مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نه راستنېدونكى مدن لال

د ډاكټر مدن لال ټوكې په ټول روغتون كې مشهورې وې. د داخله ناروغيو په برخه كې خو بيا داسې څوك نه و، چې د ډاكټر مدن لال نوم ورواخلې او د ده خوله ځاى په ځاى پرې ويړه نه شي. چې هر چا ته به دې يې نوم ورواخيست، موسكۍ شونډې به يې سر درته وڅانډه، له لنډې خندا سره به يې وويل:
_خوشې ريشخند د خداى دى.
او دا خبره بېخي پرځاى وه. بس سهار چې به په روغتون راننووت، بيا به نو تر مازديګره پورې دى و، ټوكې ټكالې به وې او په هر چا او هر شي پورې ملنډې او "ريشخند بازۍ" به وي. عجيبه يې لا دا چې هغه ته خداى څېره هم دغسې ريشخند غوندې يو شى وركړې وه: بې ډوله غټ پړسېدلى مخ، چې له لنډو وروځو پرته به يې ټول پاك خرييلى و او مدام به د كوم مستري يا قصاب د مخ غوندې تور غړيچن برېښېده. په دې مخ كې يې بيا د كونګري غوندې تورې ګردۍ سترګې، لنډه، خو پراخه پزه، نرى سنت او اوږده لږ سره ليرې غاښونه، چې د پاسنۍ شونډې د لنډوالي له امله به تل د باندې راوتلې وو، داسې ښكارېدل چې تا به ويلي خوښې پېښې درته كوي. سر يې تر څگټه پورې پاك سخر و، چې د لنډې غاړې له امله يې امانت په اوږو سپور مالومېده او ان له ليرې به د يوې غټې تڼاكې په شان روڼ ځلېده. ونه يې ټيټه وه، پښې يې هم نرۍ او لنډې وې. خو په همدې پښو يې بيا داسې يوه غټه خېټه وربار وه چې سړى به حيران ورته پاتې شو چې څنګه يې لا وړاى شي. ښايي له همدې امله داسې واز واز پر لارې ته، لكه غولنګونه چې يې شوړېدلي وي او د هر ګام په اخيستو يې زخمونه ورته سوځي.
په دې قد او قواره كه ډاكټر مدن لال په ښار كې په مخه درغلى واى، د بل هر چا ګومان به دې پرې كړى و، نه د كوم ډاكټر. خو دلته په روغتون كې يې، نه يوازې دا چې په ډاكټرتوب كې چا شك نه شو كولاى، بلكې ټول په دې قانع هم وو، چې هغه په خپل كار پوه او تكړه ډاكټر دى. له همدې امله هم ناروغانو او هم همكارانو د يو ډول احترام په سترګه ورته كتل. ده هم نور، تر خپلې وسې پورې د هر چا خيال ساته. خو يوازې د ټوكې په وخت به خبره نوره شوه. په دې برخه كې يې په هېچا او هېڅ شي كې رى نه واهه. سره له دي چې ځينې وخت به يې ټوكې لږ "بې سُره" غوندې شوې، خو بيا به يې هم چې پر هرچا ټوكه وربرابره شوه، بې پروا او نېغ په نېغه به يې پرې وكړه.
يوه ورځ د داخله ناروغيو ډاكټران، ټول د سر طبيب په كوټه كې مجلس ته راټول وو، مجلس، د هر وخت په شان د روغتون د كار په بهير پيل شو او په دې برخه كې د ستونزو او د هغوى د ليرې كولو په وړانديزونو وړاندې لاړ. او په پاى كې يې هم سرطبيب په هره برخه كې خپلې لازمې لارښوونې او مشورې وركړې. چې مجلس خلاص شو، سرطبيب په خپل لګښت راغوښتى كوكاكولا پر ټولو ووېشله او په دې ډول يې خبر له "رسمياتو" څخه "شخصياتو" ته كړه، داكټران هم خوشاله پر ځاى ناست پاتې شول او د كولا بوتلونه په لاس يې ورو ورو له يو بل سره خپلې مركې پيل كړې. خدازده څومره وخت تېر و، چې سرطبيب موسكى شونډې مدن لال ته وروكتل، وې ويل:
_ډاكټر صېب؟
_صيب.
چې ټول چپ شول، سرطبيب غلى دوى ته سترګه ووهله، وړاندې لاړ:
_ په دې يوه شي هېڅكله پوه نه شوم.
مدن لال، په داسې حال كې چې سترګې يې هماغسې د كولا بوتل ته نيولې وې، وپوښتل:
_په څه شي صېب؟
او سرطبيب ويړه خوله پسې زياته كړه:
_ويم ته ګوره... دا زه چې هرڅومره وريجې غوښې خورم. هرڅومره غوړې ښورواوې ورته وهم، بيا مې هم نس وچ كلك راپورې نښتى دى.. او ته له دال او چپاتۍ پرته بل شى خورې هم نه. خو چې خېټې ته دې ګورم... د ميندوارې ښځې غوندې، نام خدا ورځ په ورځ بړو ته پسې راوزې... چې په دې كې يې لا څه حكمت دى؟
ډاكټر مدن لال مضر غوندې وموسل، وې ويل:
_حكمت خو يې ډېر ساده دى صېب.
او چې سرطبيب وويل:
_وايه كنه، چې موږ هم پوه شو.
ده هم ځاى په ځاى ورغبرګه كړه:
_ كه تاسې هم ډېر بادونه خوشې نه كړئ صېب، خېټه به مو همدغسې بړوته راووزي.
دا وخت چې ډاكټرانو هرڅه وكړل، د خپلې خندا مخه يې ونه نيولاى شوه. لومړى يې ورو او بيا يې په ټولو په كړس وخندل. سرطبيب هم پيكه خوله او ژېړې سترګې وويل:
_يره، خو ډېر بې حيا سړى يې.
او ناچاره له دوى سره په خندا ورګډ شو.
يوه بله ورځ هم د روغتون تحويلدار عين الدين خان ته، چې ډېر لمونځ ګذاره سړى و او مدام به يې تسپې په لاس شونډې په ذكر رپېدې، خدازده څه چورت ورغلى و چې په دالېز كې ډاكټر مدن لال ته ورتاو شو، ورته وې ويل:
_ډاكټر صېب؟
_ها؟
_يوه خبره درته وكم، خپه كېږې خو به نه؟
مدن لال حيران ورسره ولاړ و، همكارانو ته وكتل وې ويل:
_ نه، تاويلدار صېب، وايه څه خبر؟
عين الدين خان پر ږيره لاس راوكيښ، وې ويل:
_ويم كشكې مو سولمان وشي.
او چې ده هماغسې حيران وپوښتل:
_ولې؟
تحويلدار هم په هماغه مهربانه لهجه، پسې زياته كړه:
_ ته ګوره ډاكټر صېب، داسې ښه سړى يې... هرڅه دې شكور ښه دي.. دا دونيا خو دې شكور بېخي ښه ده. كشكې ايمان راوړې، چې اخيرت دې هم سم شي. جنت ته به لاړ شې، كه خداى كول... كه مې ريښتيا پوښتې، د دوزخ اور مې ولاكه درباندې لورېږي.
له دې سره د مدن لال سترګو خپله خاصه ځلا وكړه. همكاران يې پوه شول چې بيا ټوكه ورغله، وې خندل، وې ويل:
_ هى، هى، تاويلدار صېب... چې هـېڅكله په خبر پوه نه شوې.
تحويلدار په تعجب وروكتل، خو مخكې له دې چې څه وويلاى شي، ډاكټر مدن لال هماغسې ورزياته كړه:
_دوزخ ته به نه نوزه ولې ځم زوروره؟.. دوزخ ته خو به ته خواركى روان يې چې دلته دې هم له لمانځه او اوداسه پرته نور څه ونه كړل. څه پكر كه يې چې جنت يې تا غوندې ناشوقو ته جوړ كړى دى، ها؟.. ته سكه وايې هلته به هم دغسې تسپې په لاس او جاى نماز پر اوږه ورته ګرځې، ها؟...
او خپله يې په خپل ځواب كې وويل:
_ولاكه يې مخ لا ووينې!.. تې (ته يې) خپله پكر وكه.. ستا دا شين كټى سر او ببره ږيره كه د جنت حورې وويني نو څه شى به وكي، ها؟.. ويم په خداى چې په چغو چغو خو هرې خوا ته درنه وتښتي!.. ته سكه وايې دا دومره ښايسته حورې خداى دې ته پيدا كړي چې بيا يې ستا په سر او ږيره وډاروې، ها؟...
دا وخت يې د همكارانو خندا خبر ورغوڅه كړه. د تحويلدار خوله هم پرې جينګه شوه. او مدن لال د دوى په خندا كې بېرته وړاندې لاړ:
_ويم كه زما منې، نو راځه سړيه ته هم له خيره راهندو شه... هم به په دې دونيا موږ غوندې خپلې سندرې ورته وايې، اتڼونه به ورته كوې، هم دې هغه دونيا د مرچو له قراره بوله... كه څنګه؟
او د همكارانو خندا يې بيا په كې وركړس وهل. د ډاكټر نصيري خو بېخي اوښكې په غومبورې راوبهېدې. په داسې حال كې چې لمدې سترګې يې په ورغوي پاكولې، ويړه خوله يې عين الدين خان ته وروكتل، وې ويل:
څنګه شوې، تاويلدار صېب؟.... ښه يې كړي، كه نورڅه هم غواړې.
او تحويلدار ته چې پوره خړ شوى و. بله هېڅ چاره ورپاتې نه شوه، بې له دې چې سر وڅنډي ووايي:
_دا كاپر ولاكه د خداى لارې ته راولې.
او دغسې د ټولو په خندا كې ترې رهي شي.
خو له دې ټولو بې سُره غوندې ټوكو سره- سره، ډاكټر مدن لال بيا هم پر ټولو ګران و. هېچا څه خاصه مدعا يا خداى مه كه دښمني نه ورسره درلوده. ټول پوهېدل چې هغه كه له خولې يوڅه خوشې دى، نو هغومره يې بيا زړه پاك او بې غرضه دى. هغومره يې ښه هر چا ته رسي او په دې خبره، ان د لابراتوار تكنېشن سليم جان لا قانع و، چې ډاكټر مدن لال تر بل هرچا ډېرې ټوكې ورباندې كولې. هغه ليدل چې ډاكټر مدن لال كه له يوې خوا ټوكې ورباندې كوي، نو له بلې خوا يې هغومره نازوي هم، هغومره ځان د ځينو نورو غوندې ورباندې ډاكټر ډاكټر كوي هم نه. پر دې سربېره، داسې نه وه چې ډاكټر مدن لال نو ګنې يوازې په ده باندې خپلې ټوكې كولې. نه، هغه د ده هره ټوكه هم په ورين تندي زغملې وه او مدام يې د يوه انډيوال غوندې چلند ورسره كړى و. او دا هغه څه وو چې سليم جان تر اوسه په وار وار ترې ليدلي وو او هر وخت يې له دې امله ښه ترې راغلي و.
په دې ډول، د دوى ژوند دغسې راضي او خوشاله په وړاندې روان و، چې يوه ورځ يوناڅاپه خلقيانو كودتا وكړه او ټول شيان بل ډول شول. بس چې د "انقلاب" د هغو لومړيو ورځو ولولې كښېناستې، نو هر لور "انقلابي بدلونونه" هم پيل شول. ښكاره خبره ده چې د دوى روغتون هم له دې پېښو خوندي پاتې نه شو. دلته هم د "ثور انقلاب" خپل "انقلابي چلند" راواخيست. تر ټولو دمخه عين الدين خان تحويلدار د اخواني په نامه ونيول شو، چې بيا يې نه د مړي پته ولګېده، نه د ژوندي. بيا دروغتون سرطبيب "له ښه مرغه" مازې له كاره پسې واخيستل شو او پرځاى يې "انقلابي سرطبيب" له "خلقي روحيې" او "انقلابي ولولو" سره راغى. په دې پسې څو نور ډاكټران او د روغتون كاركوونكي هم، څوك په دغه څوك په هغه نامه، تري تم شول او پاتې كسان د "ګوندي ملګرو" له خوا تر "انقلابي څارنې" لاندې ونيول شول. بس په څو ورځو كې ډار او وارخطايي هر لور خوره شوه. هر چا ته چې دې كتل، له خپل سيوري په تېښه كې وه. ټول پر ټولو شكمن وو او هر چا له هرچا ځان ساته. په تېره بيا دى نوى راغلى د اداري مامور، سمېع الله خان همدرد، خو د ټولو په هډو ساړه ورننويستل. دا د خداى بنده، سره له دې چې مازې د مامور په حيث روغتون ته راغلى و، بيا هم داسې په هر چا ورخلقي خلقي كېده، لكه دا ټول روغتون چې يې د پلار په قواله وي. په هرچا چې به يې خوله ورخلاصه شوه، ځاى پر ځاى به يې هم د "ارتجاع ګوډاګى" ترې جوړ كړ، هم "د امپرياليزم". اوس نو كوم و هغه د نر زوى، چې ترې خلاص يې كړي.
له همدې امله ټولو په دې امين كړه چې دا سړى "بې څه" نه دى. په دې وړه څوكۍ داسې په هر چا ورتېره تېره كېدل، خوشې او وړيا نه شي كېداى. ضرور كومه "غټه پايه" لري. ځكه خو ټول ليرې ترې ګرځېدل. د ده هم خداى شته له هېچا سره چندان جوړه نه وه. يوازې له تكنېشن سليم جان سره يې وضعيت يو څه سم و، هغه هم په لومړي سر كې نه، هسې يې وروسته وروسته لكه چې طبع ورسره ولګېده.
طبيعي ده چې دا ټولې خبرې د دې سبب شوې، چې هرڅوك ځان له نويو انقلابي شرايطو سره "عيار" كړي او په خپلو خبرو او كړو وړو كې بدلون راولي. خو ډاكټر مدن لال بيا هم تر ډېره حده هماغه سړى پاتې و. نه يې له خپلو ټوكو چندان لاس اخيستى و، نه يې هم نور كړه وړه له نويو شرايطو سره په لازمه اندازه عيار كړي وو او دا كار يې د نژدې انډيوالانو د اندېښنې سبب و. ځينې ځينې خو يې له دې امله ورته په قار لا وو، سره له دې يې په خوله لاس ايښى و، كه ګوندې خپله واوړي. خو چې دى بيا هم سم نه شو، نو اخر د دوى حوصله هم ورته تمامه شوه. هماغه و، چې ډاكټر افضلي يوه ورځ له ځان سره ګوښه كړ او وار د واره يې ورته وويل:
_مدن لاله! دې خولې ته دې لږ پام كوه.
او چې ده حيران وروكتل، نو هماغسې په كلكه وړاندې پسې لاړ.
_ګوره سړيه!.. دا هغه وختونه نه دي، چې هرڅه دې زړه غواړي، ويې ويلاى شې، دا د خلقيانو حكومت دى، د سرو خلقيانو!.. پوه شوې؟
خو ډاكټر مدن لال بيا هم خبر په ټوكه واړوله:
_پويېږم چې د خلقيانو حكومت دى،. مګر دا په ما پورې څه اړه لري؟
_ څنګه په تا پورې اړه لري؟
_رښتيا وايم.. د خلقيانو يې له ما سره څه؟
او مخكې له دې چې ډاكټر افضلي څه وويلاى شي، هماغسې په ټوكه وړاندې لاړ:
_زه خو شكر هندو يم كنه.. تاسې غوندې مسلمان خو نه يم چې خپل دين راته جنجال شي.. زما يې ستاسې په كمونيسټۍ او اخواني توب څه، ها؟...
ډاكټر افضلي چې ښكاره بې حوصلې شوى و، په قار ورغوڅه كړه:
_دا خوشې چټيات مه وايه سړيه... دا خلقيان دي، خلقيان!.. په دې خبرو دې نه دي ويشتلي، چې هر چا ته يې زړه تنګ شي چاره يې وركوي.
او ډاكټر مدن لال، چې خدازده ولې د ډاكټر افضلي بې حوصلې توب خوند وركاوه، بيا هم هماغسې موسكى شونډې وويل:
_ويم كه خلقيان هم دي، د هندو او مسلمان تميز خو به كوي كنه.. دومره خو به دوى هم پويېږي چې يو هندو اخواني كېداى نه شي. كه څنګه؟
ډاكټر افضلي ته لا قار ورغى، په ملنډو يې تكرار كړه:
_ "د هندو او مسلمان تميز خو به كوې!" هه... دا دومره خلك يې ټول په مسلمانۍ ونيول، ها؟.. دا ټول اخوانيان وه؟
او په داسې حال كې چې تريو تندى يې نېغ د ډاكټر مدن لال سترګو ته كتل، پسې زياته يې كړه:
_هسې خداى خداى كوه چې ګوتو ته ورنه شي.. كه يې يو وار شكنجو ته وركړې، بيا به دغه ته هندو په جار جار چغې وهي، چې تر تا بل غټ اخوانى نه شته!... پوه شوې، كه دې اوس هم سر نه دى خلاص؟
دا ځل مدن لال هم ټوكې پرېښودې، مهربانه يې ډاكټر افضلي ته وكتل، وې ويل:
_پوه شوم انډيواله، بېخي پوه شوم... دوخته لا پوهېدم.
او له لنډې چوپتيا وروسته په اندېښمنه لهجه وړاندې لاړ:
_ګوره ډاكټره! ما ته دا ټولې خبرې رامالومې دي، خو بيا هم... ته ښه خبر يې چې زه د دې ګوند او ګوندبازيو سړى نه يم... نه مې د چا له دولت سره غرض شته، نه له سياست سره... ډاكټر سړى يم خپله ډاكټري ورته كوم، په دې كې به لا څوك څه راسره لري؟.
له دې سره ډاكټر افضلي هم نرم شو، وې ويل:
_ موږ هم نه دي ويلي چې سياسي سړى يې... ما ته ګوره، په هېڅ ګوند كې نه يم. بيا مې هم له ډاره ميرګي نيسي... پويېږې؟، دا بل ډول خلك دي.. خداى دې په ګير مه وركوه. كه يې يو وار ګير كړې، بيا دې څو ګوندي توب او نه ګوندي توب مالومېږي. د وخته به يې لا څرمن درنه كښلى وي... دا خلك سړى اول له تېغه تېروي، بيا يې پوښتنه كوي چې ملامت و كه نه.
ډاكټر مدن لال خدازده ولې بې حوصلې شو چې په لږ لوړ ږغ يې ورغبرګه كړه:
_ ښه، نو څه شى وكم، ها؟
_هېڅ، خپلې خولې ته دې پام كوه، چې يوه بېځايه خبر ونه كې.
_نه مې ده كړې، سړيه.. يوه بېځايه خبره مې هم نه ده كړې، كه مې كړې وي هم، مازې ټوكه به مې كړې وي. هغه هم ونه كم؟
_ هوكنه... اصلي خبره همدا ده چې ټوكو ته دې پام كوه. هسې نه چې په كومه بده بلا ترې واوړې.
مدن لال چې نور هم بې حوصلې شوى و، لالهانده وچونګېده:
_ تر دې خو نو سم راته ووايه چې مړ شه.
او دې ځواب يې د ډاكټر افضلي حوصله هم ختمه كړه. تېره يې وروكتل په ګواښ يې وويل:
_ ډېر بحث ته حاجت نه شه. ته پوه شته او كار دې... چې زړه دې غواړي هغسې وكه، خو دومره درته وايم چې ما، دا دى د ټولو په نمايندګي غاړې درباندې خلاصې كړې، بيا ونه وايې چې چا نه وو راته ويلي.
او چټك له كوټې څخه د وتو په نيت وخوځېد، خو وره ته يې لا نه و رسېدلى، چې مدن لال پسې ږغ كړه:
ډاكټره!
او چې ډاكټر افضلي ودرېد، ورغى، ټينګ يې په غېږ كې ونيو، وې ويل:
_ خير يوسئ، چې دومره غم مې درسره دى.
ډاكټر افضلي په خواخوږۍ ورته وموسل. بيا يې د ډاكټر مدن لال سترګو ته وكتل چې اوښكې په كې راټولې وې، نرم يې په اوږه كښېكښود او دغسې چوپه خوله ترې ووت.
له ډاكټر افضلي سره ږغېدو د ډاكټر مدن لال په وضع كې يو څه نور بدلون هم راوست، هسې خو يې پخوا هم د خلقيانو له راتلو سره ټوكې لږې كړې وې، خو اوس يې هغه د چا خبره هر كار په اوداسه كاوه. سره له دې چې سړى له ورايه پرې پوهېده چې څومره له دې كبله ځورېږي، بيا يې هم انډيوالانو په خوښۍ سره ليدل، چې ډاكټر مدن لال اوس په لا ډېر زيار خپلې خولې ته پام ساتي. مازې وخت ناوخته به بيا هم كومه بې سوره غوندې ټوكه ترې وشوه. خو دا كار به يې يوازې هغه وخت وكړ، چې لومړى به يې هېڅ طاقت ونه شو او دويم به ښه ډاډه و، چې په نژدې شا و خوا كې له "خلقي ملګرو" څخه څوك نه شته. او بېخې ټوكې پرېښودل يې د يوې "تاكتيكي محاسبې" له مخې خپله هم نه غوښتل ده باور درلود، چې كه يو دم له ټوكو لاس واخلي او يومخ بل سړى شي، نو ارو مرو به خلقيان پرې شكمن شي چې دا سړى ولې داسې يو دم چوپ شو؟ ضرور كوم پسات په كې شته! له همدې امله يې له ځان سره پتيېلې وه، چې ورو ورو او په تدريج سره دا كار وكړي، هم به يې خپل زړه له خپګانه نه وي چودلى، هم به هرڅه ټولو ته عادي او نورمال برېښېدلي وي. خپل دا فكر يې څو ورځې مخكې ډاكټر نصرت ته هم بيان كړى و، د هغه هم ورسره خوښ شوى و، مازې دومره يې په پاى كې ورته ويلي وو، چې بيا هم له احيتاطه كار واخلئ.
په دې ډول كارونه ورو ورو مخ په سمه روانېدونكي وو، چې اخر هغه سهار وختي هم راورسېد. ډاكټر مدن لال د هر وخت په شان د ناروغانو د ناروغيو رپوټونه په لاس، كوټه په كوټه ګرځېده. دومره ناروغان يې لا نه وو ليدلي، چې د اداري سركاتب عبدالصبور خان مخې ته ورغى. تريو تندى او نيولې څېره يې ګېډه ټينګه په منګولو كې نيولې وه. د خوږو له زوره يو مخ ستمېده، چې ده ته راورسېد، دستي يې ترې وپوښتل:
_ څه پېښه ده صبور خانه!... څنګه داسې تاو وپېچ كېږې؟
عبدالصبور خان منګولې لا په ګېډه ټينګې كړې، زهير وچونګېده:
_پوپښتنه يې مه كوه ډاكټر صېب... له پښو ولوېدم.
_ولې؟ ... خير خو دى؟
_ نس مې ډېر راته خوږېږي.. درسته شپه په عذاب وم، له نيمې شپې راهيسې مې سترګې نه دي ورغلي.
ډاكټر مدن لال په خواخوږۍ سر ورته وخوځاوه، د سركاتب ګېگډې ته يې وكتل، وې ويل:
_ حتماً به څه شى بد درباندې لګېدلى وي.. بېګا دې څه شى وخوړل؟
_ نه پويېږم صېب... چېرته مېلمه وم، خدازده څه زهر او زقوم مې وخوړل چې داسې مې په خېټه كې كاڼي شول، هېڅ نه هضمېږي.
او بيا له درده وستمېده، خو ډاكټر مدن لال په كټكي پرې وخندل:
_زوروره! ډوډۍ كه د بل وه نس خو دې خپل و كنه... چې ډوډۍ وړيا شي، سړى به ځان پې وژني؟
بيا يې د عبدالصبور خان ګېډه څو ځايه كښيكښوده، وې ويل:
_راځه!
او مخكې شو، سركاتب هم دغسې ناارمه ورپسې وخوځېد، چې لا براتوار ته ورسېدل. مدن لال په كيڼ ګوټ كې ولاړې المارۍ ته ورغى. دوه د تابليتو پاكټونه يې ترې راوويستل، بېرته ده ته راغى، وې ويل:
_واخله!... دغه د هضميت ګولۍ دي، دا نورې هم د خوږو لپاره دي... يوه يوه دانه يې همدا اوس دستي وخوره، كه يې فايده ونه كړه، يو سات پس ته يوه بله د هضميت ګولۍ هم وخوره... او ګوره.. باديګر د بل په ډوډۍ ځان مه وژنه. پوه شوې؟... ځه زياتې.
عبدالصبور خان زهير ورته وموسل، دوه تابليته يې په هماغه لابراتوار كې له ستوني تېر كړل. وروسته له هغه يې له ډاكټر مدن لال څخه مننه وكړه. بېرته ترې رهي شو. شېبه پس دى هم دالېز ته پسې راووت، چې له ليرې يې سركاتب بيا هم دغسې په عذاب روان وليد، په زوره يې ورږغ كړه:
_ګوره صبور خانه! تا ته وايم!
او چې هغه تر شا وروكتل، هماغسې په لوړ اواز يې پسې زياته كړه:
_ چې دباندې ووتې، يو څو نه راستنېدونكي تېزونه هم واچوه... روغ رمټ به شې!.
له دې سره په دالېز او نژدې شا و خوا كوټو كې خلكو وخندل. سركاتب هم په زحمت خوله جينګه كړه، له څو واره سر څنډلو وروسته بېرته رهي شو.
ورځ د معمول په شان تېره شوه. خو په دا بله ورځ ډاكټر مدن لال بې له كومې مخكېنۍ خبرتيا كار ته رانه غى. نه يې د ناروغۍ پاڼه راولېږله، نه يې د عادت پرخلاف د خپل نه راتګ چا ته څه ويلي وو. همكاران يې لږ حيران شول خو دومره رى يې په كې نه واهه، ځانونه يې په دې قانع كړل چې ښايي كوم ناڅاپي كار ورپېښ شوى وي او دى يې د احوال وركولو ته نه وي پرې ايښى. خو چې په دا بله ورځ يې بيا هم درك نه شو مالوم، نو ورو ورو دوى ته هم اندېښنې ورپيدا شوې. په اوسنيو شرايطو كې داسې تري تم كېدل؟... څه داسې خبر نه وه چې سړى په كراره پرېږدي. هماغه وو چې د دوى زړونو هم بې اختياره بدې ګواهۍ پيل كړي، چا و چا خو لا خدازده څه څه خوبونه ورته وليدل. غرمه مهال اخر د ډاكټر افضلي طاقت ونه شو، دې نورو ته يې وويل چې كه ډاكټر مدن لال نن هم روغتون ته رانه غى، ضرور به يې مازديګر كاله ته ورځي او درك به يې مالوموي. خو دوى لا په همدې چورتونو كې وو، چې مدن لال يو ناڅاپه راپيدا شو، هغه هم روغ رمټ. تر ټولو مخكې ډاكټر نصيري وليد. وارخطا وروړاندې شو چې پوښتنه ترې وكړي، خو ډاكټر مدن لال مازې ترخه ورته وموسل. دغسې چوپه خوله د سرطبيب كوټې ته ترې ننووت. چې بېرته راووت، هم ورته نه ودرېد. بس دومره يې ورته وويل چې:
_اوس نه.. بيا پس ته.
او هك حيران ډاكټر نصيري يې پر خپل ځاى ولاړ پرېښود. پاتې ورځ يې هم په كار مشغوله تېره كړه. رخصتي ته ايله نيم ساعت پاتې و، چې د ډاكټر نصرت په كوټه كې سره يوازې شول، دوى هم سمدستي ترې وپوښتل.
_ خير خو و ډاكټره... څنګه داسې يو دم ورك شوى؟
مدن لال پيكه خوله ټولو ته وكتل، وې ويل:
_ږغ مه لره چې بلا وه بركت يې نه و... هسې خداى بچ كړه.
او په لنډ ډول يې ټوله كيسه ورته وكړه، چې څنګه وړمه شپه د اګسا خلكو (د انقلاب د ګټو ساتندويه اداره، يا د نور محمد تره كې استخبارات) له كاله ويستلى او له ځان سره بېولى و او بيا يې هلته څنګه او څومره په ټولو ډبولى و. له دې سره يې لمن پورته كړه، ملا او ډډې يې دو ىته وروښودې چې يومخ تغمې تغمې وې، پسې وې ويل:
_كوناټي او لينګي مې تر دې لا بتره دي.
ډاكټر نصيري بې اختياره وپوښتل:
_نو وې نه ويل چې ولې؟
ډاكټر مدن لال ترخه ورته وخندل:
_ويلي يې د ثور پرتمين انقلاب ته مې سپكاوى كړى.
او چې دوى حيران وويل:
_ هن؟!
د خپلې خبرې په روښانتيا كې يې پسې زياته كړه:
_ ابله ورځ سركاتب صبور خان راغى ډېر په عذاب و نس يې خوږېده. ګولۍ مې وركړې، ورته ومې ويل چې يو څو نه راستنېدونكي تيزونه هم واچوي. بس همدا خبره يې راته بانه كړه.
دې خبرې ټول بې اختياره وموسول. خو ډاكټر افضلي بېرته تندى تريو كړ، په منت ناكه لهجه يې وويل:
رښتيا وايې كنه... نه راستنېدونكى خو دوى د ثور انقلاب ته وايي. تا بيا په تيز باندې څنګه دا نوم ايښوده؟
ډاكټر مدن لال، لكه ملامت ماشوم، ځوړند سر ورغبرګه كړه:
_خوشې مې خولې ته راغله.. زه څه خبر وم چې ټوكه به راته مټاكه شي؟
ډاكټر نصرت وپوښتل:
_ چې څنګه يې بېرته راخوشې كړى؟
مدن لال وويل:
_ هسې خداى فضل راباندې وكه... ويلي يي، موږ خبر يو چې له انقلاب ضد بانډونو سره تړاو نه لرې، ځكه مو دا ځل مازې غوږونه درتاو كړل، چې باديګر داسې رذالتونه ونه كې، خو كه درپوه شوو چې نور پسات هم دركې شته، بيا به دې نو موږ هم ښه سم خوښ شو!
او د دې نورو غوندې په چورتونو كې ډوب شو. اخر ډاكټر افضلي چوپتيا ماته كړه. هماغسې قارجن يې مدن لال ته بيا منت پيل كړ:
_په خوله مې درته وويل چې دې خولې سره دې پام كوه، پام كوه... خو نه، هېڅ اثر يې درباندې ونه كه. لكه دېوال ته چې مې ويلي وي.. اوس دې وليدل چې څه يې دروكړه؟
بيا چوپ شو، چې قار يې سره كښېناست، نرم او د نصحيت په دود وړاندې لاړ:
_ خير.. دا ځل خو بچ شوې، په اينده كې پام كوه.
بيا يې دې نورو ته مخ ور واړاوه پسې زياته يې كړه:
_ بايد ټول له احتياطه كار واخلو. دا وخت د بېځايه خبرو نه دى، خداى مه كه په داسې بلا به اوښتي يو، چې بيا به خپله هم ورته حيران يو.
ډاكټر نصيري سر وګراوه، سرګردانه يې لكه له ځان سره چې ږغېږي، وويل:
_ چې دا به د چا پسات وي؟
ډاكټر افضلي ورغبرګه كړه:
_ نو بل به يې لا څوك وي سړيه... زه خو يې د همدې سمېع الله خان كار بولم.
چې ټولو ورسره ومنله، ډاكټر نصرت بيا قارجن پرې ورزياته كړه:
_اها... اوس رامالومه شوه چې دا د خنزير بچى ولې داسې په هر چا وربرګ برګ كېږي.
ده ته هم ټولو سر وخوځاوه، هماغه وو چې په يوه سلا يې پرېكړه وكړه، چې سبا به كار ته له راتلو سره سم، خپل ټول باوري انډيوالان د سمېع الله همدرد د اګسا له غړيتوبه خبروي او ترې غواړي به چې ليرې دې ترې ګرځي. يو بل كار هم وشو. هغه دا چې، ډاكټر مدن لال هم له دغې ورځې وروسته په نژدې انډيوالانو كې په "نه راستنېدونكي مدن لال" مشهور شو.
په دا بله ورځ چې روغتون ته راغلل، نو رښتيا يې هم سملاسي د خپلې پرونۍ پرېكړې په عملي كولو لاس پورې كړل، هر چا ته چې يې هر باوري انډوال يوازې په ګير ورغى، د سمېع الله همدرد په باب يې خبردارى وركړ او ترې وې غوښتل چې پام دې ورسره كوي. ډاكټر مدن لال خپله لابراتوار ته ورغى. چې له تكنېشن سليم جان سره يوازې شو، لومړى يې د هغه د پوښتنې په ځواب كې خپله ټوله كيسه ورته وكړه، بيا يې ترې وغوښتل چې د اداري څانګې له سمېع الله خان همدرد څخه دې ځان ژغوري ځكه چې د اګسا غړى دى او د ټولو په باور دى هم، هغه په ګير وركړي. سليم جان لكه هېڅ چې يې زړه ته نه وي لوېدلي، حيران وويل:
_ څه و..ا..يې!.. سمېع الله خان؟!
او چې ده ورته "هو" كړه، نو ډېره مننه يې ترې وكړه، چې دى يې هم پرې خبر كړ. بيا يې ټينګه وعده وركړه چې ضرور به ځان ترې ساتي. خو چې مدن لال ترې ووت، په ارامه يې اوږده ساه وكښه او راضي يې له ځان سره وموسل، چې راز يې تر اوسه لا چا ته نه و رسوا شوى.
لفبړا، انګلستان
1999/3/17م كال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery