مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شيخ نصرالدين

ډېر پخوا په يوه كلي كي يو ځوان و
هم غښتلى هم په عقل پهلوان و
خو هر ګوره هم بېكسه هم نېستمن و
له نصيب څخه په زړه كي ګيله من و
نصرالدين ورباندي نوم ايښى خپل پلار و
نصروګى خلكو باله ځكه چي خوار و
نه يې ژمى نه يې دوبى په راحت و
له يخنيه له ګرميه په زحمت و
زړه يې تور سو له خپل ملكه له خپل ښاره
له لويانو كشرانو سو بېزاره
ويل ځمه په سفر هر څه چي كېږي
له نصيبه له قسمته به پېښېږي
په خوارۍ پسي يې لېڅي وغړلي
په ملكونو ګرځېدى كلي په كلي
يوه ورځ پر نصروګي باندي تياره سوه
په زيارت كي يې د شيخ پر لنګر شپه سوه
دا زيارت او دا لنګر د شيخ قادر و
په پيرانو كي منلى معتبر و
د زيارت هره ګوښه كي څو كوټې وې
پكښي ناست وه مېلمانه كيسې تودې وې
له لنګره راوتلې كاسې ډكي
مېلمنو پكښي وهلې ګولې كلكي
په لنګر كي نصروګى ورته دېره سو
په ټولۍ د تيارخورو كي مېلمه سو
چي كيسې د مېلمنو يې اورېدلې
د خپل هوښ په ترازو كي يې تللې
د دروغو يې سل واورېدل نكلونه
ورڅرګند سول د لنګر او پير رازونه
نصروګى هم په خلوت كي پر سجدو سو
له سهاره تر ماښامه په نفلو سو
نه خوراك ته يې و پام نه و كيسو ته
كرۍ ورځ يې وه وركړې و سجدو ته
په خبر چي ملنګان او دروېشان سول
په ثنا او په صفت ورته ګويان سول
شيخه كله يې راغلى له كوم ښاره
موږ دي ټول سو قرباني پر هغه لاره
نصروګي چا ته ورنه كړل جوابونه
ملنګانو پر زړه يووړله داغونه
يو مريد چي په دې نورو كي هوښيار و
د لنګر په لڅو پټو خبردار و
سمدستي يې شيخ قادر ته ويل پيره
ستا قربان سم د شيخانو لويه ميره
زموږ لنګر لره راغلى مسافر دى
كرۍ شپه پر سجده پروت دى بختور دى
له سهاره تر ماښامه كړي نفلونه
په سجدو يې ستړي كړي محرابونه
نه دا ټوله ورځ له چا سره ږغېږي
نه خبرو نه كيسو ته وزګارېږي
نيمه شپه پير د خلوت پر لور روان سو
پټ په غوږ كي نصروګي لره ګويان سو
ويل ژر دي د مطلب خبره وايه
همدا نن شپه روانېږه له دې ځايه
نصروګي ويله پيره ستا قربان سم
ستا په امر به په نيمه شپه روان سم
په خوارۍ پسي له ښاره يم وتلى
مسافر د بل وطن په زړه نتلى
خپل نصيب كړم برابر پر دغه لاره
اوس كومك غواړم له تا او له باداره
پير را وايستې يو څو پيسې دباندي
په نرمي يې نصروګي ته كړې ور وړاندي
ويل ځه دغه پيسې دي هغه خر دى
نازوه يې ډېر غښتلى ځناور دى
نصروګي پيسې راواخيستې حيران سوگ
پر خره سپور سو د نصيب پر لور روان سو
يو څو شپې يې مزل وكړ د دښتونو
خر يې زوړ و ژر ناروغ سو له مزلونو
نيمه ورځ يې ساه شړل پروت و پر لاري
له دوو سترګو يې راتلې د اوښكو داري
تر ماښامه نصروګى بيرته تنها سو
خر يې مړ په زړه زخمي په واويلا سو
خر يې ښخ كړ يو لوى قبر يې ور جوړ كړ
كرۍ شپه يې اوښكي توى كړې زړه يې سوړ كړ
په سبا يې ورته راوړه له بازاره
يوه سره او زرغونه جنډۍ تياره
ويل دا د غيبانه بابا زيارت دى
ما ميندلى د كلونو په زحمت دى
شپه او ورځ مي ورته كړي وظيفې دي
په نفلو مي سپيني كړي ورته شپې دي
لس پنځلس ځله خوب كي دى راغلى
په خپل لاس يې ما ته خپل قبر ښودلى
دا زيارت دى د زړه ماتو رنځورانو
د نېستمنو كونډو رنډو پردېسانو
د زيارت خبري تلې تر وطنونو
غيبانه بابا مشهور سو پر ملكونو
چا غوايي ورته راوړله چا پسونه
چا پيسې ورته راوړې چا خيراتونه
كه سپاهي و كه كوټوال كه حكمران و
غيبانه بابا ته هر څوك ور روان و
په لږ وخت كي نصروګى شيخ نصرالدين سو
هم شته من سو هم ولي سو آس يې زين سو
اوازې يې سوې خپرې پر هيوادونو
تر نيژدې، ليري، وړو، لويو ښارونو
درې څلور يې په نكاح كړلې عورتي
ښايستې وې لكه زركي لكه بتي
شيخ قادر ته احوال وركړ مريدانو
په لنګر كي تيارخورو ملنګيانو
چي يو شيخ دى پيدا سوى له شيخانو
وايي پير يم د خوارانو بې وزلانو
پښې لاسونه يې جوړ كړي د شلانو
بينا كړي يې دي سترګي د ړنديانو
هنګامه يې په ملكونو كي خپره ده
تر هر كونح پوري يې تللې اوازه ده
دې كيسو د شيخ قادر زړګوټى شين كړ
نوي شيخ د ده په خونه جوړ ناورين كړ
هم يې شيخ هم يې هوښيار مريد غمګين كړ
نيمه شپه وه را روان سو آس يې زين كړ
په زيارت كي يې د شيخ وكړه پوښتنه
هغه نه مانه خلوت كي څوك دننه
خو چي نوم د شيخ قادر يې تر غوږو سو
سمدستي په خپل خلوت كي په ټوپو سو
ويل مه راځئ مجلس ته مريدانو
راز و نياز دى په خلوت كي د پيرانو
چي يوازي په خلوت كي دوه شيخان سول
يوه بل ته يې كتل سره ګويان سول
د دې نوي زيارت نكل يې بيان كړ
حقيقت يې شيخ قادر لره عيان كړ
شيخ قادر ويل پر تا دي آفرين وي
ستا پر ټولو غليمانو دي ناورين وي
زما او ستا حقيقت ځكه نن پنهان دى
چي په دواړو مو ملګرى يو شيطان دى
چي پر خره باندې بيرغ دى درولى
د شيطان دي لاس تر شا دى اړولى
ښه يې وساته بچيه دا نسلي دى
پلار يې زما څخه جوړ كړى پير ولي دى
د نيكه سر يې لا ښخ دى په بل ښار كي
زر دروېشه يې پراته ورته په لار كي
د هر چا د زړه حاجت په روا كېږي
رسينده دى د هر چا په داد رسېږي
زرغونې او سرې جنډۍ باندي رپېږي
د كلونو رنځوران پكښي رغېږي
په رمو ورته را درومي دروږونه
ساده ګان يې پر زيارت كړي طوافونه
د پښتون قام دى كهول د جاهلانو
پكښي تل ګرځي فوجونه د پيرانو
كچكول نه پرېږدي خالي د ملنګانو
لېونى په دې وطن كي قلندر دى
د هر ټګ او د ټګمار يو تود لنګر دى
چي هر څوك سي باوله خيرني څوڼي
وربخښي خلك پيسې خويندي او لوڼي
پرون ډم ورته راغلى نن آغا دى
هم سيد دى هم بزرګ دى هم ملا دى
چي اوږده ږيره يې پرېښوده پېشوا دى
هر يو سترګى د ړندو د ښار پاچا دى
كه پر دې دنيا دي خوښ وي جنتونه
ښايستې حوري غلمان او شرابونه
يو څو ورځي درته بويه خلوتونه
جوړوه په لويه لار كي زيارتونه
په ميراث پرېږده ټبر ته لنګرونه
پاچهي كوه نسلونه پر نسلونه

واشنګټن
2000- 4- 9
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery