مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نو وَ به وایم ....



ښه مې په زړه دي .... چې تکه سپینه ورځ به وه ، خو په ما باندې توره شپه .... ځکه چې زما دَ ویدې نصیبې تورو زُلفو به دَ ګڼې وریځې په چم له ما څخه دَ رُوڼ لمر ژېړې وړانګې ژغورلې - لاکن دَ خوب وَ پستې غېږې ته به په دې نه ورتلم چې زه دَ خپلې نصیبې دَ کټ وَ سر ته ناست له مودو راهسې دَ هغې دَ ویښېدو په انتظار وم ـــــــــ ما وئیل داسې نه ، چې دلته زه ویده شم او هلته نصیبه را ویښه شی - ولې چې ما غوښتل ، چې څنګه یې سترګې دَ خوبه رُوڼې شي نو زه به ورته خپله خالي لمن نیسم او دا به یې دَ سکون په پیرزؤینو راډکوي - وروسته له دې به یې زه په سترګو کې دَ مُراد هغه چینه لټوم چې دَ امکان په لاره زما رسېده ورته ګران ؤ .... بېخي ګران �

ولې چې ما په یو داسې کور کې سترګې غړَولي وې چې دَ زَړې کنډوالې غوندي به یې دېوالونو خپل تېر هېر وختونه ژړَول ، دَ کوټو دروازو به دَ تړلو په وخت په هغه کور کې دَ اوسېدونکو لوږه او خلاسولو په وخت دَ هغوئ دَ ځواني مرګو تلوسو دَ وٍیر ترانې ژغوَلې - لا چې یادېدلو خوبه کور، لاکن ؤ به په مثال دَ یو قفس ، چې دَ بندېځونو ګړدکې خو به یې په اوسېدونکو راجارباسلي وې ... خو دَ باران له څاڅکو، دَ تیارو له یرغله او دَ ژمې او دوبې له تودو سړو بادونو به یې نه شولو ژغورلی �

نو ځکه .... که ما دَ خپلوانو او خواخُوږو مخته خپلې فطري تقاضې تر سره رسَولو دپاره دَ حالاتو دَ دېبانو سره غېږ نه شوله ایستلی نو پټ په پټه خو مي نو سر دَ دېوالونو سره وهلی شو ..... هو .... ما به خپلي محرومیاني ژړَولې او څنګه چې به وخت مخ په وړاندي تېرېدلو ، نو زه به دَ خپلو ګُماني اوښکو په سېلاؤ کې ـــــ دَ غمونو دَ یوغټ او ژوَر سمندر په لور بهېدم - او لا، کله چې به دَ سمندر په اوبو ورګډ شوم ، نو یو لاس به زما په لورې راوَغزېدو او زه به یې دَ وچې په خوا ورکښ کړم - دغه لاس ، لاس نه ؤ ... یوه حوصله وه، یو همت ؤ ـــــــــــ حتی چې پښتو وه ، چې په ما کې یې دَ ژوند دَ تېرَولو او دَ حالاتو سره دَ جنګېدلو یوه تکړه جذبه پیدا کړه �

بس .... بیا نو څه ؤ چې زه دَ رښتیا وَ نړۍ ته راستون شوم او نصیبه مې هغسې دَ حالاتو په مات کټ ویده پرېښوله ..... دا کست مي وکړو چې زه به هغه ټول نیمګړي ارمانونه پوره کوم چې ما ړومبی په نصیبې باندي پوره کول غوښتو- اوس به یویو دَ تدبیر په تار کې پئیم او دَ هغې دَ کټ په پښې به یې راټالوم -

دلته چې ما څنګه امېل وَ پئیلو، نو هلته مې سم دستي نصیبه په کټ کې له خوبه جګه راکښېنسته او ما هم دَ کټ دَ پښې په ځای دَ خپلو تدبیرونو هغه امېل دَ نصیبې په غاړه کې واچولواو دَ یو فاتح په حېث ورته په ډېر ویاړ وَ موسېدم ــــــــــــــــ خو نصیبې راته دَ منني دَ یو دوؤ تورو وئیلو په ځای زما دَ تدبیرونو امېل دَ لاس په جټکه وَشلولو او په سینې پوري یې داسې په ټینګه وَ نیولم چې دَ ژوندون په اړه لیدل شوي ټول خوبونه یې رارښتیا کړو - خو ... له بده مرغه مې دَ مُراد هغه چینه بیا هم وَ نه لیده .. چې ما به دَ ورکو غوښته- او لا ، چې یې غواړم اوس هم .... ګوا دَ وخت ترټلي او لمر سېځلي هر انسان دَ تندي دَ ماتولو چینه - هم ځکه خو زه په فطرت هغه پاته شوم څنګه چې ړُومبی وم -

ــــــــــــــــــ افضل شوق ـ کوئټه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery