
چي جهان په غم زنګېږي باك يې نسته
چي ملا ته ور پيدا سي خيراتونه



تل د بل ډوډۍ يا پور وي يا پيغور وي(119)
خمتا غوره ده د بل تر اطلسونو
خپل سوړ سك د بل تر ورجو غوښو ښه دى(120)
پكه لور ښه ده د نورو تر زامنو(121)


د زمريو په يو كاله كي زمرى زېږي
له چغال سره ټولۍ د چغالانو
د ټپوس كره چا باز ليدلى نه دى
ټپوس غورځى له ځالۍ د ټپوسانو(122)


تر كاداني پوري وي د پيشو منډه(123)
تر موږي پوري واټن  د جولاګانو(124)
هره چاره د هر چا له وسه نه ده
د هوسيو نيول كار دى د تازيانو(125)


د لندو خټو نرى باران پلمه وي(126)
زړونه مه ازاروه د مظلومانو
څوك چي بد كوي تل بد خويونه ويني(127)
تر ګرېوانه به لاس درسي د خوارانو


چي تلاښ كوې آخر به لاس ته درسي(128)
په پوښتنه تر مكې سړى رسېږي(129)
يو ساعت د بل ساعت په شاني نه دى(130)
يا به مړ يې يا موړ ژوندون تېرېږي(131)


د كم بختو خوله سپېره لاس يې سپېره وي
له ډك لوښي هميشه يو څه تويېږي(132)
د مردانو نامردانو ځاى معلوم وي
كه تياره ده لاس له خولې نه غلطېږي


كه هر څو دي غليم خوار وي ډار په كار دى
كم يې مه بوله قوت د دښمنانو
تياري ورلره بويه د زمريو
څوك چي جنګ لره ورځي د ګيدړانو(133)


هره ورځ د سبا غم درلره بويه
لږ يې خوره كه نعمتونه همېشه خورې(134)
په پرديو انديښنو كي دي ځان زوړ كړ
غم د هغه باغ پر څه خورې چى يې نه خورې(135)


يوه ورځ ورته احتياج په ژوند كي مه سې
باور نسته د ناكسو په قولونو
يا مدد له لويه كوره څخه غواړه
يا پناه غواړه له لويو لويو غرونو(136)



بيله عيبه يو خالق دى بل يو نسته(137)
بېهوده سپړې د هر سړي عيبونه
كومه ونه به باد نه وي ښورولې(138)
څوك به يو سي تر لحده پاك لاسونه


يوه ورځ به د زمري په چمبه ورسي
چى چرګانو كي چغال ځان زمرى بولي
د ښكاريانو په ميدان كي به معلوم سي
كه خړ سپى هر څونه ځان ګړندى بولي(139)


نه به هيڅ كله زاړه دښمنان خپل كې
نه به كاڼه سي پاته د تورو غرونو(140)
خو د نن تربور سبا درته په كار دى
چى مات نه كې د تربور غاښ په تربرونو(141)



كه دښمن دي وي د لوخو پړى پروت وي
مار يې بوله چي غلط نه سې ورباندي(142)
مار كه وژنې د دښمن په لاس يې مړ كه(143)
يو په بل به سره وژني دښمنان دي


په يوه اسانه نه خاموشه كېږى
دښمني د پښتانه د سري اور دى(144)
چي د زوى او د ورور ويني يې څوك توى كړي
د بديو پرېښودل ورته پېغور دى(145)


دښمنان ګوره اغزي دي په لمڅي كي(146)
چى ژوندي وي نه آرام سته نه خوبونه
د دباندي دښمني سى ختمېدلاى
پام چى مات نه كې په خپل كور كي هډونه(147)



نامردان همېش وهي د مړو لاري(148)
د مېړونو سيالي نه دى كار آسانه
په قصه چي دي رنګ ژړ سو را معلوم سوې
تر ميدانه چي ولاړ نه سې بې ايمانه(149)


د مالونو ساتل ويښي سترګي غواړي
د بيدو خلګو وي تل خراب كورونه
نه څښتن له خوبه ويښ سو نه سپى غاپي
غله پى كړي وه مزلونه رباطونه(150)


دا متل دى چى نن سپك سي سبا ورك سي(151)
په ژوندوني يې ميراث يوسي تربورونه(152)
خوى خاصيت د مېړه، زړه د زمري غواړي(153)
د همت په زور  ژوندي پايي مېړونه



له نېكانو سره نېك خلګ اوسيږي
له بدانو سره زده سي بده چار
پر هغه لار باندي مه ځه كه هوښيار يې
چي دي نه ورباندى مور تللې نه پلار(154)


چي مېړه وي د هغه به لور چاړه وي(155)
د دښمن ورنه رپېږي اندامونه
كه وروري ده نو د توري دا خوږه ده(156)
يو د بل له څنګه زيب كوي مېړونه


زه دي بوره يم خو ته دي پر ميدان يې(157)
ګرځوم به هسكه غاړه پر ملكونو
كشكي مړ په سپينو تورو راته راسې
نه چي خړ سې له دښمن پر ميدانونو(158)



چي اختيار لرې د جنګ پوښتنه څه ده(159)
وخت يې نسته د سلا د مجلسونو
چي د تورو ميدان تور سي بله نسته
لاري ډېرى دي يوه ده د ميړونو(160)


مياشت يوه ده ورځي ډيري پكښي غونډي(161)
دېرش يو ځاى دي چي لويي ترې معلومېږي
د يوه سواره به څه دوړه سي پورته(162)
د لښكر دوړي آسمان ته پورته كېږي


د نامه څښتن به پرې نه ږدي پر لاري
خداى دي نه كي د ناكسو لوى كورونه
په اول ځل يې پر خپل كلي ور ترپ كړل
چي نامردو ته خداى وركړله آسونه(163)



يوه ورځ به يې اوبو پر سر اخيستى
و هر ځګ ته به ور اچوې لاسونه(164)
كه اوباز يې هم له ځان سره پام وكړه
هسي نه چي درنه ورك سي ګودرونه(165)


د يوې او دوو نېزو توپير يې نسته
چي تر سر واوړي اوبه سړى غرقېږي(166)
 هى توبه چي اوبه لوړي سي تر غاړي
شيرين زوى سي تر پښو لاندى وژل كېږي(167)


د مېړه دپاره ډېر ناستى پيغور دى
ځاى پر ځاى اوبه ولاړي زرغونېږي(168)
كه دي زړه دى چى له سياله سره سيال سې
حركت او بركت سره سمېږي(169)



ښه خواړه همېش له رنګه خوړل كيږي(170)
تل اوبه له پاكه لوښي چښل كېږي(171)
خداى دي نه كړي مشران د چا بې لاري
اوبه هر كله د سر له خوا خړيږي(172)


كه دي زړه وي چى تهمت پر چا رانه سي
مال تر سترګو لاندي تل ساتلى ښه دى(173)
كه هوښيار يې اعتبار چى په ونه كې
كه دي غل اشنا دى خر تړلى ښه دى(174)


ځان ته ګوره همېشه ملګري ژغوره
ښه ملګرى به كم نه بولې له وروره(175)
په ښه ورځ كي هر سړى د سړي يار وي(176)
كه دوستان غواړې په بده ورځ يې ګوره


كه د غله سره ياري لرې لره يې
همېشه دي ترې خوندي لره مالونه(177)
بې حسابه بې كتابه ژوندون ګران دى
په وروري كي هم په كار دي حسابونه(178)


صبر تريخ دى خو ميوه لري شيرينه(179)
او د صبر ونه تل په مراد پخېږي(180)
انتظار تر قتل زور غواړي پوهيږم(181)
خو په صبر د مكې سفر لنډېږي(182)


نه به تل د ناروا په زين كي سپور يې
نه به سره او سپين پر كور درته انبار وي
يوه ورځ د بلى مور ده ستا دي ياد وي(183)
دا آسمان به وي ولاړ لاټ به مردار وي(184)


خداى دي نه كي د چا مېنه بې مېړونو
په انګړ كي به يې لوخي زرغونېږي
خود به هر كس او ناكس په كور كي ګرځي
ابا نسته له ادې څوك نه ډارېږي(185)


چي وريځى ښوروي باران به وكي(186)
پر آسمان د خړو وريځو تمه كېږي
چي يې لاپي كړلې ډېري خير يې نسته
آسمان هومره چى غوريږي نه اورېږي(187)


د ناكسو د نا اهلو نوكران دي
چي له ګوتو يې څڅېږي كمالونه
چى د تانګ تړل يې زده نه وه په ژوند كي
قسمت وركړله هغه لره آسونه(188)



په دروغو به دي پورته كي آسمان ته
خادمان به دي در شمگېري كمالونه
يو په يو به درته وښيى په مخ كي
آيينه نه پټوي د چا عيبونه(189)


نن يې مه ګوره په ناز په كرشمو كي
چي د خياله په كاږه مغزى روان دى
دا زلخوږى د پردو په غوښو مست دى
پر پردي آس باندي سپور دى ميرى خان دى(190)


آس چي خداى خواروي جوړ ترينه يابو كړي(191)
تر درنو بارونو لاندي به زړېږي
د هر چا دپاره خپل مقام په كار دى
چي له خره سره آس وتړې خر كېږي(192)


(97) له خپلي برخې تېښته نسته، له پردۍ برخي ويش نسته.
(98) شپه چى پر كور وې پر ګو ربه نه سي، چي پر ګور وي، پركور به نه سي.
(99) د ړندو په ښار كي يو سترګى پاچا دى.
(100) پر ډيرو ړندو يو كوڼ چماداري كوي .
(101) عقل د خداى عطا ده.
(102) د خداى بې لاري نه پر لار كېږي.
(103) خر كه تر مكې ولاړ سي، چى بيرته راسي هغه خر دى.
(104) د عالمه سره غم نه غم.
(105) پردى غم تر واوري سوړ دى.
(106) په وير كى هر څوك خپل مړى ژاړى.
(107) عقل لعل وګوهر دى ، نه په زور او نه په زر دى.
(108) چي له خپله عقله پلى وي ، هغه تل په غم نيولى وي.
(109) بي مېوي ونه څوك په ډبرو نه ولي. 
(110) د مارګير مرګ له ماره وي.
(111) پر خره سپور خر يې ورك.
(112) چى نه دي وي له موره ورته مه وايه چى وروره.
(113) چي پردي كور ته يې تمه سي، يو من غوښه يې كمه سي.
(114) چي په تمه د سورو سي، هغه پاته پر ميرو سي.
(115) چي په توره يې نه سي وهلاى زړه يې مه بدوه.
(116) چي په شاتو مري په زهرو يې مه وژنه.
(117) د بډاى په ختم د ملا ارمان نه خيژي.
(118) د بل پر مړي خپل ياسين تېزوي.
(119) د بل ډوډۍ يا پور وي يا پيغور وي.
(120) د بل تر اطلس خپله خمتا ښه ده.
(121) د بل تر زوى خپله پكه لور ښه ده.
(122) د ټپوس له ځالي ټپوس الوزي.
(123) د پيشي منډه تر كاداني وي.
(124) د جولا منډه تر موږي پوري وي.
(125) چي هوسۍ نيسي د هغو تازيانو خولې توري وي.
(126) د لندو خټو لږ اوبه دارو وي.
(127) چي بد كوي كارونه هغه بد ويني خوبونه.
(128) چي طلب يې كوې آخر به يې مومې.
(129) په پوښتنه مكه پيدا كېږي.
(130) يو ساعت د بل په شان نه وي.
(131) يا مړ يا موړ.
(132) له ډك لوښي يو څه تويېږي.
       كه شپه تياره ده لاس له خولې نه غلطېږي.
(133) چى د ګيدړ په جنګ ورځې د زمري تياري كوه.
(134) لږ خوره تل يې خوره.
(135) د هغه باغه چي نه خورې غم يې پر څه خورې. 
(136) يا لويو غرو ته ځه يا لويو كور ته ځه.
(137) بېله عيبه يو خداىY دى .
(138) داسي ونه نسته چي باد نه وي ښورولې.
(139) خړه سپيه كه كړندى وې د ښكار په ورځ به معلوم سې.
(140) كاڼى به پوست نه سي، دښمن به دوست نه سي.
(141) د تربور غاښ په تربور ماتېږي.
(142) دښمن كه دي د لوخو پړى وي، مار يې بوله.
(143) مار هم په دښمن وژنه.
(144) د پښتانه بدي د سري اور دى.
(145) چي زوي ورور يې دى وژلى د هغه لاس دى چا نيولى .
(146) دښمن د لمڅي اغزى دى .
(147) د بهر بدي وركېږي، د كور بدي نه وركېږي.
(148) نامردان د مېړو لاري وهي.
(149) چي رنګ دي په قصه ژړ سو، تورو ته مه ځه.
(150) نه څښتن خبرېده، نه سپى غپېده، هسى غل وتښتېده .
(151) چي نن سپك سي سبا ورك سي.
(152) څښتن حيات مال يې ميراث.
(153) خوى د مېړه  زړه د زمري.
(154) مه ځه پر هغه لار چي نه دي مور پر ځي نه پلار.
(155) مېړه چى مېړه وي  لور يې چاړه وي.
(156) وروري  د توري خوږه ده.
(157) زه دي بوره يم خو چى ميدان پرې نږدې.
(158) په تورو مړ سې زويه، نه چى دښمن ته خړ سې زويه.
(159) چي اختيار د جنګ لرې، پوښتنه په څنګ لرې.
(160) لاري ډيري دي د مېړو لار يوه ده.
(161) مياشت يوه ده، ورځي ډېري دي.
(162) د يوه سواره څه دوړه ده.
(163) چي نامردو آسونه وكړل اول يې پر خپل كلي وترپول.
(164) اوبو اخيستى ځګ ته لاس اچوي.
(165) اوباز يم، خو بې ګودره نه ګډېږم.
(166) اوبه چي تر سر واوړى څه يوه نېزه څه دوې.
(167) اوبه چي تر غاړي ورسيږي، زوي تر پښو لاندي كېږي.
(168) اوبه چي پر ځاى ولاړي وي زرغونيږي.
(169) خداىY وايي ته حركت كه زه به بركت كم.
(170) خواړه له رنګه خوړل كېږي.
(171) اوبه د لوښي له مخي چښل كېږي.
(172) اوبه د سر له خوا خړېږي.
(173) خپل مال تر سترګولاندي ښه دى.
(174) خپل خر تړلى ښه دى، كه دي غل اشنا دى.
(175) ځاى ته ګوره ملګرى ژغوره، كم يې مه بوله له وروره.
(176) په ښه ورځ هر څوك دوست وي.
(177) د غله سره ياري لره، خپل مال دي ترې خوندي لره.
(178) وروري  وروري، حساب ترمنځ.
(179) صبر تريخ دى، مېوه يې شېرينه ده.
(180) د صبر ونه په مراد پخېږي.
(181) انتظار تر قتل سخت دى.
(182) د مكې سفر په صبر لنډېږي.
(183) يوه ورځ د بلى مور ده.
(184) آسمان به ولاړ وي، لاټ به مردرا وي.
(185) ابا پركور نسته، له ادې ډار نسته.
(186) آسمان چي وريځى ښوروي باران به وكړي.
(187) آسمان چي غوريږي هومره نه اورېږي.
(188) آس يې هغو ته وركړ چي د تانګ د تړلو نه و.
(189) آيينه د چا عيبونه نه پټوي.
(190) آس پردى، سپور پرې ميرى.
(191) آس چي خداى خواروي نو يي يا بو كړي.
(192) آس چي له خره سره وتړې د خره خويونه زده كوي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery