مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سرچپه قضاوت

يو بډاى په يو لوى ښار كي هستوګن و
نعمتونه يې پرېمانه وه شته من و
خداى وركړي وه كورونه جايدادونه
له نيكونو ورته پاته وه باغونه
همېشه يې وه په كور كي مجلسونه
د رندانو د مستانو محفلونه
پرې راټول به تل ساقيان او مطربان وه
په وينا او په صفت به يې ګويان وه
همېشه يې مېلمانه پر دسترخوان وه
هم رندان، هم ملايان هم سركاريان وه
غوړه مالو پكښي ژبي ټكولې
حاسدانو په غاښو شونډي چيچلې
يوه شپه يې كور كي نوې ننداره وه
په لكونو يې اخيستې منظره وه
د عصري هنر يو ښكلې نمونه وه
د رنګونو او خطونو تنسته وه
رابللي يې پوهان او هوښياران وه
شاعران وه استادان، هنرمندان وه
هر يوه د منظرې صفت بيان كړ
پكښي هر يوه پيدا ځانته جهان كړ
هر يوه ته ښكارېدې خپلي خبري
مرغلري او خوږې لكه شكري
يو بډاى چي تر دې نورو ډېر هوښيار و
پړسېدلى خېټور په غوښو بار و
ډېر شته من و مصاحب د شهريار و
همېشه په هر مجلس كي په ګفتار و
په ښي لاس يې و ځنځير ښكلى د زرو
په كيڼ لاس يې وې ګوتمۍ د جواهرو
په غرور سو د تابلو خوا ته ور وړاندي
تر نظر يې كړله تېره لاندي باندي
يو څو ګامه را پر شا بيا ورنژدې سو
په ستايلو په تحسين د منظرې سو
ويل څه ښكلي بېړۍ دي څه بندر دى
څومره ښكلى ترسيم سوى په هنر دى
د بندر له څنګه وګورئ لوى ښار دى
سوداګر دي ګارګر دي كار و بار دى
څه عجب يې ترسيم كړي انسانان دي
د حيرت ګوته په غاښ هنرمندان دي
د تاريخ استاد را وړاندي سو ميدان ته
د شاباس ګوته يې ونيول مېزبان ته
ويل ستا هنري ذوق دى د ستايلو
ګوهر نه دى د هر چا د پېژندلو
دې تابلو كي ما ته ښكاري قلاګاني
د قدرت او عظمتونو شاهداني
پكښي پټ دي د پېړيو داستانونه
د تورزنو جنګياليو تصويرونه
هر يوه كونج كي يې جلا ښخ دي نكلونه
هر يو نكل يې راسپړي تاريخونه
لوى ملا چي رابللى و جرګې ته
په ځير ځير به يې كتله منظرې ته
ده هم وركړله تابلو ته خپله رايه
وې د ليري يو معبد وينم له ورايه
راته ښكاري يو ټولۍ د انسانانو
عبادت ته به روانه وي يارانو
بېله شكه دا نقاش خالق پرست دى
پر څښتن باندي عاشق د ميني مست دى
چي يې هېر نه دى څښتن په دې تابلو كي
ور په زړه يې دى يو رنګ سلو رنګو كي
دې مجلس ته چا شاعر و رابللى
په ثنا او په صفت كي و منلى
يوه لويه قصيده يې كړه آغازه
د كوربه د زړه له خوښي سره سازه
وې يې څه ښكلي موجونه څه څپې دي
په تابلو كي د رنګونو قافلې دي
سمندر دى د توپان پكښي نارې دي
د آسمان پر سينه لړي راخورې دي
له افقه د لمر وړانګي راښكاريږي
د روښاني آيندې پر لور ځليږي
دې تابلو كي تاسي وينئ سيمبولونه
ترسيم سوي نن سبا او تېر وختونه
تاريخي قلا يې نقل د پرون دى
نن توپان دى لمر نښان د سباوون دى
د ګلبوټو پر ښاخونو چي زوزان دي
د يارانو په محفل كي غمازان دي
يو نقاش هم دې محفل ته ور راغلى
يوه كونج كي چيرته ناست و اسكېرلى
كوربه ږغ په لوړ آواز كړله نقاشه !
ته هم وركه خپل نظر تصوير تراشه !
دا خو ته يې چي تابلو به دي ستايلاى
يو په يو به دي رنګونه راسپړلاى
ته پوهېږې په اسرار د تصويرونو
ستا به زده وي ګونګه ژبه د رنګونو
په قدم قدم نقاش راغى نيژدې سو
په ځير ځير په ننداره د منظرې سو
پر څېره يې د حيرت نښه ښكاره سوه
پر شونډانو يې نرۍ مُسكا خوره سوه
وې بېشكه د لكونو منظره ده
خو افسوس چي ځړېدلې سرچپه ده

ويرجينيا
1999- 12- 18
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery