مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اصيل ميراث

يوه ورځ كاروان روان و په دښتو كي
په اغزو كي د اهاړ په سرو غرمو كي
له توند باده سره دوړي بادېدلې
زنګولې په قافله كي شرنګېدلې
خولې او پزي وې پېچلي ساروانانو
لاري وركي وې په دوړو كي له سپيانو
غرغړې به كړې په دوړو كي اوښانو
هم رمباړي به سوې پورته له جونګيانو
په دې ترڅ كي يو جونګى پلار ته نيژدې سو
ترې يې وكړله پوښتنه په ګيلې سو
ويل پلاره زما په زړه كي ده پوښتنه
اندېښنه مي دا څو ورځي خوري دننه
ستا په مخ كي زه بل اوښ ګورم روان دى
نازولى د صاحب او د ساروان دى
ساروان تل كوي خبري د ماريانو
ماري اوښ وايي اصيل دى د اوښانو
زه چي ګورم اصيل نه رامعلومېږي
خوراك ډېر كوي له بار څخه بېرېږي
چي تر بار لاندي يې لږ اوږې درنې سي
هم غړومبېږي هم يې پورته غرغړې سي
د ماريانو وي اكثر بدرنګي غاړي
لا په لار كي بېهوده وهي رمباړي
پر هر ځاى چي اغزي ويني پر حمله كي
هر ګړى به غاړه شپږ ګزه اوږده كي
هم په ونه تر ده جګ هم زورور يې
هم په ځغاسته كي چابك يې هم زړه ور يې
هم درانه درباندي بار وي تل بارونه
هم دښتونو كي اوږده وهې مزلونه
نه تمامه ورځ په غم كي د خورا ك يې
نه كمزورى يې تر هر يوه چالاك يې
ماري څرنګه اصيل وي په كتار كي
څوك به وي چي په دې سُر مي خبردار كي
پلار يې غاړه كړه اوږده بيا يې كږه كړه
ورته لنډه يې د ژوند اوږده كيسه كړه
ويل دا قانون دا زر كاله جاري دى
د هر اوښ لكۍ چي وتړې ماري دى
له ماري اوښه هر اوښ چي پيدا كېږي
د ماريانو په كتار كي حسابېږي
چي پيدا سو له ماري هغه دي ښه خوري
د كاروان مخ كي روان كمه دي نه خوري
هم اصيل هم نازولى د اوښانو
هم منلى د ساروان هم صاحبانو
خو چي زموږ په څېر نه اصل نه ماري وي
نه په مخكي يې ساروان رهي كاري وي
هم به ځي تر قصابانو هم باري وي
په قسمت يې رسېدلې تل خواري وي
تل يې نته وي په پزه درد په ځان كي
د ماريانو تر شا درومي په كاروان كي
كله كله ساروان وركړي ګوزارونه
له وهلو يې خوږېږي اندامونه
تل حساب وي د كم اصلو په حساب كي
نوم يې نه وي د ماريانو په كتاب كي
چي خبري د كاروان سي يا د بار سي
زموږ په ډله كي يې لس اوښه په كار سي
او چي وخت يې د خوراك او د اغزو سي
هلته هر څه پر ماري باندي پېرزو سي

2001- 9- 16
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery