مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په اورونو کې سندرې

ددې ټولګې پر دويم چاپ څو خبرې

(( په اورونو کې سندرې)) زما د شعرونو دويمه ټولګه ده چې پر ١٣٧٦ل کال په پېښور کې چاپ شوې ده. په دې ټولګه کې اکثره هغه شعرونه راغلي، چې ما د خپل تحصيل او تر هغه وروسته د تنظيمواکۍ پر مهال ليکلي او يو څو داسې شعرونه په کې هم شته چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړيو کلونو په بهير کې ليکل شوي دي. دا ټولګه هغه وخت د هېواد د تکړه شاعر ښاغلي عبدالمالک بېکسيار په زيات ټينګار او مالي لګښت خپره شوه، که د هغه ټينګار نه واى، نو دا ټولګه ما هغه مهال نه خپروله. له هغه وخته بيا تر دې دمه زه پر يو لړ کلتوري، سياسي او ټولنيزو چارو دومره مصروف شوم، چې زما شاعرۍ ته يې ډېر زيان ورساوه. شعر يو تقدس دى، زيات ذهد، تقوا و خلوت ته ضرورت لري، له سياسي او ټولنيزو کارونو او په دې لاره کې له پرتو دېوانو او لېوانو سره، د شعر ملکه، الهه او پرښته يو ځاى مزل نه کوي او نه د شعر ښکلا د سياست له بدرنګيو سره غاړه غړۍ حرکت کوي، نو ځکه که څوک غواړي يوازې شاعر پاتې شي، بايده دي، چې خپل ذهن او قلم پر نورو ګڼو کارونو مصروف نه کړي. د شعر ښاپېرۍ يوازې ذهد، ښکلا او تخيل مني؛ له نورو ګڼو چارو سره يې کار نه شته. په همدې خاطر څومره چې زما نور کارونه ډېرېدل، د شعر ښاپېرۍ راڅخه مرورېدله او لرې کېدله، خو بيا به هم کله په خوب او کله په ويښه راتله او زما د ذهني روزګار د ارامتيا سبب به کېدله او روحي ستړيا به يې رانه وړله. تر دې ټولګې وروسته مې کله کله شعرونه ليکلي دي، خو دومره لا نه دي، چې د يوې بلې ځانګړې شعري ټولګې بڼه خپله کړي.
زه هم په شعر پسې منډې نه وهم، کله چې دا ښاپېرۍ خپله راشي، نو بيا ورسره د زړه خواله کوم. هر کله چې زما شعرونه د بلې ټولګې تر کچې ورسېدل، بيا به يې د يوې ځانګړې ټولګې په توګه چاپ کړم. تر دې ټولګې وروسته ليکل شوي شعرونه مې ځکه په دې ټولګه کې رانه وړل، چې دا ټولګه د خپل زمان او مکان د حالاتو انځورنه کوي او نور وروستي شعرونه د خپلې زمانې رنګ لري، نو ځکه مې دا ټولګه د خپل هغه وخت د ارزښت او اهميت له مخې په خپله بڼه پرېښوده. په شعرونو کې مې هم ورته هېڅ ګوتې نه دي وهلي، يوازې هغه چاپي او املايي تېروتنې چې په تېر چاپ کې وې، هغه مې تر ډېره حده سمې کړې. ګرامري سمون خو هسې هم پر شعر يا نظم د پوره تطبيق وړ نه دى، نو هغه مې له خپل معمول حالت سره سم پرېښود. نورې خپلې خبرې نه اوږدوم او تاسې قدرمن، ددې ټولګې لوستو ته رابولم.

په درناوي
پوهندوى محمداسمعيل يون
کابل- افغانستان
ارګ؛ د جمهوري رياست ودانۍ
١٣٧٨ل کال د سلواغې ٢١مه
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery