مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا هم ژونــــــــد ؟؟؟

څه خبر یم چي ژوندون دی = او که ښورو خوشي هسي
نه مورنګ شته نه موبوی شته = په ځان لوړو خوشي هسي
پخوا وو ، اوس څه له نه یو = دانه ګـــورو خوشي هسي
نه صُغرا شته نه کُبرا شته
هیڅ قیاس کــــــولای نشو
هري خوا ته تاریــــــکي ده = هیڅ رڼا نه را ښکاریږي
هرڅوسترګي سره کش کړم = یو بینا نه را ښکـــاریږي
دغه مړ دی هغــــــه مړ دی = څه وینا نه را ښکـاریږي
پــه بینا سترګو ړانده یو
سمه لار لیـــــدلای نشو
څوک ځي پورته،څوک ځي کښته = داد دې زمان ناورین دی
سترګي روڼي څه نه وینو = روڼ چیني راته خاورین دی
د ځان شهد ګنډېر بولــــو = د بل مرچ راته شیــرین دی
کــله پاڅو کلـــــه پرزو
ټینګ اساس تړلای نشو
په دیوال کښې کوږ سوری وي = خو بوڼکی ځیني خو ځیـږي
رنګ د ګل خوند ئې د پیازوي = هر سړی باندي غولېـــــږي
ته ئې بوم بولې ځان بازکړي = هر مرغه ترېـــنه وېرېــږي
د وجدان وجدان نارې دي
خو اثر ئې کتـــای نشـــــو
وزر شته الوتای نشـــــو = چا مات کړی مو وزر دی
خوله لرو ږغېـــدای نشو = دا د کوم جـادو ، اثر دی ؟
خپل پایڅې مو زولنې شوې= ځکه حال داسي ابتــــر دی
زړه مو سوځي خوله مو پټه
د زړه درد ښودلای نشــــــو
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery