مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ټامبي-- [د لوېديزې افريقا كيسه]

د افريقا د ځينو قبايلو دود دى، چې كله يو سردار مړ شي، نو د هغه د ځاى نيولو لپاره به د دوى مذهبي مشر چې جادوګر به هم و، فال ايستلو.
همدغسې كله چې د يوې قبيلې مشر سردار مړ شو، نو د هغه ديارلسو زامنو كې هر چا غوښتل چې سردار شي.
مذهبي مشر څو ورځې د ستورو د علم او د فال په نيولو خپله فيصله واوروله، چې د سردار تر ټولو كشر زوى "جانولا" به د قبيلې مشر شي. د هغه دوولسو نورو وروڼو چې دا واورېدل نو د دې فيصلې پرضد راپاڅېدل. د قبيلې ځينې سپين ږيري چې له دې خبر شول، نو له پخواني دود سره سم يې د سردار كونډې ته مشوره وركړه، چې د وروڼو ترمنځ دې د غشي ويشتلو سيالي اعلان كړي. هرچا چې د نښې منځ وويشت، هغه به سردار وي.
د مړه سردار كونډه ګورګو نومېده... هغې د سيالۍ ورځ وټاكله او ټولو زامنو ته يې وويل چې د دې سيالۍ ګټونكى به سردار كېږي.
دوولس واړه له دې خبر وو، چې "جانولا" ډېر ښه نښه ويشتونكى دى او دوى به هېچېرې له هغه دا سيالي ونه ګټي. دشپې يې په خپلو كې سلا سره وكړه او "جانولا" يې وتښتاوه.
سهار چې ټول راپاڅېدل نو خبر شول چې د سردار ټول زامن بره غرونوته ختلي دي. د ګورګو لپاره يې دا پيغام پرېښى و، چې كه د سردار مشر زوى يې د سردار په توګه ونه ټاكلو، نو د "جانولا" سر به ورته راواستوي.
ګورګو د غم نه بېحاله وه، د مړه خاوند غم ترې هېر شو او د زامنو په غم كې شوه. نه پوهېده چې څه وكړي. په همدې وخت كې د قبيلې يوه پېغله چې ټامبي نومېده، هغې سره نژدې كښېناسته.
ټامبي د قبيلې د ځوانو جينكو سرسالاره وه. د جانولا سره يې مينه لرله، هغې ګورګو ته وويل:
د قبيلې ټول خلك خپه دي، ځكه له كله نه چې سردار مړ شوى دى، زموږ په سيمه كې باران نه دى شوى، كه حالات همدغسې وو، نو دلته به سوكړه شي.
ګورګو يو سوړ اسوېلى وكړ او ويې ويل:
زه دا هرڅه وينم، خوپه خپلو زامنو مې وس نه رسي. كه مشر زوى مې سردار كېږي، نو دا له كشر سره بې انصافي ده.
ټامبي وويل:
زه د حل لاره لرمه... خو كه ته اجازه راكړې او دعا راته وكړې، نو كاميابه به يمه.
ګورګو ترېنه ډېر په ټينګار پوښتنه وكړه چې پلان يې څه و، خو ټامبي نور ورته هېڅ ونه ويل.
ګورګو سوړ اسوېلى وكړ او ټامبي ته يې اجازه وركړه.
ټامبي د قبيلې هغه ځوانې نجونې راټولې كړې چې دا به ورسره ګرځېده او په ځنګله كې به يې د غشو_ ليندو او د نيزې د ويشتلو لوبې كولې. دوى ټوله ورځ په ځنګله كې تېره كړه. هېڅوك خبر نه وو چې دوى په څه اخته دي. خو ګورګو ټولو ته امر كړى و، چې هېڅوك دې په دوى غرض نه لري.
دشپې دوى يوځاى ډوډۍ وخوړه او خپلو كورونو ته ورغلې.
د قبيلې ټول خلك په خواږه خوب ويده وو. سپېده چاودي ته لا ډېر وخت پاتې و، چې ټامبي له خپله كوره راووتله، لينده ورسره وه او په لاس كې يې بله شونټۍ نيولې وه. د هغې په رڼا كې يې سترګې لكه د مار ځلېدې.
د هرې جينۍ د كور مخې ته لږه شېبه ودرېده او د خولې شپېلى به يې وواهه. له كوره به د هغې يوه ملګرې د غشو ليندۍ سره راووتله.
كله چې ټولې جنكۍ راټولې شوې، نو د ځنګل هغې برخې ته لاړې، چې ورځ يې پكې تېره كړې وه. هلته د كيلې د پاڼو عجيب و غريب لباسونه چې دوى په خپله جوړ كړي وو، ايښي وو. جينكو ژر ژر دا پاڼې په ځانونو پورې وتړلې، د مخونو لپاره يې هم نقابونه جوړ كړي وو، چې ورباندې د سپينو، ژېړو او سرو رنګونو سره د خيالي ځناور انځورونه جوړ وو. پر چا د مار سترګې او پر چا د كربوړي برېتې جوړې وې. لنډه دا چې كله دې جنكو ځانونه جوړ كړل، نو سمې بلاګانې ښكارېدې.
بره په غره د سردار زامن هم ويده وو، چې ناڅاپه په يوه عجيبه غږ راپاڅېدل. د ښځو د چيغو سره- سره د ډول د غږېدو او د ګونګروګانو غږونه هم مله وو. د قيامت شور و، دوى ټولو ژر ژر خپلې غشي ليندۍ راواخيستې او د غږ پر لوري روان شول.
سپېده په چاودېدو وو او په تته رڼا كې دوولسو وروڼو وليدل چې بدمخې بلاګانې د دوى پر لوري راروانې وې. د دوى له خولو عجيبه غږونه پورته كېدل، ځوانان هك پك پرځاى ولاړ وو، ناببره په دوى كې يوتن وويل:
دا خو ځنګلي بلاګانې دي، موږ دوى سره نه شو جنګېدلاى.
په دې غږ هر يو ورور چې په كومه مخه يې د تېښتې لاره موندله، په منډه شو.
يو په كې شا ته وكتل، نو دا بلاګانې ورپسې په منډه وې. ده له وارخطايۍ يوې كندې ته ټوپ كړ. د غره په بل لوري د يوې بلې قبيلې خلك اوسېدل. دوى چې غږونه او شور واورېدل، نو له كورونو راووتل. د سردار زامنو دې خلكو ته خواست كاوه چې پناه وركړي.
بلې خوا ته جنكو يوڅه منډه ووهله، نو ستړې شوې. هملته يې د يوه بل مخونو ته كتل او له خندا شنې وې. ټامبي د "جانولا" په لټه وه، چې په يوځاى كې لاس تړلى پروت و. د هغه څارونكي هم له ځايه تښتېدلي وو.
ټامبي د هغه لاسونه پرانيستل او د نورو جنكو په مرسته يې خپل كور ته راوستلو.
په بله ورځ ګورګو په يوه لوى جشن كې د جانولا د سردارۍ اعلان وكړ او ټامبي ته يې واده كړو. د سردار زامن چې خبر شول، نو بيا له شرمه چېرې هم خپلې قبيلې ته رانه غلل.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery