مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

بې له مينې چې ناشوني ده، دې چم کې
بلــه هـره ګــناه شـــوني ده، دې چـم کـې

مينه ستا مې په زړه نوې روږدې نه ده
دا بـلا ډېـره لــرغـوني ده، دې چـم کـې

دا د زړه دا مينه ناکـه شان مرغۍ مې
له تعجبه غونې غونې ده، دې چم کې

دا چــې وايـي مــينه جـــرم دى ګـناه ده
دا وينا بالکل ريښتوني ده، دې چم کې

د الـفت د ښاپېرۍ خدايه تـه مل شې
ډوبه شوې نور تر ستونې ده، دې چم کې

فضلـياره تـه يــو چــــا تـه خـــواږه ګـــورې
دا خــبر ګـوره مرګـــــونـي ده، دې چــم کــې

کـکـړک - سـره رود

***

غومبوري دې زما د وينې وېش باندې لګيا شول
دې کار ته نن دوه غټ غټ بلاګان سره سلا شول

جرګې د معشوقو له خدايه سپين او سور رنګ وغوښت
د زېـړ رنګ پـه ټاکـــنه عـاشــقـان سـره ســلا شـول

يـو څـوک لـه کـوه قـاف نـه راشـي وايي مـبارک شـه
لـه تـا سـره خپلــوۍ ته ښـــاپېريـان ســــره سـلا شـول

الله ! دغـــه خـــواره واره پـر يــو مشـــر راټـول کـړې
داړلــــو تـه يـې بـيـا د غـــرو لــېوان ســره ســلا شــول

باڼه دې ياره پوه کـړه چې لـــږ رحــم نـه کار واخــلي
ايســـتلــو تـه زمــا د زړه د کان ســــره ســــلا شــول

پوښتنه ترېنه وشوه چې په ژوند قيامت دى څه شى؟
ځواب ته يې مين ټول په ( هــــــجران ) سره سلا شول

سبا به فضلـيار لکه منصــور غــــــوندې په دار کــړي
پـه دې پـرېـکــــړه نن واړه مـــــلايان سـره ســلا شــول

***
خـداى خـبـر نـور دې لا کـوم وخـت او زمـانـو تـه پـريـښـى
دا دومره غټ حساب دې ياره کومو شپو ته پريـښى

تاسـو پـوهـېږئ چې دا خداى پاک ولـې غـرب نـه وهي؟
هـغــه يـې هــم افـغـــان پـکــــول او لــنـګـــوټــو تــه پـريــښــى

تـه چـې تـرې تـلـې نـو خـوب دې ولـې ووړ لـه ځـانـه سـره؟
مـاشــوم زړګـى مـې دې جـانـانـه شــوګــيـرو تــه پـريـښـى

مـــلا ! را اوځــه لــه مـســجــد نـه امــــامــت څــه کـــوې؟
ســياســت دې ولــې دې مــضـــرو حــشـــرو تــه پـريــښـى

د خـلـکـــو زړونـــه يــې پــر لاره بــانـدې وکــــرل ټــول
د فضلـيار يــې د زلــفــــانــو زولـــــــنـو تــه پــريـــښــى


***

ښـه يـې سپک لکـه د خلـي کـه جـانـانـه
رقــــيـبـان مــې غلــي غلــي کــه جــانـانـه

دا ســپېرو ســپېرو وخـتـونو پـسې راشه
پسـرلـي غـونـدې يـې ښـکلـي کـه جـانانه

ستا پيکي ته زما زړه خـداى پيدا کړى
ســـيخکي تـرېـنـه راکـــــولي کــه جــانانه

خـير د زړه لـه يـو څـه ويـنـو څخه تـېـر شـه
يـــوه ســمــــه غــــــــزل ولـيـکـــه جـــانـانـه

فـضلـيار د خپلـــو بـدو بخښلـه غـواړي
تـړمـې اوښکــي يـې قـبـولــي کـه جـانـانـه

***
دا پـروا نـه کـړي چـې څـوک ګــېـډې تـه خــواړه نـه لــري
سـخـته ده دا چـې د يـار سـتـرګـــو تـه رانـجــه نــه لــري

څـوک چـې مـاغـزه لــري ضــرور بـه هـغـوى غـم هـم لــري
څــوک چـې پـه زړه نـه لــري غـم هـغـوى مـاغـــزه نـه لــري

د رقـيـب حــق دى چـې خـپـل ځــان د خـلـکــو سـيـال وګـڼـي
ځـکـه چـې هــيـڅ پـه لـمـن داغ لـکــه کـارغــه نــه لــري

ښـار کې مـو کار نـشـتـه دى هــر سـړى اوزګار ګـرځــېـږي
کـلـــي کـې نــشــتـه دى اوبــه ، غـــر مــو غـــرڅــه نــه لــــري

وخت به بې خونده څنګه نه وي وخت به خود ګډوډ وي
وخـــت بـې غــيـرتــه پــه لـــمــن کــې پـښــتـانــه نــه لـــري

پـه فضلـيار بـانـدې مـلـګــرو کـې ډېـر ګــران هـغـه دى
چـې هــم بـرېـتـونـه ، هــم وېـښـتـان او هـم بــاڼــه نــه لــري

***

څنګــه به لــه مـــا دومــره ارزانـه تــه؟
ســتا عِشْق بـه د ســر پـه بيه مــانه تـه؟

دا خـلک دې مونږ تـه دُعاګانې کړي
مونږ کـه نـه واى روس تر هـندوسـتانه تـه

کان د زمـــــرودو خـپلــــــه هـــــم ژړل
کلــه چـــې وتـو لـــه بدخــــشانه تـه

ولـــې دې افغــانـه دومـــره ژر پرېـښود
سـتا دُښـمــن روان و لــه جهــانه تـه

پـاس فضـا کـې هـم افغانان شته که څه؟
څنګـــه د بـاروت بـوى لــه بـارانـه تـه؟

راغلـــې خـو لــه تللـي دې ونـه پوښـتل
ولـې لـه دې خـاورې پښـېمانه تـه؟

مخــه مـــې د ( آه ) تــا ولـــې ونـيـوه؟
سـتا له لاســــــه ان تـر اووم اســـمانـه تـه

هــــسې دې غــزل د فضلـيار تـم کــــړ
دا خـــو تـر حــــمــزه او تـر کـاروانــه تــه



***
دا امـکان شــتـه چـې د دُښــمـن لاســونـه ښــکل شـي رانـه
د چـــا لـــپـاره بــه ســـــرکــــوزى هـــم اتــل شــــي رانــه

تـا بـه خــوشــحـال ســاتـم کـه تـه چــېـرتـه خــفـه شــوې رانـه
کــېـداى شـي يـاره چـې د ژونـد ډېـوه مـې ګـل شـي رانـه

افـغـانـستان پـه څـېر ويـجاړ زړه مـې پـه دې سـوچ کـې دى
چــې ګـاونـډي لــېـوان بـه مـنـعــه پـه څــه چــل شـي رانـه

کـلــه چــې لـــسـت د ګـلــــو لــيـکـمـــه ، نــو نــه پـوهـــېـږم
چــې ســـتـا نـامـــه ولـــې پـه ټـولـــو کــې اول شــي رانـه

جـانـانـه! ســتـا راخــپـلــول خـو دومــره سـخـت کـار نـه دى
خــيـر کـه پـه دې عـمـل پـردي دغـه ټـول خـپل شـي رانـه

هـغـه خــبـره دې ريـښــتـيـا شــوه چـې ويـل بـه دې تـل
لــه خــپـلــه لاســـه بــه ( فـضـــل ) غـريـب پـاګـل شـي رانـه



***
درنې او پتمنې خور مريم ناصري ته!

نـهـيلـې مـه شـې خورې خـپل پـت بـه حـتمـي ســاتـي
ځـــوانان بـه وګـورې چـې څــنګـه خـپلـواکـــي ســـاتـي

د مـلالـۍ سـکـنۍ خـويـنـدې نـو پـه څـه شـوئ تاسـې؟
چــې ســـنګـــرونـه مـو يـواځــې اوس زلـمــي ســـاتـي

د څـو ټيټ سترګــو او پـردو پـه سـر دې نـشـي بـدنـام
ډېـر زلــمــيان شـــته دى چـې هــــوډونـه ايـوبـي سـاتـي

کـه تـوپ، ټوپـک، تـوره او ډال ورســره نـه وي ، خـير دى
پـښــــتـانـه ښـــه دي پـه کـــــورو کــې تـبـرګـــــي ســـاتـي

زمـونږ شپونکي اوس روږدي شوي په بېـدياوو کې دوى
خـپـلـــو رمـــو ســــره ضــرور څـــو دانـې ســـپي سـاتـي

کـېداى شـي دا ځـل دغـه چـم لکــه مـيونـد وځـلـــي
د مــــلالـۍ خـــواص چـې ځــــان کـــې (نـاصــــــــري) سـاتي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery