مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کوهستــــــان شفـق

هندو کش په سر لمبې دي = که آسمان سره کناره ده
د کوم سوي زړګي آه دی = یا د وینــــــو فـــواره ده
که چنګیز د عصر توره = چي له تېکي را ښکاره ده
یا خو بل د مینی اور دی = د فلک پرې سوی کور دی
د سکندر د وخت شهید دی = په حسرت ګوري بګرام ته
یا لیوال روح د عاشق دی = چی ورځی د یار ســـلام ته
یا واله د ســـــــرو شرابو = چی توئیـږي یوه جــــــام ته
دا میدان د کربـــلا دی
که سالو سورد لیلا دی
دا زړګی د آسمان وچـاود = که سینــــه د دیـــــوانه ده
یا ساقي له لاسه ښکتــــــه = چپــــه شوې پیمــــــانه ده
اوکه درس دعبرت لیک دی= ښه رنګینــــه افســــانه ده
مونږ ته یاده جانبازي کړي
د نیـــــکونو سربازي کړي
د مومن د زړه په وینو = شیرینو سور کړی لاس دی
که کفن د شهیــــــدانو = پریښتـــو نیولی پـــــاس دی
یا دنیا کښي خونریزي ده = پر اُفق ئې انعکـــــــاس دی
یه ! شفق د کوهســتان دی
را چاپـــیره پر آسمـان دی
دې شفق کښي ستوري ښکاري = که صدف دی سره دریاب کښي
یا حساس زړه د شاعر دی = چي ډوب شوی په خوناب کښي
یا یتیــــم دی اوښــکې څاڅي = ددې دهر په سیــــلاب کښي
که سپـــین غاښ دی ځلیده کي
د محبوبې په سره خــــوله کي
دا په غرونو اوریځ نه ده = دود شو جګ له کوهستانه
یا سپېـرې پاڼي تاریــخ دی = چي قصې کړي له بامیانه
یا خو ګرد زمونږ د پښودی = چی بـاج اخلي له آسمـــانه
دا چي شنې ډکی ولې دی
د اسمــان د مخ خولې دی
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery