مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

زړه مـې پـه سـتـرګو دى مـيـن د سـينې څنګ نه مني
افغان جانان مې له جنګ ستړى دى نور جنګ نه مني

هـمېـش خُمار وي او زنـګېـږي د خيـالـونـو پـه ټـال
د چا پـه زړه كې چـې وي ميـنـه هـغـه بـنـګ نـه مـني

دوى له ټوپـك سـره بـلـد دي، صـرف مـاشـه پـېژنــي
لاس يې بېلچې تـه نـه ورځي ، زړه يې كولنګ نه مني

مـين د سـوي زړه نـغـمې بـل څـه كې نـه ويـنـي چې
بـې د بلــبـل لــه فـريـادونـو بـل آهـــنګ نـه مـــني

دغـه پــرديـو رالــــوى كـــړي نــور خــيـالــــونـه لـــــري
دا بې فرهـنـګـه فـرهـنـګ څه كوي فرهـنـګ نـه مني

پښـتون يې مـه بولـه چې يـو د تورې شرنـګ پېژني
خـوشـال خـو ســتايـي د ادم د ربـاب تـرنګ نـه مـني

خـــړ فضـليار تـه خـو مـې ډېر د سـره پالـــنګ وويل
خو په سنګر کې په شوګير روږدى، پالنګ نه مني

***

پـکـې پـيـدا کـه د ژوند شـــور جانانه
جـوړ کـه زما پـه زړه کــې کـــور جانانه

لـږه پـه شـونـډو کې مسکـۍ غوندې شه
لـږ مې زخمـي زړه کـه ټکــــــور جانانه

لــرې کــړه نـوره دنـداســه له خــولې نه
پـر زړه مـــې مـــه بلـــوه اور جـــــانانه

راځه د شرم له هسک غـــره راتېر شه
راشه پـه زړه مـــې شه راخـــــور جانانه

ځار دې شي زر ښايسته او سل غنمرنګ
لــه تــانــه اى زمــا تک تـور جــــانــانــه

پـه يــو نـظـــر چــې زړه دانـه وانـه کـــړې
رب دې اوبـه کـــړه دغــه زور جــانــانــه

فضلـيـار مـــه وژنــــه پــه پــڅــــه چــــاړه
ورپـســــــې راوړه دا ځــل لــــور جــانــانــه

***
نـور سـختې دلـتـه شـپـې شـوې، لــه دې کـلـي کـــډه وړم
تـرخـې د ژونـد شـېـبـې شــوې، لــه دې کـلــي کـــډه وړم

د مـيـنـې سـمـنـدر يـم پـه لـمـبـو کـې مـې ژونــد خـوښ دى
چـې مـړې پـه کـې لـمـبـې شـوې، لـه دې کـلــي کــډه وړم

چــې ظـلــم پـکــې ځــاى دى اوس نـيـولـــى د جــرګــو
چـې شــاړې يـې دېـرې شــوې، لـه دې کـلــي کــډه وړم

نـه غـره کـې کـېـږدۍ ښـکاري، نـه پـه کـلــي کـې ګــودر
هــر لــور تـه هــديـرې شــوې، لــه دې کـلـــي کــډه وړم

بـدرنـګ غـونـدې مـخـلـوق ورتـه لـه بـل ځـاى راروان دى
تـرې کــډه ښـايـسـتې شــوې، لــه دې کـلــي کــډه وړم

د ژڼــو ګـلالــــۍ څـــېـرې ســـپـېـرې شــوې فـضـلـيـاره
شـــروع پـکــې نــشـې شـــوې، لــه دې کـلــي کــډه وړم


يـوې لانـجـمنې ښـاپـېـرۍ تـه!
***
يــوازې ســتا خــو نــه دي ډېــرې دي يــار
لانـجـې بېخـي لــه حــد نـه تـېرې دي يــار

د څـــو بـدرنـګــــو او تـرخــــــو لــه لاســــــه
خــــوږې خـــــبـرې رانـه هــــــېرې دي يــار

نـيـمــه پـه کــور نـيـمــه پـه بــنـد کـــې والله
مـياشـتې د ژونـد مـې داسـې تـېـرې دي يـار

اوســنـي وخـــت کـې او ريـښـتـيـنـې مــيـنـه؟
دغـــه خــــــبـرې پـخــــــوا تــېــرې دي يــار

سـتا د ســيالــۍ پـکــې څــوک نـشــتـه ګـــنـي
جــيـنـکــۍ دلـــتـه کــې هــم ډېــرې دي يـــار

د زړه لــه غــوښــــو مــــې تـر اوســـــه پــورې
ســـتـا اداګــانـــې لا چــــــــاپـېـــــرې دي يــار

***

کـاش پــه هــــر اشــنـا مـې ګـــران لـکـــه مــاشـــوم شــم
کـاش د هــــر دښـــمــن پــر ســـــر لـکـــه اتـــوم شــم

د دې خـــپـل زړګـــي پــه زړه کـــې بــه مـــې اوسـم
کـاش جــانـانـه دومـــره خـــوږ لـکـــه ســـتـا نــوم شــم

غــواړم ســـتـا پــه شـــان پــري ځــان تــه واده کـــړم
غــــواړم ســـم د کــــوه قــاف د پــاچـــــا زوم شــم

پــــولادي زړه مـــې پـوښــــــتـنـه درنــــه کـانـــدي
چــې دا ولــې ســـتـا پــه مـــخ کــې لـکـــه مـــوم شــم؟



ځـــان ظـالـــــم او کـــــبـرجـــن راتــــه ښــــــکـاريـږي
خــو چـې ســتـا كـبر رايــاد شــي ، نــو مـــظـلـــوم شــم

پـر ســيـنـه دې ســپـيـن کــه تـور ټـيـکـــرى خـوښــېـږي؟
راتــه وايــه چـــې پــه دې دواړو کـــې کــــوم شــم؟

فـضلـيـاره خــــيـر کــه اوس ورتــه هــيــڅ ښــــکـارم
خــو کــه وخــــت راغــى نــو بـيـا بـه ورمـعــلوم شــم


***
لــږ خــو مـې زړه دمــه دمــه کــړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر
يـو وار خـو ستـرګې راښـکاره کـړه بيا کـه ځـې هـم نـو خـير

يـا مــې ټـپـي ټـپـي زړګـــي تــه شـــه پـټــۍ او مــلــهــم
يـا يـې نـور هـم تـغـمـه تـغـمـه کـړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر

دا د چـــيـنـار پــه شـــانـتـې دنـګــه بـنـګــه ونـه خـــو دې
لــږ تـاو راتـاو، کــږه وږه کــړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر

ګــېډۍ د زلــفــو دې لـه ځــان ســره هــمـداسـې مــه وړه
ښــه يـې پـر مــا خــوره وره کـــړه بـيـا کــه ځـې هـم نـو خـيـر

پـه خــولـه کــه بـلـه وعــده نـه راکــوې خــيـر دى ګـــرانـه
لــږ يـې پـه سـتـرګــو نـوشــتـه کــړه بـيـا کــه ځـې هـم نـو خـيـر

راشــه دلــبـره فـضـلـيـار دې ډېـر نـهـــيـلى ښــکـاري
لــږ يـې پـخـلا ، لــږ يـې ډاډه کـړه بيا که ځې هم نو خير

***

د زړه پـه تـل کـې مېـشـته کـېـږي بـل ځـاى نـه اوســېـږي
مـــيـنـه پــه ويـنـه کـې ګــډېــږي بـل ځــاى نــه اوســېـږي

نـوره يې مخـــه د ســـپـېـرو خــــاورو پــه لـــــوري واوړي
څوک چې لـه يار نـه جـلا کـېږي بـل ځــاى نـه اوســېـږي

جــــانـانـه! تــا نــه دې غــمــونـو کــې وفـــــا ډېــره ده
هـغـوى لـه نـورو نـه شــرمــېږي بـل ځـــاى نـه اوســېـږي

لــه ټـول بـدن نــه شــــوې راټـولـــې د دردونــو څـــپـې
د زړګــي لـــور تـه راســـتـنـېـږي بـل ځــاى نـه اوســـېـږي

کـه د ويجـــاړ وطــن غـمــــونـه دې پـه کـار وي نـو ټـول
د فضـلـيار زړه کــې اوســـېـږي بـل ځــاى نــه اوســـېـږي


هـريـپـور  
***
پـرېږده ستا پـه سـينه خـور لكـه ټيكرى شم
د دې غـيرو خـلكو سـترګـو كې اغــزى شــم

سـتا لـومړۍ خـندا شـپېلۍ د اسـرافـيل وه
يو ځل بيا وخـانده شاباس چې ژونـدى شم

سـپېلنــى يـــم خــو د ښكلــو وچـــكالـي ده
ربــه ! يـو ښكلـى پـيدا كـړې چې لوګى شم

لـېونـى شـــم پـه ځنځــــير نـه ســـړى كـــېږم
خو چې يو سـوك د يـار وخـورم نو سـړى شم

سل ګـيلې او زر غوښتنې مې وي زړه کې
خـو چې تاتـه درنـژدې شـم نو ګـونګـى شم

د ماشوم غـوندې مې نـور غـېږ كې وانخلې
راځه تـه غـېږې تـه راشـه چې زلـمى شــم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery