مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سردار ناوې- [د ناروې كيسه]

په يوه كلي كې د يوه سردار يا د نواب ښځه مړه شوه. نو خپلو خپلوانو او ملګرو ورته مشوره وركړه، چې بل واده دې وكړي.
سردار اولاد نه درلود، خو مال او دولت ورسره ډېر و، يو عيب په كې و، هغه دا چې سخت شوم و، بله دا چې عمر يې له شپېتو اوښتى و او په خپل كلي كې چا ورته خپله لور_ خور نه وركوله. خو په خپله د ده دا خيال و، چې دى دومره زيات مال لري، نو كه هرځاى غواړي، واده كولاى شي او شرط يې دا و، چې پېغله به كوي.
يوه ورځ پر اس سپور خپل لوى كور ته روان و، چې په لاره يې يوه پټي كې ډېره ښكلې جينۍ وليده، دا د كوم كروندګر لور معلومېده. سردار فكر وكړ، چې ښه شتمنه كورنۍ خو به ما ته خپله لور نه راكوي، راځه دا غريبه جينۍ وغواړه.
خپل خدمتګار ته يې وويل چې د جينۍ په هكله دې معلومات وركړي. هغه خبر راوړ چې دا جينۍ د هغه د يوه كروندګر لور ده او پلار يې لا پخوا د سردار نه يو څو روپۍ پور اخيستې دي او تر اوسه يې بېرته نه دي وركړي.
سردار په دې خبره خوشحاله شو او په بله ورځ بيا د مځكو پر لوري ورغى، هلته جينۍ لګيا وه په پټو كې يې مرخېړي (خريړي) راټولول.
ده د خپل اس واګې راښكلې او پر جينۍ يې غږ وكړ، چې ده ته دې حاضره شي.
جينۍ خو لومړى حيرانه پاتې شوه، چې دومره لوى سړى له دې څه غواړي؟ خپل لاسونه يې په لمن پاك كړل، خولۍ يې پر سر كېښوده، په لستوڼي يې مخ پاك كړ او راغله د سردار مخې ته ودرېده. د سردار خوله نه جوړېده، چې ورسره خبرې وكړي، ځكه جينۍ ډېره نېغه ولاړه وه او يو څو شېبې چې همدغسې تېرې شوې، نو جينۍ ورته په سخته لهجه وويل:
وايه څه وايې؟... زه دې له كاره وويستم.
د سردار ژبه ګنګوړۍ شوه. لاړې يې وچې شوې.
بيا يې وويل:
زه د يوې ښځې په لټه يم، چې واده ورسره وكړم.
جينۍ تندى تريو كړ، يو لاس يې پر ملا كېښود او ورته يې په چيغه وويل:
د دې خبرې لپاره دې زما وخت ضايع كړ. ښځه كوې نو ورشه ښار ته.
سردار موسكى شو او ورته ويې ويل:
زه غواړم چې له تا سره واده وكړم.
جينۍ سم له لاسه ورته وويل:
ستا نه ډېره مننه، خو زه له تا سره واده كول نه غواړم.
د سردار مخ له قاره تك سور شو. اس ته يې يو چابك راخلاص كړ او له هغه ځايه لاړ. اوس خو به هغه هره ورځ له مځكو تېرېده او په جينۍ به يې غږ كاوه. جينۍ هم بده وه، كله- كله به يې ورته ښكنځلې او بد رد هم ويل. خو هر څومره چې جينۍ انكار كاوه، د سردار ضد هم ورسره زياتېده.
اخر دوستانو ورته مشوره وركړه، چې د جينۍ له پلار سره دې خبره وكړي.
د جينۍ پلار هسې هم د سردار پوروړى و، نو قريباً هره شپه به يې خپلې لور ته هم دا يوه خبره كوله، چې سردار ښه سړى دى. ډېر مال لري او كه واده ورسره وكړې، نو په پټيو كې به له كاره بېغمه شې.
څو مياشتې تېرې شوې، خو يوه ورځ سردار خپل يو خدمتګار د جينۍ پلار ته واستاوه او ورته ويې ويل:
زه چې د كوم شي غوښتنه لرم، كه هغه نه شې راكولاى، نو بيا د پور ټولې پيسې همدا اوس راكړه.
د جينۍ پلار سخت وارخطا شو او د ځان د خلاصولو لپاره يې خدمتګار ته وويل چې راتلونكې اوونۍ د خالي په ورځ به ستا شي، ارو مرو به ستا كور ته ورسېږي.
سردار چې دا واورېدل، نو ډېر خوشحاله شو، د خدمتګارانو مشري ته يې پيسې وركړې، چې د ښار له يوه دكان څخه دې د واده سپين كميس او نور شيان د ناوې لپاره واخلي. ده خپل يو څو ملګري هم په دې ورځ راوغوښتل او د واده د ډوډۍ لپاره يې يوه ساده مېلمستيا جوړه كړه.
د خالي په ورځ هغه خپل خدمتګار او يوه ګاډۍ د جينۍ كور ته ورواستول، چې د كوم شي لوز ورسره شوى و، هغه دې سردار ته وركړل شي.
خدمتګار د جينۍ پلار ته دا خبره وكړه، هغه د خپلې لور نه بېزاره او له سردار نه په وېره و. خدمتګار ته يې وويل:
ستا د سردار امانت بهر په پټيو كې دى. ورشه له هغه ځايه يې په خپله واخله.
دا يې وويل او په ځان پسې يې تمبه پورې كړه.
دى خبر و، چې د سردار خدمتګاران به جينۍ په زوره بيايي او نه يې غوښتل چې د هغې چيغې يې تر غوږ ورشي.
خدمتګار چې پټي ته لاړ، نو جينۍ د هرې ورځ په شان له مځكې نه مونډان راټولول، هغه ورته په چيغه وويل:
زما سردار خپل امانت غواړي، چې ستا پلار يې د وركولو لوز ورسره كړى و.
جينۍ چې دا واورېدل، نو لومړى خو حيرانه شوه، بيا سخته په قار شوه، خدمتګار ته يې وويل:
ودرېږه، چې ستا د سردار امانت دروسپارم.
دا يې وويل او هغه زړه اسپه چې اوس له كاره لوېدلې وه، ورته يې راوستله، يو پړى يې د هغې له غاړې تاو كړ او خدمتګار ته يې وويل:
زما پلار ستا سردار ته هم د دې اسپې د وركولو لوز كړى و.
خدمتګار اسپه په مخه كړه او په زړه كې حيران و، چې د دې زړې اسپې لپاره بيا د ګاډي د ورلېږلو څه حاجت و.
كورته چې ورسېد، نو خدمتګار اسپه د لويې دروازې نه بهر پرېښوده. په خپله په منډه دننه لاړ او سردار ته يې وويل:
ستاسو امانت مې راوړ.
سردار خوشحال شو او د خدمتګارانو مشرې ته يې وويل:
ډېر په احتياط يې زما د مور كوټې ته ورسوئ او د واده لپاره يې تياره كړئ.
خدمتګاره حيرانه وه، چې سردار د دې زړې اسپې لپاره دومره خواري كړې وه، خو بيا يې په خپلو كې خبرې كولي، چې كېدى شي دا هم د شتمنو خلكو د مشغولا او د ساعتېرۍ يوه طريقه وي. سردار لكه چې د خپلو ملګرو د خندولو لپاره دا هرڅه كوي. دوو كسانو اسپه يوې لويې كوټې ته ورسوله، دوو خدمتګارو ښځو د واده سپين كميس د اسپې په غاړه كړ، د ګلانو ګېډۍ يې ورته په سر وتړله، په وړاندېنيو سمونو يې ورته سپينې دستانې او شاتنيو يې سپينې جرابې واغوستې. يو خدمتګار په منډه د ناستې لويې كوټې ته ورغى او اعلان يې وكړ، چې ناوې تياره ده.
سردار او نور ټول مېلمانه له خپلو ځايونو څخه اوچت شول، يو پادري صاحب هم هلته تيار ولاړ و. سردار صاحب يو سپين ګل په خپل كوټ ټومبلى و او خدمتګارې ته يې اشاره وكړه، چې ناوې راولي.
د ناوې په جامو كې زړه اسپه ورو ورو د مېلمنو كوټې ته رادننه شوه. د ټولو له خولې يوه سلګۍ د چيغې په ډول راووتله.
سردار له غوسې او قاره په چيغو شو. په كوټه كې دومره شور، ځوږ راپورته شو، چې اسپه خواره وارخطا شوه، يوه لغته يې خدمتګارانو ته راخلاصه كړه او له كوټې په ترپكو ووتله. وايي چې دا سردار د خپلو مېلمنو په وړاندې دومره پيكه شو، چې بيا يې ټول ژوند له چا سره نه ليدل.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery