مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مصدر

مصدر په لغت كې سرچپه منبع ته وايي او په ژب ښوونه كې هغه كليمه ده چې د كار كېدلو يا نه كېد لو ا ظهار تري كيږي او د زماني تعلق ورسره نه وي .
لكه :تلل، كتل ، نيول ، او داسې نور : په پښتوكې د مصدر نشه (ل) دى چې دكليمه په پاى كې راځي .
د مصدر درې ډولونه لري .
۱ � وضعې مصدر يا اصلي مصدر.
۲ � تركيبي مصدر.
۳ � جعلي مصدر.
لومړى(وضعي يا اصلي مصدر)
هغه مصدر ته وايي چې د يوې ځانګړي مانا لپاره وضع شوى وي لكه تلل، وهل ، وژل ، ليدل ، څښل، غوښتل ، رېبل ، خوړل ، او داسي نور.
دوهم (تركيبي مصدر)
تركيبي مصدر يا غير وضعي مصدرونه هغه مصدرونه دي چې د يو اسم په پاى كې د كول يا كيدل په زياتولوسره جوړيږي لكه : كار كول ،ډاډه كېدل، كله كله يواځې د (ول) يا (يد ل) په زياتولو سره جوړيږي لكه: خندول ، جوړيدل .
تركيبي مصدرونو جوړول لپاره كومه ټوليزه (عمومي) لار ( قاعده ) نشته په دوديز ډول ( عموما ) په ځنې اسمونوكې لږ شان بدلون راځي خو دلازمي فعل لپاره (ول) او (يدل) اضافه كيږي .
د اسم بدلول په مصدر باندي په لاندې ډول دي .
۱ � د اصلي مطلق صفت د پاى په توري زور كيږي بيا (ول) ورسره اضافه كيږي اولازمي افعال په لاس راځي لكه:
تلل ـ تللي دي ـ تللي به وي ـ تللي وو ـ ځم به ، ليكونه وليكه ـ ته به ليك وليكې .

ايسار = ايسارول خلاص = خلاصول لږ = لږول
پاك = پاكول خوشحال = خوشحالول لوړ = لوړول
پټ = پټول ډك = ډ كول مات = ماتول
يخ = يخول نرم = نرمول
تش = تشول ډنگ = ډنگول ياد = يادول
تور = تورول زيات = زياتول
ټول = ټولول ژوبل = ژوبلول
جوړ = جوړول سپين = سپينول
خړ = خړول غوړ = غوړول

او كه چيرې وغواړو متعدي فعلونه لاس ته راوړو د مطلق صفت په آخر كې ( يدل) ورسره اضافه كيږي لكه:خنديدل، وليدل، لړ زيدل .
يادونه: څو محدود متلق صفتونه شته چه ځنېيواځې لازمي فعل او له ځنو تورو يې يواځې متعدي فعلونه لاسته راځي. لكه: راشه درشه ، راشه درشه كول .
۲ � د صفت هغه اسمونه چې دري يا څلور توري لري او يو تورى (و) يا(ي) وي د جمعې د جوړولو لپاره دا (و) يا (ي) په الف بدليږي.
د مصدر دجوړولو لپاره پورتنى (واو) او (ي) له منځه ځي يا حذف كيږي او د پورتنۍ قاعدي لاندي راځي.لكه :
موړ = ماړه = مړول = مړيدل
دروند = درنول = دريندل
كوږ = كاږه = كوږول = كوږيدل
تريخ = ترخه = تريخول = تريخيدل
۳ � دجمعې اسمونه په پاى كې (كول) او (كېدل) اضافه كيږي لكه :
اوبه = اوبه كول = اوبه كېدل.
اوږه = اوږه كول = اوږه كېدل.
بوره = بوره كول = بوره كېدل.
چاپ = چاپول = چاپ كېدل .


دريم (جعلي مصد ر)
هغه كليمې ته وايي چې د مصدر مانا وركوي خو نور فعلونه ترې انشقاقيږي او هم يې په پاى كې د مصدر نښه يانې (ل) نه راځي .
دا مصدرونه د اسم يا صفت د اضافه كولو سره مينځ ته راځي او نښې يې دادي (يا ، زړه، نا زړه، وړتيا، كمزورتيا.
ميئن ، مينتوب
والي ، پلن ، پلنوالى ، سپك ، .
ولې ، تربوره ، تربور ولي ،توكم ، توكم پالنه ، ميلمه ، ميلمستيا ،....
پيژند ( تعريف )، پيژند گلوي ، ورور، ورورگلوي .....
يادونه: كله كله د پاړسي له صفتي اسمونوڅخه ورسته (ي ) وركول كيږي ، نرم ، سخت ، سختي ، څرخ ، نه څرخي .
دمصدر ډولونه د جوړښت له پلوه په دوه دى :
- (تام او ناقص ، يدل مصدرونه ) .
۱ � تام مصدر � هغه مصدرته وايي چې د فعلونوټولې له صيغې څخه جوړيږي لكه: رايه ، تا رايه وركړه ، ته به رايه وركړې ، ته رايه وركوې ، تاووژل ، ته به ووژني .
۲ � ناقص مصدر � هغه مصدر ته وايي چې دفعلونو ټولې صيغې ترې جوړيږي او د ځينو صيغو لپاره له بل مصدر څخه كار اخيستل كيږي. لكه:
تلل،تللي دي ، تللي به وي ، تللي وو ، ځم به ، نه به ځم .

مصد ر د مانا په لحاظ په دوه ډوله دى: ( لازمي ، متعدي ).
اول � لازمي او متعدي .
۱ : لازمي - لكه : راغلل ، هغه راغى ، خندل ، ته به خاندې .
۲ : متعدي � هغه مصدرونه ته وايي چې له فاعل سر بيره ( علاوه )مفعول ته هم اړه لري .
مفعول: لكه � ليكل ، هغه وليكل .
- خوړل ، هغه ډوډي خوري .
دوم � هغه تركيبي مصدرونه چې په پاى كې (يدل)وي كه چيري د صفت يا له اصلي كامې څخه وروسته اضافه شي مضارع لاس ته راځي (بېلېدل) .
غايب � واحد � هغه بېل شي.
جمع � هغوى بېل شي.
حاضر � غورځنګ دې بيل شي � رڼا او ملګرې يې بېل شي .
جمع : دوي بېل شي � هغوى بېل شي .
مخاطب � واحد � ته بېل شې � دابيله شي .
جمع : تا سو بېل شئ � دوي بېل شي .
متكلم � زړګيه ! زه بيل شم � ته بېله شه .
جمع: مونږ بېل شو � مونږ بېلې شو.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery