مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

لـه هـر كار نـه يـم وېسـتلـى د يـار سترګو
پـه زړګـي يمـه ويـشـتلــى د يـار سترګو

سـاده سـترګې مې په جنګ كلـه پوهـېږي
هـــر مــيـدان تـريـنـه ګټلــى د يـار سترګــو

څه دوه ، درې او يا څلـور وارې خو نه دى
پـه بـار بـار يـمـه رټـلــى د يـار سـترګـــو

نه پوهېږم چې كوم عيب، اخطار او ډاردى
زمـا سـتـرګـو كـې لـيـدلـى د يـار سـترګـو

دا چـې اوښکې مـې لـه ســترګو نـه بـهـېـږي
دغـه حـال رالــورولــى د يـار ســترګــــو

فضلـيار تـه بـل چـا هيـڅ ويلـي نـه دي
دا لـه كلـــي راشــــړلــــى د يـار سـترګـــو

***
بـې پـوښــتنې بـې سـلامـــه راغـى نېـغ څــوک
پـه زړګـي مـې راداخــل شــــو لکــه تېـغ څــوک

د هـمـــدې لـــپاره خـــداى مـونـږ تـه راکــړي
سـر بـه نـه کـړي اى وطـنه لـه تـا درېـغ څوک

خــداى مـې يـار تـه هـسې سـترګـې دي ورکـړي
لکه ورکړي سپين ښامار ته لاس کې تېغ څوک

فکـر نـه کــړم کـه جـنت کـې يې سـات تـېـر شي
چـې يو ځل د يـار پـه مــينه کې شي دېـغ څــوک

لکـــه زه چــې يــې د زړه ويـنـــې ورزبېــښــم
دې مجلـس کې راته ګـوري داســې ټـېـغ څـوک

فضلـيـار بيخـــــي لــــه ځـــــانـه خـــــــبر نه و
خو په زړه کې يې بيا ناسـت و اېـغ و بېـغ څوک

***

پـــوره پـــوره يـقــــيـن لـــــرم تـــاثـــيـر بــانــدې د زلـــفــــو
تـړلـــى بــنــد پــه بــنــد يــمـه زنـــځـــــيـر بــانــدې د زلـــفـــو

دا څــو شـپې خــوب کـې ګـــورم پـکــې اوړمـــه را اوړم
اه شـېـخـه ! ژر مـې پـوه کـــړه پـه تـعــبـيـر بـانـدې د زلــفــو

مـال دومـره مـهـم نـه دى د ځــان ويـر څــه پـروا نـه کــړي
اخـتـه دې نـه کــړي خــداى هـيڅـوک پـه ويـر بـانـدې د زلـفـو

نـاصـحـه ! تـا يـې هــم لـکـه چــې خــونـد ولــيـد کـه څــنـګـه
بـيـخـي نـن نـه مـــړېــږې پـه تـفـســـــيـر بـانـدې د زلــفـــو

د هـر زړه يـو ځـاى خــوښ وي خــو زړګى د فضلـيـار بـيـا
هـمېـش اوســــېـدل غــواړي پــر کـشــمـيـر بـانـدې د زلــفــو

***

په زوره کـور پرې جـوړوي څـه سـتمګـره ده يار
يو څوک مې زړه کې لاس وهي لکه کوډګره ده يار

اوس تـر کـورونـو رســېدلـې پـه دېـرو کـې کـېږي
زمـونـږ د مــيـنـې کــيـسـه تېـره تـر ګــودره ده يـار

زما د زړه باغي مــرغه چې يې تابع کـړ ځـان تـه
دا د ظالـــم لــور ګـــوره څــومــره زوروره ده يـار

طبيبه ! يار هېرول څه مانا خپل ځان کړمه هېر؟
زمــا لـه واكـــه څـخـه دا بـهـــر خـــبـره ده يــار



پام چې د شېخـې مخکـې څـه ورانـه خـبر ونـه کړې
چـې هــمــدا اوس راکــوزه شــوې لــه مـمــبـره ده يـار

چټي غوسه يې زړه ! په ما کې څـه ګُناه خـو نشـته
پــه نــه خــــــــــبـره رانـه هــــسـې مـــــــروره ده يــار

انـجـيـنـرۍ غـونـدې خو وخت د فضـليـار نه نيسي
غــــزل لــيـکل خـــو د يـوې شـــېـبـې خــــبـره ده يـار

ننګـرهارپوهـنتون


***
ان تــر ســـهــاره ســتا لـــــــه يـــــاد او اداګـانـــو ســــره
لـګـــيـا يــم ټــولـــه شـــپـه لـــوبـېـږم لــه دېـوانــو ســـره

د کـلـي پـېـغـلـــو پــه ګــودر کـې څــنـګــه پـرېـکــړه وکــړه؟
چـې دوى بـه څـه کـــوي لــه خــپلــو لــېـونـيـانـو ســره

د رقــــيـبـانـو تـــور مــخـــــــونـــه او کــــــوڅــــې د کـابـل؟
ښـکلـــى جــنـت کلـــه ښـــايـيـږي لــه کـارغـــانــو ســـره

رقــيـبـه! تـا خــو ګـــيـدړانـو کـې هـم نـه شـمــاري څــوک
خـو ګــوره مــونـږه جــنـګــــېدلـــــي يـو لـــــــېـوانـو ســــره

وېـل يـې زمـا دې دا ښـکاري سـتـرګـې نـور نـه دي پـکار
د مــــين ســـتـرګــــې ښــې ښــــــکاريـږي ژړاګـانــو ســــره

چـې پـه ژړا مـې ورتـه ســرې کــړې نـو شــيـن ســتـرګـې ويـل
خــدازده کـه ســــولـه حـــزبـيـان وکــړي پـرچــمـيـانـو ســره

کابـل-منځـنى طـب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery