مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ نظم برخه

نظم ۲۰ ـــ ّ څه شوه پښتو ـ ـ ـ؟ ّ

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ توُره ، توپک او چې وفا یادېده
هغه پښتو ـ ـ ـ ښېګړه ، پت او چې حیا ء یادېده

***

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو، چې په معنوي توګه وه ژواک او ژوندون
هغه پښتو ـ ـ ـ چې خال او خط وه دَ ځلاند سباؤن

***

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ���ـ ـ ـ چې کاڼو بُوټو او شنېزو وئیله
هغه پښتو ـ ـ ـ چې اباسین او سېلابو وئیله


***

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې ژغېده به تناګانو غوندې
هغه پښتو ـ ـ ـ چې پړکېده به برېښناګانو غوندې

***

څه شوه پښتوـ ـ ـ ؟ غواړم ځواب دَ دنګو غرو زامنو!
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه تور سرو ته پېزوان او والۍ
هغه پښتو ـ ـ ـ چې وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ
ــــــــــــــ


نظم ۲۱ ـــ ّ هغه هم ته وې ـ ـ ّ

چا ، چې تر زړه راجوړَولې لارې
لا ، چې دَ چا به ما څارَلې لارې
څوک چې ؤ ما ته تر جهانه راتېر
هم تر خپلوانو، هم تر ځانه راتېر
دَ چا په یاد چې مې باڼه غورځېدل
دَ چا په نوم چې مې وېښته درېدل
لا، چې لیدل مې تل خوبونه دَ چا
هغه هم ته وې ، بل څوک نه ؤ اشنا
ــــــــــــــ


نظم ۲۲ ـــ ّ پټ لمر ّ

ما هم غوښتل
چې شینکی خال وَ وینم
دَ خپل زړګي دَ مېلمنې په تندي
چې زه یې سترګه بولم
دَ ړانده بخت
هم دَ شپې شپې ژوندانه
له تورپېکي پټ
دَ ورک ورک رُوڼ سهار
خو، درېغه درېغه په مزل کې دَ دید
په نیمه لاره مې ویدې شوې سترګې
په انتظار دَ یوې مستې څپې
ــــــــــــــ


نظم ۲۳ ـــ ّ سپینې ماڼې ّ

دا دَ واؤرې سپین کورونه
چې مُونېږي وَ شیشو ته
ټولې خښتې یې دَ خوُنو
لا خو دي دَ زیارکښانو
دَ محنت دَ خولو څاڅکې
لا خو دي دَ یتیمانو
لپه لپه یخې اوښکې
لا خو دي دَ مظلومانو
ټکی ټکی وچې وینې �،
بس ، که لږ هم ژړی تود لمر
کښته راغلی مځکې خواته
نو یې ګورئ چې ویلېږي
دېوالونه خپل تر خپله
ــــــــــــــ


نظم ۲۴ ـــ ّ اوږد مزل ّ

زما او ستا تر مابېن
هغه دَ درو لوستو وړه فاصله
دَ کمکۍ مینې ځوانېدو په هیله
څونې اوږده شوه ، ګوره
چې تر یو بله رسېدو له مخه
ما او تا دواړه ګرانې!
دَ لېونۍ ځواني تر ټاک واویښتو
ــــــــــــــ


نظم ۲۵ ـــ ّ زړه ّ

نړېدلي دېوالونه جوړ شي بیرته
رژېدلې څانګې هم وَنیسي پاڼې
خو، یو دغه اوړ مارغه دی
چې ټپَي شي
دَ نفرت په یوه تریخ کاته هم دُونې
چې وزَر کله تلي وَ الوتو ته
نو اندام اندام یې وَ ژاړي له خوږُو
ــــــــــــــ



نظم ۲۶ ـــ ّیوه پوښتنه ّ

که هر انسان په ژوندانه کې ځانته
لري په ژوند باندې حق �
نو، دا پُوښتنه کوم
چې څوک دی هغه ماشوم
دَ سړي زُوی دی که یَه ؟
چې په ټولنه کې نن
په تشه خېټه او په وچو شُونډو
خوار او ناهیله غوندې
دَ ساتېري او کورَ کیانو په ځای
له بودګانو سره
دَ یو بوده په رنګه
په امبارونو باندې
ګرځي خواړه لټوي
ــــــــــــــ


نظم ۲۷ ـــ ّ سترګې ّ

څونې ویدې سترګې
په تک ژېړ سهار
سمې له خوبه ویښېدو څخه بیا
دَ ورک تعبیر دَ لټولو په ځای
په خپلو اوښکو تور باڼه پرېمنځي

***

څونې اومې سترګې
په سره غرمه کې
دَ لوږو تندو دَ وژلو په نیت
دَ ستړي زیار په یښېدلو خولو
سوځوَي خپل نازک او وچ وچ لېمه

***

څونې ښائیسته سترګې
په ضد دَ تیارو
له توربخون غوندې ړُومبي ماښامه
په ځای دَ اوښکو دَ زړګي په وینو
بلوي ټوله شپه ډیوې دَ حسرت

***

خو، درېغه درېغه
بیا هم نه شو راویښ
ویده نصیب دَ دغو خوارو سترګو
چې دَ ژوندون څېرې له ورایه په کې
په نوې نوې رنګ ځلېږي همیش
ــــــــــــــ


نظم ۲۸ ـــ ّ په خُله یوه او په زړه بله ّ

لارې اوږدې دي څونې
دلته دَ زړونو تر منځ
چې، دَ امکان اسپې هم
ښکاري پرې ستړي ستړي
خو، بیا هم سترګې ویني
دغه غوړ ژبي خلګ
دَ بېل بېل کلي خلګ
اړکیه په سلو رښتو
لکه کړۍ دَ زنځیر
ــــــــــــــ


نظم ۲۹ ـــ ّ قلم ّ

که خبرې کړي لاسونه
نو، به وَ منمه دا هم
چې یې نه شي ړنګولی
دَ بخت کرښې له ورغَوې
نه دَ وخت سیلۍ بادونه
نه دَ اوښکو سېلابونه
نه باران باران چُړتونه
لاکن بیا هم په تندي زما
شي راغونډې یو څو ګونځې
چې قلم وَ وینم کله
په درو ګوتو کې دَ ّ ها ّ لاس
چې په کښلو دَ څو ټکو
یدلوي رابذلوي تل
لیکل شوي قسمتونه
ــــــــــــــ


نظم ۳۰ ـــ ّ ګونګۍ مینه ّ

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا!
ستا دَ ښائیست په نظارو کې په کتو شمه بوخت
نشه نشه شم او په تا کې په چُرتو شمه بوخت

***

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا!
له ډېره وهمه وَ رپېږم او خوله خوله شم
وَ سوځم اور غوندې په ځان کې او یره یره شم


***

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا!
راته څرګند شي ستا په سترګو کې انکار له ورایه
په ځای دَ مینې دَ نفرت یو تریخ اظهار له ورایه

***

چې زه بلنه درکول غواړم دَ مینې اشنا!
یخ شي لفظونه بیرته ټول په سر دَ ژبې زما
ځکه چې مینه وي ګونګۍ ، نه شي کولی وینا
ــــــــــــــ


نظم ۳۱ ـــ ّ بڅرکې او یرې ّ

دَ ښائیست دغه بڅرکې
چې له اوره دَ ځوانۍ ستا
تل دَ ماتو ستورو غوندې
یوې بلې خواته غُورځي ،
هم دغه رنګه به ډېر ژر
دَ غرور په نغري کې
په لټون دَ سرو سکروټو
مړې ایرې دَ دې وختونو
وَ لړې را وَلړې ته
ــــــــــــــ



نظم ۳۲ ـــ ّ دَ سبا په آئینو کې ّ

دَ پرون ښکلې مخونه
که نن ګونځې ګونځې ښکاري
نو باید چې دَ نن ورځې
ځلنده ښائیست لرونکي
چټې پېغلې او ځوانان ټول
خپله خپله سر دَ پاسه
دَ غرور ښکرونه مات کړي
او په دې حقیقت پوهی شي
چې هغوئ به هم ښکارېږي
دَ سبا په آئینو کې
لکه وچې شاړې ونې
ــــــــــــــ


نظم ۳۳ ـــ ّ خالي ځانګو ّ

امېلونه دي دَ کرکو
که هغئ هم
یو په یو راته پئیل
په تار دَ مینې
نو دي څله دَ نامه لاکټ
په جار جار
راپه غاړه کړو په خپل لاس
دَ زړه سره!
چې اوس هم ګوره لا ځانګي
په سینې زما
دَ خالي ځانګو په رنګه
دَ یو کوُنډې
ــــــــــــــ


نظم ۳۴ ـــ ّ وام ّ

راغزېږي زما په لورې
یو تک سُور او تړکېدونکی
دَ سکروټې په شان بل لاس
هم په ویښه
هم له خوبه
خو، چې زما تر مرۍ رسي
نو باڼه پرې وَنښتېزم
په وړو وړو سُلګیانو
ــــــــــــــ


نظم ۳۵ ـــ ّ څه تمه ؟ ّ

خپله سایه مې هم یوازې پرېږدي
چې دَ ماښام زُ لفې خورې شي په لمر
ته خو څراغ لا دَ بل کور یې اشنا
له تا به تمه دَ رڼا څه کوم ؟
له تا به تمه دَ وفا څه کوم ؟
ــــــــــــــ


نظم ۳۶ ـــ ّ دَ خپله لاسه ّ

بخت په ما پورې ګرم نه دی
نه وختونو یم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه
دَ ماشوم زړګي په خوښه
دَ یو چا په خواخوُږۍ کې
په صله دَ خوږې مینې
په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سکون ډک ډک جامونه
چَپه کړي دي پخپله
ــــــــــــــ


نظم ۳۷ ـــ ّ بېلېدل ګران دي ّ

چې دَ اشنا دَ هېرَولو په نیت
په واښ دَ صبر ځان تړمه څونې
او لا یې عکس عکس پرېمنځل غواړمه
دَ خپلو سترګو له ایندارو څخه،
دُونې مې زړه شکوي تڼیانې ورته
او راښخېږي له اوله هم زیات
لکه په ځوزو پېچل شوي ورېښم
چې خلاسَوې یې څنګه څنګه په پام
هغونې دوئ په کې اړکېږي نور نور
ــــــــــــــ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery