مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ کتاب دویم فلېپ



افضل شوق په حقله په څو کرښو کې دَ خپلې رائیې اظهار، که اووایم چې نه صرف ګران دی بلکې ناممکن هم دی - ولې چې افضل شوق زموږ دَ نوې قبیلې ځوان او ډېر ښه شاعر دی - هغه که نظم لیکي او که غزل .. دواړه ښه لیکي - او کله کله خو زه دَ هغه په شاعرۍ ګې ډېره بې ساختګي محسوسوم او زما په نزد په شاعرۍ کې تر ټولو لوی کمال هم دغه بې ساختګي ده - په خالي الفاظو او دَ فن په پېچیدګیانو شاعري ، شاعري خو وي خو شاید چې دومره اثر په کې نه وي - او ښه شاعر کله هم دا پابندیاني نه قبلوي - هغه خو دَ زړه خبره کوي او هغه خبره که په ځان پسخوند وهل وي هم، نو ځان ترې نه ژغوري .. لکه شوق چې واي

مازې دَ یار دَ موسولو په نیت
ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده

افضل شوق په حقله زه کم از کم هیځ پېشن ګوئي نه شم کولی، ولې چې پېشن ګوئي خو به هغه خلګ کوي چې په دا فن ډېر ښه پوهېږي او دَ دغه فن په پېچیدګیانو پوهېږي - زه پخپله اوس دا وئیل غواړم چې په دا لږ عمر کې افضل شوق چې څومره کار کړی دی .. ډېر ښه دی او مخ کې خو به هغه نور هم ډېر څه کوي - نو باید چې په دې لږ عمر کې دَ افضل شوق وَ دې کار ته په درنه سترګه اوګورو �

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سهېل جعفر
۳/۲/۱۹۸۸
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery