مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د لېـوني تـــرانه

زه یم لېنوی غمجن = لڅي پښي صورت پمن
نشته د کمیس لمن = نه مي پر خولۍ چکن
پورته کښته ځغلم، همیشه دی دا روزګار زما
نشته په چا کار زما
===========
نه مي زوړ کالی دی سم = نه مي شته د نوي غم
خپله خپل ګریوان څیرم = کله ئې په بل ګنډم
خوښ د افلاطون تر فلسفې دی خپل ګفتار زما
نشته په چا کار زما
===========
اورم منتـــــونه زه = ګالم زحمتـــــونه زه
څټ باندي زخمونه زه = وینم ستمـــــــونه زه
هیڅ اثر پرې نشي ، لوی ځګر دی بار بردار زما
نشته په چا کار زما
===========
ګرځمه په لـــــر وبـــر = نه یم په دنیا خبر
خوشي وایم پیــل وغر = نشته تر ما څوک بتر
ژوند مي د تقلید دی ، تل په بل پسې رفتار زما
نشته په چا کار زما
===========
ورک انسانیت وینم = هر چیري وحشت وینم
ظلم د قوت وینم = ضعف ملامت وینم
هیڅ متاع مي نشته ، رانه څه غواړي اغیار زما
نشته په چا کار زما
===========
ښه یم داسي لڅ لغړ = نه پټ په پردي ګودړ
نه یم د موټر که وړ = پلی هم زه نسوم مړ
ولي به نو پروت وي ، د بل چا پر اوږو بار زما
نشته په چار کار زما
===========
هر باغ کښي ګلونه دی = بلبل آوازونه دی
رنګ په رنګ سیلونه دي = خوښ د زلموزړونه دي
ما په ټول ژوندون کښي هیڅ ونه لیده بهار زما
نشته په چا کار زما
===========
ځانته په ښکنـځل یمه = بل ته په ستایل یمه
ځای د خندا تــــل یمه = خپل کور کښي د بل یمه
خوښه د لالا ده ، ما ورکړی دی اختیار زما
نشته به چا کار زما
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery