مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دسهار ستـــوری

ښایسته ستوری دمیني = هر سهار را پورته کېږم
د آسمان په تندي باندي = لکه خال غوندې ځلېــږم
تر نظر مي هر څه لاندي = کائنــــــاتو ته مسېـــــږم
پورته کښته په جهان کښي = وهر چاته ښه ښکارېـږم
جمادات که حیوانات دي
دا ټول وینمه تېــــرېــږم
هیڅ تعبیر ئې په ما نشي = څه قانون ددې جهان دی
نې عدم ، عدم ته ورته = نې وجود ، وجود په شان دی
کله یو کله بل رنګ وي = په سل ډوله نمایان دی
په یوه مځکه کښي ګورم = ګاه پسرلی ګاهي خزان دی
وتغیــــــرتې حیرانېــږم
دا ټول وینمه تېرېــــږم
په هروخت کښي چي زه ګورم = بېلی ، بېلي نندارې وي
څه ګړی چي لار لیده شي = بیا وحشت توري تیارې وي
روغ ناروغ ئې پېژند نشي = هر طرف سوي نارې وي
دهـــر شي په حال خبرېږم
دا ټول وینمه تـــــېریـــږم
نن به ښکلې معشوقه وي = سپینه خوله په هوس خاندي
زلمیتوب په میو مسته = څملي پاس په پالنګ باندي
بیا دوهمه ورځ ئې اورم = چي پرې وایي عالم ساندي
د بېباک فلک له لاسه = شي تر تورو خاورو لاندي
په حسرت حسرت ژړېـږم
دا ټول وینمه تېــرېـــــــږم
ما په هره زمانه کښي = ناکامۍ د عشق لیدلي
له بېلتونه په هر ځای کښي = سرې لمبې دي لګیدلي
په شپو شپو مي پلوشو ته = مینان دي کړیدلي
ځګر سوي لالهانــــده = په سرو سترګو ژړیدلي
زه ئي هم په آه ویلېــږم
دا ټول وینمه تېــرېــږم
ما انسان حیوان بېل نکړ = که څه تېر شول ډیرکلونه
انسانان وایي وځان ته = تر حیوان ئې بد خویونه
کله خدای له ځانه جوړ کړي = بنده ګان ئې په زرګونه
کله ټیټ شي چي کوي به = د غوایي عبادتونه
په دې راز هیڅ نه پو هېــږم
دا ټول وینمه تېـــــــریږم
ځیني بت و ته سجده کړي = ځیني لمرو ته نسکور وي
څوک اوبو ته معبود وایي = څوک بنده غلام د اور وي
څوک منکر بیخي له خدایه = د چا فکر درې څلور وي
هر انسان خپل مسلک ستایي = مذهبونه لور په لور وي
په کارو ئې زه شرمېــږم
دا ټول وینمــه تېــرېــږم
په ظاهره سترګه ور وي = حقیقت کښي هیڅ نه ویني
د تقلید سکه زامن وي = په درواغو لري میني
غولېـدوکښي هسي باس وي = د شیظان پرېکوی سپیني
که بینا پکښي پیدا شي = تل به خوري د زړګي ویني
لـــه انســانه وېـزارېــږم
دا ټول وینمـــه تېـرېــږم
یو دبل غوښو ته وږي = خولې ئی وازي سخت لېوان وي
نه په مرګ د چا ویشتلي = نه د چا سره خپلوان وي
یتیم کونډه کړوي تل = بیا په دې ژړا خندان وي
د خوارانو ویني وڅښي = مست په دې شراب روان وي
پاس په سر باندې څرکېـږم
دا ټول وینمــــه تېــرېــږم
کله وینم چي شرق لوړ وي = د مغرب ترې اقتباس وي
تمدن خپور له آسیانه = په یوروپ ئې انعکاس وي
د تهذیب لوړي دنیا کښي = له دا نورو پورته پاس وي
د جهان قومونه واړه = په احتیاج د دوی د لاس وي
حریـت بــاندي نازېــږم
دا ټول وینمـــه تېــریږم
خو دا بله ورځ چي وینم = بیا د بل د لاس غلام وي
نه ئې شان نه ئې شوکت وي = ځني پاته ننګ و نام وي
د یوې ستني د پاره = د غرب لور ته په سلام وي
ژوند ئې بیل نه وي له مرګه = ابتـــدائی په انجام وي
په غمونــو کښی نولېــږم
دا ټول وینمـــه تېــرېــږم
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery