مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تورګل

ډيمن رنيان
يوازي د نوم يووالى د نفرت كوم معقول دليل نه دى ځكه نو دا خيال يوه احمقانه انګېرنه وه چي زما ياني "جمي كولننر" له خپل حميده جمي كولنز څخه يوازي پدې كركه وه، چي هغه زما حميده و.
پخوا په خپل كنډك كي ماته يوازي كولننر ويل كېده، خو كله چي يو بل كولننر هم له كومه راپيدا شو نو لكه ټولو ته چي ناڅاپه ورياد شول چي زه تور پوستى يم او زما رنګ تور دى، هغه بل كولننر سپين پوستى و، د هغه له راتلو سره سم زه ټولو د يوازي كولننر پر ځاى "تور كولننر" ونومولم، زما پوست به تور و، خو زړه ته مي چا نه كتل.
بيا ورو، ورو هغه جمي كولنز ته "اتل كولننر" وويل شول، ځكه يو خو هغه سپين پوستى و او بل هغه د فلمي ستوري غوندي شاړپاړ هم و، د هغه سترګي رڼې او خماري وې او پوست يې صاف و، هغه يو نازك اندامه سړى و او عسكري ژوند ډېر سخت وي، د عسكرو لهجې اوڅېرې تُوندي وي، زما په خيال په دې سخت او تند چاپېريال كي نازك اندامه او ښكلى څوك نه شي اوسېدلاى، خو اتل كولننر اوسېدى، هغه له موږ ټولو څخه بېل و، د كومي شتمني كورنۍ سر او سترګي به و، د هغه د له تلو راتلو او ناستي پاستي څخه د خانۍ څرك لګېدى، نابلده عسكر چي به هغه وليد، نو ناحقه به ورته تيارسى شو.
د هغه په اړه بېلا بېلي كيسې هم كېدې، چا ويل هغه يوازي د ضد له امله په فوځ كي تشكيل شوى دى، كه نه هغه د يوه شتمن سوداګر زوى دى، د هغه مور غوښتل چي دى د ملياردونو ډالرو كاروبار ته راجلب كړي، خو د اتل كولننر له تجارت مجارت سره مينه نه درلوده، هغه غوښتل چي د ژوند تجربه تر لاسه كړي، ځكه خو يې هغه لوى پورته كښته كاروبار پرېښود او د فوځ د تشكيل فورمه يې لاسليك كړه.
زموږ لوى آمر صاحب به اتل كولننر ته دومره په مينه او زړه سوي كتل، لكه كوم شفيق پلار چي خپل شوخ زوى ته ګوري، هغه آمران چي پر كوچنۍ خبره به قهرېدل، هغوى به هم له اتل كولننر سره په نرمي مخامخ كېدل، دا هم ويل كېدل چي ځينو آمرانو د دې لپاره چي هغه د عسكري ژوند له ستړياوو څخه وژغوري، هغه ته ويلي و، چي كه چيري هغه غواړي چي فوځ پريږدي نو هغوى يې مرستي ته چمتو دي، خو اتل كولنز دا كله كولاى شواى، هغه غوښتل چي د ځانمرګي او نه ستړي كيدونكي زيارپه بټۍ كي پوخ او كنده شي.
د دې خرافاتو په اورېدو، اورېدو زما غوږونه پاخه شول، د هغه پر بدن د غير عادي ډاډ په ليدو به زما د فشار ستن پورته شوه، اتل كولنز، كولنز، اتل كولنز هر لور ته به د هغه لنډ فكره خو ښكلي او شاړپاړ ځوان يا دونه كېده، حال داچي د هغه لنډ فكره تر اوسه د توپك چلول نه و زده، زما د هغه له رنګ او سپين و سور بدن څخه كركه كېده.
اتل كولنز هم لږ او ډېر په دې پوهېدى، چي زما له هغه څخه ښه نه راځي... او بيا يوه ورڅ داسي هم راغله چي د هغه دا اندازه رښتيا وخته، هغه داسي چي يوه ورځ هغه په خبرو، خبرو كي پر ما وار وكړ، ما د هغه دغه وار ونشو زغملاى، پر هغه مي ورټوپ كړ، او په نتيجه كي نژدې پنځلس سانيې پر مځكه پراته وو، رېږدېدلو، زما خطرنا كو تورو ګوتو د هغه مرۍ نيولې وه.
خلكو منځګړيتوب وكړ، او كيسه پا ى ته ورسېده، خو ما هغه ته ډېر بد درب وركړ، د دې لپاره چي كه كوم بل وخت داسي حماقت وكړي، نو پرېږدم يې نه، ترڅو، څو مياشتي ماته زامه ونه ګرځي، په داسي حال كي چي د هغه بڼه له ويري سپينه اوښتې وه، د روغي لپاره يې لاس را اوږد كړ، "كولنزه! هغه راته وويل "زه بخښنه غواړم!"
ما هغه ته لاس ور نه كړ، مځكي ته مي وكتل او تو مي كړل،لدې پيښي وروسته بيا هغه له ما سره خبره ونه كړه، خو سره له دې هم زما په كركه كي هيڅ كمى رانه غلى.
سپين پو ستي صاحب منصبان د رنګ او نسل د بې مانا تعصب له امله له ما څخه خوښ نه وو، سخت كارونه به يې ټول په ما كول، ما تر ټولو ډېره خواري ايسته خو هغه ؟ هغه شهزاده و، په خوند، خوند به يوې او بلي خوا ته ګرځېد، ما به اكثره غاښونه چيچل او له ځان سره به مي ويل، چي يوه ورځ نه يوه ورځ به لدې بدمخي څخه ځان خلاصوم، سملاسي له زغم او چوپتيا پرته بله چاره گ نه وه.
بيا يوه ورځ داسي هم راغله چي موږ ته د جګړي لمړۍ كرښي ته د تللو امر وشو، جګړه پيل شوې وه، زموږكنډك ته په كار و،چي په لمړۍ كرښه كي خامخا پر مختګ وكړي.
موږچي لمړۍ كرښي ته ورسيدو، نو زموږ نورو ملګرو وار له مخه پر دښمن د ګوليو باران جوړكړى و، په هوا كي د باروتو بوى و، هر لور ته خوړسكي پورته كېدې او چاودني كيدې، ما داسي حس كړه، چي د ويني رفتار مي په تېزېدو شو، دا هغه ځاى و، چي د سرتېرو د مېړاني او همت امتحان اخيستل كيږي.
ما چي كله له مورچگې نه ډزي كولې نو ښي لور ته مي وكتل، او سملاسي مي د اتل كولنز څېره تر سترګو شوه، خو نن هغه څېره نه وه، چي هر وخت به ډاډ اتڼ پرې كاوه، او موسكا به پر خوره وه، نن د اتل كولنز پر څېره د مرګ وېره غوړېدلې وه، د هغه لاسونه رپېدل، زه ناڅاپه پوه شوم چي "اوه! دا خو ډارن دى، پر ما د خوښۍ څپه راغله، دا زما لپاره يوه په زړه پوري تجربه وه چي اتل كولنز مي په وېره او ډاركي ليدى، هغه په سخت عذاب اخته و، او زه پوهېدم چي دا عذاب څومره دردناكه وي، پخواهم ما ځينې ډارن عسكر ليدلي وو، چي د جګړې په لمړۍ كرښه كي به رېږدېدل.
له ما پرته نور هيچا هغه نه دى ليدلى، چي دومره ډاريږي، ملګري په ډزو بوخت وو، خو اتل كولنز ته څرګنده شوه، چي زه د هغه له دې حالت بلكې د هغه له دې ژړغوني حالت څخه پوهيدلى يم، هغه چي يو دوه ځلي زما لور ته مخ راواړوه او راته وبه يې كتل، نو خړ غوندي به يې وموسل او مخ به يې واړاوه.
بريد ژر پاى ته ورسېد، ځكه له دښمن سره دوسلې او جنګياليو كمى و، دې كوچني بريد اتل كولنز له ژونده ايستلى و، خلكو فكركاوه، چي هغه د سخت لمر له امله لمبې وهلى دى، خو زه له اصلي كيسې نه خبر وم او اتل كولنز هم په دې پوهېدى، له څو كلونه ورسته ما خپل ځان خوښ او مطمين احساس كړ.
اتل كولنز له ما سره په دې اړه هيڅكله څه ونه ويل، خو د هغه سترګي ماته مړې وې، ما هغه ته ما ته وركړې وه، او هغه خپله ماته منلې وه.
جګړه روانه وه، جګړې عموماً رواني وي، تر هغه وخته چي د وشتلو لپاره ګولۍ او د مرګ لپاره سړي وي، نو د جګړې د بندولو څه اړتيا وي.
يوه ورځ موږ بيا اړ و، چي پرمختګ وكړو، زموږ او دښمن تر منځ يولوى ډاګ پروت و، خو جګړه يوازي د توپونو او ډزو وه، ياني داچي د ګولۍ په چلولوكي د زغم جګړه وه.
ګولۍ زموږ له سرونو سره تېرېدې، موږ په مورچو ننوتلي وو، او يوازي مو سرونه راويستلي وو، زموږ قومندان په چيغه تورن ته وويل: "نيلسنه! خپل يو سړى چپ لورته وليږه،چي ډګروال "هيري" ته ووايي چي هغه دي خپل جنګيالي سملاسي راوړاندي كړي" دا د مرګ غيږي ته د لوېدو امر و، د دې مانا داوه چي د ګوليو په باران كي دي سړى پورته شي، او په منډه دي دوه سوه ګزه لار پرې كړي، تورن نېلسن په بېړه مخ را واړاوه، پر خپلو سرتېرو ياني موږ باندي يې نظگر واچاوه، او په چيغه يې وويل "كولنزه! ورشه" دا امر هغه اتل كولنز ته وكړ، د هغه د رنګ بڼه له وړاندي لا الوتې وه، د تورن د دې امر په اورېگگگگگگدو يې بيخي د مړيني سورى پر څېره وغوړېد، د يوې شيبې لپاره داسي ښكاره شوه، چي هغه به بې هوښه شي، او لاندي به ولويږي، تورن هغه ته رډ، رډ وكتل، دا درې سانيې نه وې، درې پېړۍ وې ما شا وخوا وكتل، اوبيا خدايزده څه راوشو، زه د ګوليو په باران كي ناڅاپه پورته شوم، او د برېښنا غوندي مي چپ لور ته منډه كړه، نورو دا فكر وكړ چي تورن نېلسن ماته دا امر راكړى، خو د تورن ښكاري سترګو هرڅه ليدلي و.
د شلو، پنځويشتو سانيو لار وه، ما دچيغو نارو او چاودنو په منځ كي په پټو سترګو منډي وهلې، ښايي په هغه ورځ ژوند وفا راسره كړې وه، ځگكه زما يو ويښته هم ما ت نشو، زه د ګوليو په باران كي د "ډګروال هيري" پوستې ته ورسېدم، او په همدې مهال لمړۍ ګولۍ زما له څنګلي سره تېره شوه.
په هغه شپه چي كله زه په استوګنځي كي د ويدېدو په حال كي وم، نو ناڅاپه مي د تورن نېلسن ږغ واورېد، هغه په پس،پسي ډګروال هيري ته ويل " قومندان صاحب پرېكړه كړې ده چي توركولنز ته مډال وركړي، نن پر ټيليفون باندي هغه خپله غوښتنه مركز ته ولېږله.
"دا ټول د هغه كم عقله له لاسه" ډګروال وويل.
"هو" تورن نيلسن ورو، وويل:" ما اتل كولنز ته د پورته كېدو او منډي امر وكړ، دا د هغه د پرمختګ ښه چانس و، خو زه نن پوه شوم چي هغه د موږك غوندي بې زړه دي" هغه اتل كولنز ته كښنځل وكړل او ما سترګي پټي كړې، ويده شوم.
نور نو حالاتو تغير وكړ، خلكو ماته تر پخوا په درنه سترګه كتل، زما دې زړورتيا زه خلكو ته محبوب كړى وم.
څو ورځي وروسته جګړه پاى ته ورسېده، او موږ خپلو باركونو ته بيرته راغلو.
يوه ورځ ماته په يوه رسمي غونډه كي مډال راكړل شو، له مډال سره يو اوږد ستا ينليك هم ملګرى و، په ستا ينليك كي زما ياني " توركولنز" زړورتيا او مېړانه بې كچه ستا يل شوې وه، او د هيواد لپاره د نورو غورو خدمتونو تر څنګ په جګړه كي د غير عادي مېړاني پر ښودولو، د يوبل مډال د راكړي ژمنه هم ليكلې وه، د دې سند مانا د معاش لوړېدل او ترفع وه، په عام ډول خلك داسي سندونه د وياړ لپاره كورونو ته ليږي، د هغوئ سپين ږيري پلرونه او ميندي دا سندونه په طلايي چوكاټونوگ كي نيسي او خلكو ته يې ورښكاره كوي ، خو داچي زما نه كور و، او نه كورنۍ نو مي سند قت كړ په جيب كي مي واچاوه.
يو سهار نا ببره خبر شوم چي اتل كولنز ورك دى، هغه تښېدلى و، د نظامي قانون له مخي لس ورځي هغه ته تمه وشوه، او بيا تښتېدلى اعلان شو، خلك حيران وو، د هغه لټه پيل شوه، څو ورځي د هغه د تېښتي بانډار تود و، له څارونكو څخه پټېدل اسانه، نه وي، آخير يوه ورځ هغه ونيول شو، هغه يې څو ميله ليري په يوه شراب خا نه كي په نشه كي ډوب موندلى و.
هغه نظامي محاكمه شو، اتلس مياشتي بند ورته اعلان شو، دا د دي جرم تر ټولو كوچنۍ سزا وه، زه خبرشوم چي ځينو لوړ پوړو فوځي چارواكو غوښتنه كړې وه، چي هغه ته لږ تر لږه سزا وركړل شي.
دا هم يو تصادف و چي په هغو ورځو كي د بنديانو پېره زما پر غاړه وه، هسي خو ما په خپله دنده كي هيڅكله هم لټي نه كوله، خو پر اتل كولنز باندي د پيرې پر وخت ما ځانګړى نظر درلود، هغه څو كسانو ته زما د دې امتيازي سلوك شكايت هم كړى و، او ويلي يې و چي زه هر وخت هغه ته رډ، رډ ګورم، ښكاره خبره ده، چي د داسي شكايتونو پسي څوك سر نه ګرځوي، ځكه بنديان دا ډول بې مانا شكايتونه هر وخت كوي.
يوه ورځ ما پر بنديانو پېره كوله، حالت هم عادى و، خو يو دم خدايزده څه وشو، چي اتل كولنز په داسي ډول د تېښتي هڅه وكړه چي هيڅ تمه يې نه كېده، د يوې شيبې لپاره زه په هيڅ پوه نشوم، تر نن ورځي يو مات عسكر د داسي بې تمي تېگښتي هڅه نه وه كړې، ښايي هغه بيخي يو مخ لېونى شوى و، هغه په پټو سترګو منډه كړه، ما ناره ورباندي وكړه، خلكو يوې بلي خوا ته وكتل، ما بيا ورباندي ناره كړه او بيا مي د دريم ځل لپاره د هغه د درېدو هڅه وكړه، چي هغه ونه درېد نو مي توپك ورته په نښه كړ، هغه په پوره زور سره منډي وهلې او له مركز څخه وار په وار ليري كيدى، ما د هغه د پښو نښه واخيسته او ډزي مي پرې وكړې، هغه ټوپ كړل پر ځمكه ولوېد او په لغتو شو.
پر ټول مركز لكه د قيامت ورځ چي شوه، پر ما او هغه د خلكو ګڼه ګوڼه شوه.
نور مي ياد نه دي، چي بيا څه وشول، البته تر ماښامه ماته د تبديلۍ امرونه راغلل، زه يې بل كنډك ته لېږلم، د اوسني كنډك عسكرو له ما سترګي چپولې، هغوئ له ما سره له خبرو هم ډډه كول، د يو چا له خولې مي واورېدل چي اتل كولنز مړ شوى دى.
هغه شپه ما هلته تېره كړه، خو هيچا هم خبره راسره ونه كړه، د خلكو له كړو څخه داسي راته څرګندېدل چي د هغو ى زړونه راڅخه مات شوي دى، او خواشيني دي، هيچا ماته هيڅ نه ويل، خو ځينې وختونه هيڅ نه ويل د ډېرڅه ويلو مانا وركوي.
سهار تورن نيلسن د مخه ښه لپاره له ما سره وكتل او راته ويې ويل:.
"كولنزه! تا خپل فرض پوره كړى دى، زه پر تا هيڅ تور نه لګوم، خو دا ښه وي، چي ته نور له دې ځايه كوم بل كنډك ته لاړ شې، ته بايد غرمنۍگ اورګاډي ته ځان چمتوكړې ځكه له وژل شوي كولنز سره د دې ځاى خلك ډېره خواخوږي لري،خو زه پدې حقيقت پو هيږم،چي هغه څه شى و، زه په دې هم پوهيږم چي ته يو زړور عسكر يې، ته به ډېر پرمختګ وكړې، او زما نيكي هيلي له تا سره دي.
د غونډ په سلګونو عسكرو كي يوازي د تورن نيلسن په سترګو كي زما لپاره مينه وه، هغه يو ښه سړى و، ريښتونى سرتېرى يې پيژندى، او د هغه درنا وى يې كا وه، كه چيري دا پېښه نه واى را منځ ته شوې، نو ښايي هغه هيڅكله زه له خپلي ډلي څخه نه واى ايستلى.
كله چي تورن نيلسن زه دا اورګاډي تم ځاى ته رسولم، نو موټر ته د پورته كيدو پر مهال هغه زه پر اوږه وتپولم، او راته ويې گ ويل " ته به فكر كوې چي زه تا دومره په بېړه او تلوارسره لدې ځايه ولي باسم، كيسه داسي ده، چي نن غرمه په اورګاډي كي د اتل كولنز مور او پلار راځي چي د هغه مړى يوسي، زه نه غواړم چي په دې نازك حالت كي ته دلې وې، ښه ځه، خداى دي بريالى لره" هغه موټروان ته اشاره وكړه، او موټر روان شو.
كله چي تم ځاى ته ورسېدم، نو خبرشوم چي د غرمې اورګاډى ماښام ته رارسيږي، ځكه چي څلويښت پنځوس ميله ليري كومه پيښه رامنځ ته شوې وه.
ما په تم ځاى كي يوه او بل لور ته قدم وواهه، سګرېټونه مي وڅكول، ما ښا م پر پنځه بجې يوه رستورانت ته ورغلم ډوډۍ مي وخوړه.
شپږ بجې شوې، بيا اوه بجې شوې، نورنو په ګرځېدو راګرځېدو هم ستړى شوى وم، د لرګي پر يوه څوكۍ پرېوتم، نوى سګريټ مي ولګاوه او په چت كي مي سترګي ښخي كړې، په همدې مهال د جنوب له لوري يو اورګاډى راغى او په تم ځاى كي ودرېدى، په مسافرو يو زوږ ګډ شو.
زه را پورته شوم، كښېناستم.
ليري زما د كنډك ملګرو يو تابوت را اخيستى و په يوه ډبه كي يې ايښاوه، له تابوت سره يو زوړسړى او يوه ښځه هم مل و، په پوره باور سره ويلاى شم چي هغه به د اتل كولنز مور او پلار وو، د سپين سري ښځي سترګي سرې وې، د اتل كولنز پلار يو ډول قيمتي جامې اغوستي وې، او سګرېټ يې څكاوه، تابوت چي يې دننه كښېښود، نو د اتل كولنز مور او پلار هم ډبې ته ور پورته شول، د هغوئ پسې عسكر هم دننه ورغلل.
زه پورته شوم، او په شوم، او په چم، چم د ډبې خوا ته ورغلم، د مسافرو ګڼه ګوڼه وه، ځكه نو ګرانه، نه وه چي پرته له دې چي څوك مي وويني هلته نژدې ورشم، زه وړاندي ور روان وم، تر دې چي د هغوئ ږغونه مي واورېدل، د اتل كولنز پلار ويل: " زه به په دې خبره هركله وياړم، چي زما زوى د مېړو غوندي مړ شو، زه پخوا هم پوهېدم، چي هغه بې زړه ځوان نه دى، هغه نر و او د نرانو غوندي يې ځان ور كړى دى"
"هو،صاحب!" زما د يو ملګري ږغ راغلى "د هغه مېړانه وګوره، هغه بندي په هيڅ ډول پرېنښود چي وتښتي، او داسي زبردسته مبارزه يې وكړه، چي يوازي يوه ريښتوني عسكر كولاى شوه، دا نو بيا زموږ بد مرغي وه، چي له بندي سره توپنچه وه، كه نه لږ وروسته كولنز هغه رانيولى و، زما په ټوله لوبه سر خلاص شو، چي د اتل كولنز مور او پلارته دا باور وركول شو، چي د هغوئ زوى د تېښتي پر مهال نه بلكي د يو بل بندي د راګرځولو پر مهال مړ شوى دى، مانا دا چي د فرض پر ځاى كولو پر مهال مړ شوى دى، زما په وينه كي د نفرت اور بل شو، فكر راولوېد چي اخير دوئ څه اړتيا لري، چي دروغ ووايې؟ له هغه موږك غوندي بې زړه كولنز څخه د اتل جوړولو اړتيا څه ده؟
هغوئ د اتل كولنز پلار ته لاس وركړ، د خواشينۍ مراسم يې پر ځاى كړل او رهي شول.
په همدې مهال له لوډسپيكر څخه اعلان وشو، چي اورګاډى څو دقيقې وروسته روانيږ ي، زه څو شيبې وچ ودرېدم، بيا مي لنډ يوه پرېكړه وكړه او له ځان سره مي وويل "جمي كولنزه ! ته بايد دننه ورشې، او د مړي مور او پلار له ريښتوني گ كيسې څخه خبركړې او هغوى باېد له دې رازه خبركړې چي د هغوئ زوى ولي مړشو؟ څنګه مړشو؟ دغه فكر چي را ولوېد نو سملاسي مي د اورګاډي د ډبې ور پرانيست او دننه ورغلم، د اتل كولنز پلار تابوت كتي او د مور ږغ يې ژړغونى و، د پر هغې ګونځي، ګونځي څېره باندي او ښكي رواني وې، كه څه هم پلار يې نه ژړل،خو د هغه پرڅېره هم ژور غم غوړېدلى و، داسي غم چي پر ډېرو لږو څېرو معلوميږي، زما له ښكالو سره هغوئ مخ راواړاوه او را وې كتل، سپين ږيري سګريټ خپلي خولې ته يو وړ، او سپين سري له باړخوګانو اوښكي پا كي كړې، ما تابوت ته اشاره وكړه او ومي ويل"زه له ده سره په كنډك كي ملګرى وم" هغوى دواړو ماته داسي وكتل لكه په هغه ورځ چي د ګوليو په باران كي اتل كولنز ما ته كتلي و.
"دى زموږ هرڅه و، زموږ يوازينۍ شتمني وه" د هغه مور په ژړغوني ږغ وويل: "دى زما ډېر نازولى زوى و، بيخي نازولى زوى" د هغه پلار هيڅ ونه ويل، چوپ چاپ يې ماته كتل، نه پوهيږم چي په ما څه وشوه، ما غوښتل چي ډېر څه ووايم، غوښتل مي چي هغوى له اصلي كيسې خبر كړم، خو لكه چا چي مي پر خوله مهر را وهلى و، نه پوهيږم چي توري چيري لاړل، او هغه كركه چي په وينه كي مي ګرځېده خدايزده څنګه سړه شوه.
څو شيبې وروسته سپين سري خوله خلاصه كړه" زما زوى يو ښه سرتېرى و، هغه يو زړور ځوان و" د سپين سري ليمه لانده شول.
ما غوښتل چي په چيغه، چيغه ووايم چي نه هغه زړور نه و، هغه بې زړه و، بې زړه، ډارن و، موږك غوندي، هغه خپله دنده نه پېژنده، تيښتندوكى و، او د خپلو كړو سزا يې پرې كړه، څو كاله وروسته به يې هغه په سپكاوي سره ايستلاى... خو په ماكي د څه ويلو توان نه و، بس يوازي مي په "هو، هو" سر ورته ښوراوه چي په دې كي له دباندي څخه زنګ انګازه شو.
"ايا ته د ده كوم داسي ملګرى پېژنې؟" د هغه مور په لړزېدلي ږغ وپوښتل:"چي له هغه سره د ده شيان وي، داسي شيان چي د هغه د ياد په توګه يې موږ وساتو؟ دغه تابوت خو به په خاورو كي ښخ شي" د هغې پر باړخوګانو يو ځل بيا اوښكي وبهېدې.
"هو موري!" ما لكه په خوب كيچي وويل" زه د همدې لپاره راغلى يم، چي تا سو ته همداسي يو شى در وسپارم، ما په جېب لاس دننه كړ، او خپل د مېړاني او زړورتيا سند مي راوكيښ د كولنز د مور په غيږكي مي كښېښود "ښه، اجازه راكړئ" اوله اورګاډي تا شوم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery