مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سپـــین غــــــــــــر

جګي جګي ساقي راشه = د خوږمن زړګي په خوا شه
ستا له سره سپـــلنی شم = ترسروستـــرګودی واری شم
راته خانده راته داد کړه = پخپل داد بې وزلي ښـــاد کړه
زما لوري ته ډېرډېرشه = تربې درد عالم را تېــــــر شه
په پیــــاله مي کړه نمنځنه = رانه لري کړه پوهنـــــــــه
چي خراب مست دیوانه شم = له جهـــــــانه بیګـــــانه شم
سوز وساز د میني را کړه = لیونی عشق دا عطــــا کړه
چي دردمن سره یاري کړم = له بې دردو جــــــدائي کړم
روح آزاد زړه مي خوشحال شي = پاک له خیرو له جنجــــا ل شي
لکه موج مست مي ګذر وي = طوفــــــانونه مي په سر وي
کور د ۍلم و ستم وران کړم = لوړ او ټیټ سره یکسان کړم
تر تا وګرزم را پــــور ته = ساقي مه کوه ځنډ نــــــور ته
هله را کړه د تــــاک وینه = چي مي یخه شي پرې یـــنه
هغه تاک چي ئې رودلي = د سپین غر شیدې سپېڅلي
په سر سبزو شنو درو کښي = په جاري ډکـو شېــلو کښي
د ډبرو له بېخــــونــــــه = له خوږو سپینو چیـــــنونه
چي سپین بازغوندي پروازکړم = د سپین غره نغمه آغاز کړم
په نغمه کښي مي شرر را = مسیحـــا غونــدي اثـــر را
چي دا مړ قوم بیا ژوندی کړم = ورته هیش خپل وپردی کړم
خلاص ئې کړمه له ذلته = د غــــرور له بد غفلـــــــته
لږ تکان وخوري بیدارشي = د خپل ژوند په کاروبار شي
په دې پوه شي چي ژوندون اوس = غواړي بل رنګه افسون اوس
نه خلاصیږي په وینا څوک = په مــــــړانه د بابــــا څوک
لابه څو فخر په پلار کړي = یا په نوم د خپل ټبار کړي
ولاړئ ولاړئ هلاکېــږي = که مغرور شو تباه کیــږي
ساقي پاڅه پیاله را کړه = له اور ډکه مي وینا کړه
چي د دې غره په لمن کښي = په دې لوی دشت و دمن کښي
په آواز مي زلمي راشي = بیا د سپین غره شاوخوا شي
پښتنو جرګې شي غونډي = مرکې ئې هر ځای پنـــډي
په یو زړه به یوه خوله شي = یو له بله سره ملـــــــه شي
دا خراب کور بیا ودان کړي = په دنیا کښي ښکاره ځان کړي
بېـله فرقــــــــه یو ملت وي = بېـلتون نه وي ټول وحدت وي
و سپین غره ته له آسمانه = د نیکه روح شي ګویــــــانه :
�دلته دي د غـــــرو لمني = زموږ کږدۍ دي پکښي پلني
دا وګړي دېر کړې خدایه! = لویـه خدایـه ، لویـه خدایـه !!
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery