مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

بـس يـو ارمـــان لـه خـــدايـه غـواړي بـل ارمــان نـه لــري
زړه مـې جــانـان لـه خــدايـه غــواړي بـل ارمـــان نـه لــري

دخـلـکــو مـيـنـځ کـې جـنګ، جـګـړې او پـه اخــر کـې جـرګـه
دا مـلـــکان لـه خــدايـه غــواړي بـل ارمــان نـه لــري

دا جـيـنـکــۍ چـې پـه لـمـانـځــه کــې دُعــاګـانـې کــوي
دوى هـلــکان لـه خـــدايـه غــواړي بـل ارمـــان نـه لــري

چـې ډک لـه مــيـنـې مـحـبـت نـه وي بـس هـر يـو شـاعـر
داسـې جـهـان لـه خـدايـه غـواړي بـل ارمـان نـه لــري

فـضلـيـار تـل يــو پـرمـخـتلـلـــى او ســـوکـالـه غــونـدې
افـغـانـسـتـان لـه خـــدايـه غــواړي بـل ارمــان نـه لـــري


***

د ګلاب د ګل غـوټـۍ شــولـې کـه څنګـه؟
ايلــه اوس نـو د يـارۍ شـولـې کـه څـنګــه؟

پــولادي زړونـه پـه يـو نـظــر سـکاره کـړې
جـادوګـره بـنـګالـــــۍ شـــولې کـه څـنګــه؟

دا چـې تـل د پېغلـــــو مخکــې يـې روانـه
سـرلښکـره ابـدالـــــۍ شــولې کـه څـنګــه؟

پـه هــر چــا بـه لکـــــه واوره ورېـدلــې
خـو پـر مـا لکــه ږلـې شــولې کـه څـنګــه؟

څنګــه لاس پـر مـخ حــيرانـه ودرېـدلـې؟
پښـېمانه پـه خولګـــــۍ شولـې کـه څـنګــه؟


والله ډېـر زيات ځـورول دې اوس ياد کړي
نـوره لاړې کابـلـــــۍ شــولـې کــه څـنـګــه؟

سـتا دې مستـو حــرکاتـو کـړم بـې خــوده
ټـولـه جـوړه لـه مستۍ شـولې کـه څنګـه؟

فضلـيار تـه اوس غوسه او کنځل نه کړې
ګلـې! نـوره سکــــــنۍ شـولـې کـه څنګـه؟


***

دلــتـه ګـوزاره شــوه لـه تـور فکـرو سـره سـخته نـور
ښکلـيه ! کـه زمــا مـنې لــه دې کلــي نـه تــښـته نـور

غواړې چې زما له خولې د خپل حُسن صفت واورې؟
پرېږده دا د وخــت نادودې مـه راڅخـه پـوښــته نـور

بـې د لـمـر د وړانګـو به لمرګليه! ژوندى پاتې شې؟
دلـته شـوه د ښکلـو قحـطـي، زړه حـسـن پرســته نـور

ولـــې فضــلـيـار بـانـدې چــپه مېچــنې ګـــرځــــوې
خداى ته ګوره راشه له دې کاره تېـر شه وخته نور


***
زړه تــه يـې زمــا چــې زولــــنې نــه کـــړې
لــنـډې لــنـډې زلــفـې دې اوږدې نـه کــړې

ولــې هـســې خــون د مــــين زړه اخـــلــې؟
پـام کـوه چې شـونـډې دې بـيـا سـرې نه کړې

هـســې خــو راځـې نـه تـر څـــو پــورې چـــې
هيـلـې مې پـه زړه بـانـدې ورسـتې نـه کــړې

زه اوس امـوخـتـه يـم خــولـه پـه زور اخـلــم
ګـوره چـې دې ځـان بـې حـوصـلــې نـه کــړې

نـور مـې پـه مـات زړه چـې لـوبـې ونـه کـړې
هـسې نـه چـې ځـان وربـانـدې پـرې نـه کـړې

غـــېــږ تـه د جــــانــان بـــه ور ونـــه رســـــې
څــو چـې فضليـاره شـپې رڼـې نـه کــړې

***

دا جـلـــۍ مــې پـاس پـه بـلـــۍ څــو ځـلـــې لــيـدلــې ده
مــا خـــو پــه خــطـــر کــې نــړۍ څــو ځــلـــې لـيـدلــې ده

دروغ وايـي د ځــان د سـپـېـڅــلـتــيـا پـه هـکلــه دروغ وايـي
(لـمــر) سـره مې ورېځ کې (سـپوږمۍ) څـو ځلـې لـيدلې ده

مـور دې راتـه غلـه ښـکاره شي سـتا سـترګې چې ووينـم
مـــا يــوه بـې ســتـرګــــو هــوســۍ څــو ځـلـــې لـيـدلـې ده

خــداى خــبـر چـې ولــې يـې ښـــېـراوې هــيڅ قـبـلـيـږي نـه
رب تـه پـه سـجـــده مـې څـــېـړۍ څــو ځـلـــې لـيـدلـې ده

پـام چـې فـضـلـيـاره د طـالــــب پـه نـوم مـنـکـــر نـشـې
سـتا پـه ســر مـې سـپـيـنـه لــونـګــۍ څــو ځـلـې لــيـدلـې ده


***
کــه مـلامـــت يـم او کــه نــه يــم نــور تــوبــه جـــانــانــه
خـــيـر دى بـخــــښــنه درنــه غــــواړمــه خــفــه جـــانـانــه

د سـمــنـدر زړګـي پــه مـيـنـځ کـې مـې تـاوېــږي مــدام
ســـــــتــا د يــادونــو زوروره شـــــــان څـــپـــه جـــانـــانـــه

ولـې لـه خپل پخـواني کـور داسـې پـه څــنګ تـېـرېـږې؟
کـلـــه نـــا کـلــــه خـــو مــې غــېــږې تـــه راځــــه جــانــانـــه

بـــاور دې وشـــه ســـتـا لـــه تــګ ســـره يــو ځــــاى ووتـــه
زمـــــا لــــه ژونـــده د خـــوښـــــيــو جـــــــنــازه جـــــانـــانـــه

نــور بــه هـغــه خــبـره نـه کــړم چـې سـتـا خــوښــه نـه وي
نـــور بـــه د هـــــر کــار درنـــه غـــــواړم اجــــازه جــــانـــانـــه

بـاور مـې نـشـي چـې دې وشـي هـيـڅ امــکان نـه لــري
د فضلـيـار پـــرتـــه لــــه تـــانـــه ګــــــوزاره جـــــانــــانــــه


***

بس ټولې سيمې د زړګي مــې نور تر خولې ډکې دي
سـتا لـه يـادونـــــو ددې ښــــار واړه كـوڅـې ډکـې دي

چـې راځې نـه، تصـويـر دې مه رالـېږه څــه پرې كـوم
ستا تصويران خو څه لږ نـه دي ترې باغچې ډکې دي

ددغه چم لـه پـېغلـو جـونـو بـه څوك څـه ګيلـه كړي
چـــې يـې لــه زرو فـســادونـو نـه وړې ډکـــې دي

خـدايه ځنګلونه خو يې ورېبل اوس بل څــــه وايـي
چـې لـه الـمـاسـو ددې وران هـېواد درې ډکــې دي

دلـته د ورځې هم ډاډه څـــوک ګـرځېدلاى نـه شـــي
داسې خو نه ده چې له ډاره مـو صرف شـپـې ډکې دي

خـندا خو څه كړې اداګانې هم پر خپل ځاى پرېږده
والله د مــيـنـې لــه اثـره دې ګــيـلـــــې ډکــې دي

يـوه خـو نـه ده، دوه خـو نـه دي، درې څلور هم نه دي
د فضـلـيار لــه غـــزلـونـو كـــــتابـچـــــــــې ډکـــې دي


***

کلـــه کلـــه ازاري شــې ګــنـي نــور د ژونـد قـــرار يـې
عـشـقـه ! څـومـره بـخـتـور يـې لـه يـو زړه نـه بـل تـه لار يـې

کــبـرجــنـه ! خــلـک اخــلـــي غــلامـــــان پــه لــــوړو بـيــو
زه چـې هـسـې سـتـا غــلام يـم تـه لـه مـا څـخـه بـېـزار يـې

ســره شــاديـان څـه پـه غــرور درتـه راغـلـي وو وطـــنـه!
خـو لـه تـانـه خــبـر نـه وو چــې پـرديـو تـه انــګار يـې

هـجـره! خـير اوس خو مې يار يې، راته وايه چې دا ولې؟
د زړګـي لـه غـوښــو پـرتـه نـور لـه هـر څـه نـه بـېـزار يـې

کـــه پــر زړه د فضلـيار دي بـارانـونـه د غــمــونــو
د نــړۍ ډېـرو غــمــو کـې د جـــانــان غــمــه ســــردار يـې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery