مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د یتیـــــــــــــــم اختـــــــر


نه هوا بل رنګ موندلی = نه آسمان دی را لوېدلی
نه تغیر د حیوان ښکاري = نه بشـــر دی الوتـــــلی
نه ورځ شپه اونه شپه ورځ شوه = نه څه نوی ژوند راغلی
هغه ځمکه هغه لمـــر دی
خلک وایي چی اختـر دی
نه حال بل شو د خوارانو = نه تن پټ د بېـــــوزلانــو
اوښکي چا نه کړې ورپاکي = د کونډیــــــانو یتیمــــانــو
وږی تږی ژوند کوینـــــه = اوښکې ځي پرباړخوګانو
خان ئې څه په حال خبردی
خلک وایي چی اختـر دی
یو هلک ورکړ پیغورډیر = یو یتیم ته چي و،تورډېر:
ګوره څنګه سوراوسپین یم = بابا جان مي دی غمخورډیر
ګــــلالي کالي مي ونیــې = دا لاڅه لرم به کــور ډیـر
دا مي کوټ، دامي مپلر دی
خلک وایي چی اختـر دی
ځانته ګوره څنګه تور یې = وچ لرګی یې سوی سکور یې
لڅ لغړ کمیس دې نشته = د چا زوی یې د چا ورور یې
د رګـو ویني دې وچي = ته وا ښخ ژوندی په ګـــور یې
لڅي پښې سرتور دي سر دی
وایه ستا هم څه اختـــــر دی ؟
یتیم و وې :�ای مغروره = لږ څه کوز شه له غروره
سترګي پرانیزه ځان ګوره = آسمـــان مه وهه په تــوره
دا زما په وینـــو ډک یې = چي غړ مبېـږې له سروره
ستا ژوندون زما په سر دی
خود به وایي چي اختـر دی
زه به ژاړم ته خندا کړه = زه کاهېـږم ته نڅـــا کړه
اختر ستا دی زه یتیم یم = ځه،خپل لوبې مشغولا کړه
زه به خدای ته کړمه ناري = ته نازونه په بابــــــا کړه
زما له لوږي پوخ ځګر دی
خو پر تا باندي اختر دی!!�
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery