مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زمــا اوښکـــــو!

توی شئ توی شئ اوښکو توی شئ = لا تر څو پر ځای ولاړي
په سخت موج ووزئ بهر ته = چی ړندې شي سترګي دواړي
د دردمنو زړو له درده = لېـمـــه ژاړي ژاړي ژاړي
نو راتوی شئ زړه مي چوي
بیا غمــــــــــونه شوه را نوي
بینائي د سترګو څه ده ؟ = بې فائدې خوشي کتل دي
چی می زړه لاځني تور شي = دهغه ظلمت لیدل دي
یو زړګی ترې جوړ نه وینم = د دې دهر دا درمل دي
ورک له سترګو دا کاته کړئ
څاڅئ څاڅئ ژر واتــه کړئ
د زړه ښکلې آرزو مي = د خپل څاڅکو سره یو سئ
چي ئې نه وینم په سترګو = د عـــــدم لمن کښي توسئ
دا بې نوره سترګي پرېږ دئ = چي مو خوښه هلته اوسئ
قدر نه لرئ هیـــــــڅ چـــاته
په حسرت درومئ بل خواته
ها امید چي می زړ ګوټي = په خپل وینو دی روزلی
په کوګـــــل کښی ئې دننه = له هر ظلمـــه دی ساتلی
د سبـــــا سبـــا په نوم ئې = ډېر کــــــــلونه غولولی
اوس ئې زر بیایئ عــــدم ته
مې پرېـږدئ نور دې حرم ته
خو چي کوچ کوئ له سترګو = اوښکو ستاسي نه فدا شم
دا ناکامه ژوند هم واخلئ = پرېـږدئ ما چی نیمه خوا شم
بې بهرې له زلمیتـــــــوبه = نامــــراد ولاړ له دنیـــا شم
سور په وینو کړئ ځګر مي
و مینځئ د ژوند دفتر مي
په دا شان می نوم کړئ محوه = چي شم هېر له هره یاده
د بیابان د ګل په څېر مي = کړئ بې اصله بې بنیاده
ښه چي زه له دې جهانه = په ځوانۍ ومرم ناښــاده
خو چي ژوند مي شي ویجاړه
شئ امېـــــل د دوست په غاړه
کله کله ورته وایاست = چي مونږ اوښکي د زلمي یو
ستا په یاد له دنیا تللي = په مــــــــاتم ئې ماتمي یو
ښه یادګار دده د میني = ستا په غاړه سره غمي یو
خوار مین دی یادوه تـــل
دا یادګار ئې ښه ساته تل
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery