مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

سـتا د سـترګـو، د کـتـلـــو بـلا واخــلـم
ددې دوه غـبرګـو قـاتـلـــو بـلا واخــــلـم

سـتا لـپـاره سـتا د واړو غـلامـــــانـو
د نـړۍ د ټـولـو ښـکلــــو بـلا واخــــلـم

برنـد راوګوري بيا ځان سره مسکۍ شي
ددې درد ، ددې درمـلـــــــو بــلا واخــلـم

زه د ځان او کـه د ستاسـې غــوندې ياره
د تـک زېـړ، کـه د ســرو ګلـو بـلا واخـلـم

ښار دې ورک شي، د خپل کلي دپېغلوټو
د ټـيـکـــــريـو د وربـلــــو بـلا واخـــــلـم

د ګلانـو هــر څـوک اخـلــــي فـضليـاره!
ســتا پـه شــانتـې د بلـبلــــو بـلا واخــلــم


***
كلــه هـر وخـت كلـــه لــږ تــم درځـــــمــه
د وخـــت لـــه دوده ســـره ســـم درځـمـه

د ګل پـــه وار بـــورا دى كلــه مــنـعــه؟
تـه مـې ښـكنـځه زه به بـيا هـم درځمه

د سـيـنې لار دې راتـه خلاصـه پـرېږده
د زړه كـــعـبـې تـه پـه حــــــرم درځــــمـه

ګله ! كه شـا او خوا دې ټـول اغـزي شـي
زه نـيمـه شپـه سپور پـه شـبـنـم درځـمه

د بــې شــرمــــيـو پـلــــــيـتـيـو نـــــه پـاك
لـكـه پـښـــتـو ، لـكــه زمــــــزم درځـــــمـه

چـې مـې پـه قـدر بـانـدې نـه پـوهـېږې
خـير فضـلـياره نــــور بـه كـــم درځــمـه


***

ارمـــان ارمـــان ســـاتـل يـې نـه پېژنـي
ښکلــي فقــط د زړونـــو وړه پېژنــي

ددې مـهــــال يــاران الـــفت څـه کـــوي
دوى خـو فقـط پيــسه او ســره پېژنـي

زمـا پـه زړه کې يـې عمـرونـه تېـر کـړل
خـو مــــا تـر اوســــه پـورې نـه پېـژنـي

زما غريب چې صيب ، جناب نه دى زده
نـو ريښتيا څـوک بـه مـا پــه څـه پـېـژني

***
تــا هـــــــېرولـــــى نــشــــم ګـــــرانــــه تــــا بــــه لا يـــادوم
روح بـــه ســــــتايــمـــه ، ضــــرور بـــه خـــپـلـــه ســـا يـــادوم

مخکـې ډېـر ښه وم چې وزګار به شوم راياده به شوې
اوس چــې تــسـپې اړوم پـام مــې شــي چــې تـا يـادوم

خـلکــو تـه ناســــت يـم لــه سـهــاره تــر مـاښــامـه پـورې
ورتـه لـګــــيـا يـم نــور نــو څـــه خــــــو ســـتـا جــــفــا يـــادوم

پـه ژونـد خـــو ســـتـا هـــېـرول بـالـــکل ده نـاشــــونـې خــــبـر
لـه مــــرګـــه پـــس بــه هـــــم پـه ژبـه مـســيـحـــا يــادوم

سـتـا د يـوې خــولــې شــکـــرانــه کــې زه يـوه شــپـه ټــولــه
څــادر پـه ســـر کـــړم د جـــومــات کـــونــج کـــې الله يــادوم

تــا فـضـلـيـار تــه مـې هـــم خــولـه او هــم څـــپـېـړه درکــړه
تــــه راتــــه هــــــــاغـــــــه يــــادوه او زه بـــــه دا يـــــادوم


***

د خاطر اپريدي په ليكه

د انـــکار ټکـــــو کـې اقــــرار دې وکـــړ
ګـــــرانـې! دا څــه عجــيبه کار دې وکــړ

دا و نـظــــــر او کـــــه د غــشـــو بــاران؟
چـې دا زمـــا د زړه پـر ښــــار دې وکـــړ

تـا پـه نـفـــرت ګــــوره هـــيڅ نـه وو کـــړي
خـو نـن پـه مــينه د زړه ښـکار دې وکـړ

زه يـې ريـښـتيا کـــړم در پـه دره ګلـــې!
هـسـې چـــټـي د نـاز ازار دې وکـــــړ

ستوري دې ورکړل خال دې واخيستو ترې
اسمــــــانه! چــل زمــــا پـه يـار دې وکـــــړ

هسې هم روږدى يې زړه ، خـير دى کـه نن
ان تــــر سـهـــــاره انـتـــــــــظار دې وکـــړ

اوس ( انـالـحـق ) څـه؟ تـا بـه هـلــتـه مـنـم
چــې دغــه غـــږ پــر ســـر د دار دې وکـــړ

واک دې د خولې نـور فضليـار تـه ورکړ؟
دومـــره بـاور او پـر مــا خـــوار دې وکـړ؟

***
خــالــق دې د ښـکلا لـه بـامــه وغــورځــوه مـــړه شـې
د کـــبـر او غـــــرور لــه تـخــــتـه لانـدې راچـــپـه شـــې

زړګــى بـېـچــاره دلـــتـه پـه ټـوپـونـو شـي خـــيـر غـــواړي
چــې کلــه تـه پـه بـر ســــر د کــوڅــې کـې راښــکاره شــې

کـابـلــه! کــور د هــيـلــو شــې چــې نـوى مــشـر راشــي
خـو څـو شــپـې وروســتـه بـېـرتـه بـيـا د هــيـلــو هـديـره شـې

خــفـه جــانـانـه بـيـا بــه هــــسـې وخـــت کـلــه رانـــشـي؟
چــې نـورو نــه رامـــنـډه کـــړې پـر مـــا خـــوره وره شــې

ډېـر زړونـه دې ســوري کـړل خـو پـه تـاهـيـڅ هـم ونـشـول
پـه زړه بـانـدې ډبـريـنـې کـاش پـه زړه لـکـه ښـيـښـه شـې

چـې سـتـړى فضـلـيار غـېـږ کـې ارام او بـيـا ويـده کـړې
الله خــــــــبـر کـــه دومـــــره مـــهــربـانـه لـکــــه شـــپـه شــې.



***

بس ډز تـه وي تيارې دواړو غـبرګـو کـې مرمۍ
جـانان همـېشه ګـرځوي پـه ســترګو کـې مرمۍ

يو وخت دلته تېر شوى چې نښتې به وې خدايه
پـه ونـو، انـســـانـانـو او پـه چرګــو کـې مرمــۍ

د ښـو او د خـوږو تـورو پـر ځـاى پـکې پرتې وي
پـه خولـو د ځـينو ځـينو غنمرنګـو کـې مرمـۍ

د وس يې خدايه نه يو په خپل فضل يې کړې شنډې
دا پـورتـه الـــوتکـــو ځـوانيـمرګــــو کـــې مـرمـۍ



***
د کمين صېب پر پل

تـر څـــو بـه پـه چـــل ول بـانـدې قـــدم راســـره ږدې
لاســــــونــه بــه پــه دروغــــــو پـــه قــســــم راســــره ږدې

چـې زه دې شـرابي کـړم تـه خــو هــم ځــان لــږ خـُمـار کــه
ضـــرور بــه دا ځــل شـــونـډې پــه چـــلــم راســره ږدې

کــه غـــواړې يـې نـــو زه خـــو يـې تـنـهـــا غــــږوى نــشـم
ربــاب بــانــدې بــه څــــو ګـــــوتې تــه هــــم راســـره ږدې

ماښام خو دې بانو باندې کـړ تېر، اوس نيـمه شـپه کې
وعــده د يــوې خــولــې پـه ســـپـېـده دم راســـره ږدې

چــې مـــاتـه دې پـه خـپلـې ســينې ځــاى راکــړ نـو ګــوره
يـو څـــو پـيــالـــــې د بـنـګـــــو بــه نــو هــم راســره ږدې

زمــا پـــر نــازک تـن بــه فـضـلـيـاره غــرض نـه کــړې
بـــس يـــو بـــه دغـــه قـــول ښــــه مـحـکــــم راســـــره ږدې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery