مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سپوږمۍ سترګه

زما د نيا راتلو ته به ټول كور خوشاله و. زما خوښي خو بيا تر ټولو ډېره وه. علت يې هم ښكاره و. زه پوهېدم چې د هغې له راتلو سره زما د ژوند تر ټولو خوږې شپې ورځې پيلېږي. د نازونو او نازولو شپې ورځې، د مور و پلار له منته بېغمه د شوخيو او سات تېريو شپې ورځې، او دا وړې په تودو شپو كې پر بام د ويدېدلو، د نيا پر ورانه باندې سر ايښى له ستورو ډك اسمان ته د وركتلو او د شپې تر ناوخته د هغې د خوږو كيسو د اورېدو شپې ورځې.
هسې خو مې نيا په نور كال كې هم وخت ناوخته راپېښېده، خو دا راتګ به يې مازې د دوو، درو شپو و، چې هغه به يې هم اكثره زما له مور سره په خپلو ضروري خبرو تېر كړ. خو د توتو ټولولو پر وخت به دوه درې شپې نه، بلكې بشپړې پنځه- شپږ اونۍ راكره راغله. دا وخت به زموږ په باغ كې كار ډېر و. دومره ډېر چې ان مور به مې لا له ابا سره باغ ته تله، چې تر تياره ماښامه توت ورسره ټول كړي. ښكاره ده چې زه او زما وړوكى ورور يې په كور كې يوازې نه شوو پرېښودلاى. باغ ته يې هم نه ورسره بېولو، چې بيا مو د دوى خبره له كاره ايستل. هماغه وو چې نيا به يې زموږ پالنې ته راوغوښته، هغې هم له خدايه همدا غوښتل، ځكه په دې ډول به هغې ته هم له موږ سره د څو اونيو تېرولو موكه برابره شوه.
دغه كال هم همداسې وشول. چې د تولو ټولولو وخت راورسېد، نيا ته مې يې احوال وركړ. دوې ورځې پس هغه هم مازديګر قضا مهال راورسېده. تر هرچا دمخه يې ما ږغ واورېد. له هماغه دباندې ځايه يې رانارې كړې:
_ لال بسى، وه لال بسى!!...
له دې سره ما هم بې اختياره چغې كړې:
_ انۍ!، انۍ!... انۍ مې راغله!.
او خوشاله مې له سرايه وروځغستل. چې ورورسېدم، ټينګ مې يې ډنګر لينګي په غېږ كې ونيول، دومره مې دېخوا اېخوا وځنګوله، چې نژدې مې "درب!" پر مځكه راغورځولې وه. انۍ مې وارخطا لاس دېوال ته تكيه كړ. په خندا يې وويل:
_ مه كوه زويه چې غوځاره دې كړم.
او ويړه خوله راټيټه شوه "چړپ!... چړپ!" يې دواړه غومبوري په پسته كنډاسه خوله رامچ كړل. بيا يې د لاس غوټه پر مځكه كښېښوده. ټينګ يې په غېږ كې ونيولم. په همدې ترڅ كې مې مور و پلار هم راورسېدل. د ستړې مشې له ور سره كولو وروسته ټول، په داسې حال كې چې ابا مې يې غوټه ورسره رااخيستې وه، كاله ته ننوتو. په كوټه كې يې د پخوا په شان څنګ ته كښېناستم.
نيا مې له مور و پلار څخه د حال احوال پوښتنه وكړ. بيا يې، په داسگې حال كې چې ورو ورو زما پر سر لاس راكښود، څو شېبې نورې هم په دېخوا اېخوا خبرو ورسره تېرې كړې. وروسته له هغه يې زما له مور څخه وغوښتل چې غوټه يې ورته راواخلي. خو مور مې لا له ځايه نه وه خوځېدلې، چې ما ټوپ كړل، د كوټې له كونجه مې يې ښايستوكې غوټه ورته راوړه او له تمو ډكې سترګې مې نېغې ورته ونيولې. نيا مې راپوه شوه. په كټكي يې وخندل، سم د لاسه د غوټې په خلاصولو لګيا شوه. چې خلاصه يې كړه، زما د زړه درزا هم زور واخيست. نه، ګومان مې نه و غلط. نيا مې دا ځل هم ښايسته ډېرې نينې او سرې او سپينې او ژېړې او شنې پتاسې ورسره راوړې وې! لا مې دغسې سراښې (حريصې) سترګې هغو ته نيولې وې، چې نيا مې يو ډك موټ په لمن كې ترې راواچول. خو زه په دومره نه وم قانع، خپل موټ مې هم ترې راډك كړ او بيا نو دغسې په تراټ، زما د مور په منت او د نيا او ابا د خندا په كړس كې، له كوټې ووتم.
ماخوستن چې ځايونه پر بام هوار شول او ټول په خپلو ځايونو كې ورته وغځېدو، زما هم ډېر طاقت ونه شو، په شوق د نيا ځاى ته وروڅكېدم، ومې ويل:
_ انۍ.... وه انۍ!
_ څه وايې زويه؟
_ كيسه... يوه كيسه.
نيا مې مهربانه راته "ښه" كړه، پسې وې پوښتل:
_ د څه شي كيسه؟
او چې ما وويل:
_ د ښاپېريو كيسه.
دې هم له لږ سوچ وروسته د يوې داسې ښكلې ښاپېرۍ كيسه راته پيل كړه، چې له ډېرې ښكلا يې د اوبو څاڅكي په مرۍ كې مالومېدل.
زما د نيا زښته ډېرې كيسې زده وې. يو مخ بېلابېلې او يوه تر بلې په زړه پورې. د فتح خان او رابيا او ادم خان او درخانۍ له كيسې رانيولې بيا د كوهْ قاف د ښاپېريو، تورو او سپينو دېوانو، او اووه سري ښامارانو تر كيسو پورې، چې له خولو يې اورونه بادېدل او غرونه او ځنګلونه يې په مازې ساه پې وركښلو ايرې كول. د خردجال او جوج ماجوج له كيسو رانيولې بيا د مځكې او بنيادمو د جوړښت او د اسمان د بېلابېلو تبخو (طبقو) او د هغوى په ورونو كې د ولاړو ملايكو تر كيسو پورې، چې شيطان لعين اسمان ته ورختو ته نه پرېږدي او هر وار چې هغه لعين دا هڅه وكړي، دوى يې د ستورو په كاڼو وولي او بېرته يې لاندې ترې راواچوي. ان د محشر او قيامت د ورځې او جنت او دوزخ كيسې لا ورمالومې وې. او دا، همداسې ښه وه، ځكه د هغې له رويه اوس زه هم په ښايسته ډېرو شيانو پوهېدم. مثلاً زه پوهېدم چې دا څلور كونجه دنيا ټوله د يوه لوى غوايي پر ښكر ولاړه ده؛ دا ښكر بيا پر يوې لويې ګارې ايښې او دا لويه ګاره هم د يوه غټ كب پر ملا پرته ده، چې هغه بيا خپله د زښته ډېرو اوبو په منځ كې لامبي. زه پوهېدم چې مثلاً زلزله ولې كېږي، ته وايه څنګه؟ ډېر ساده:
كله چې د دې غويي يو ښكر، چې دا ټوله دنيا ورباندې ولاړه ده، ستړى شي، نو بيا څه شى كوي؟ دا هم ډېر ساده: دا څلور كونجه دنيا خپل ابل ښكر ته ورغورځوي او د دې كار په كولو سره خو نو مالومداره خبره ده چې دا ټوله دنيا هم ولړزېږي او زلزله وشي. ښكاره ده چې د دې لړزېدو له امله به دا ټوله دنيا د وخته لا نړېدلې واى. خو له ښه مرغه خداى پاك د غرونو لوى مېخونه وركې ټك وهلي او همدا د غرونو لوى مېخونه دي، چې مځكه يې ټينګه رانيولې او نړېدو ته يې نه ورپرېږدي. ماته اوس ان دا هم رامالومه وه، چې موږ ټول بنيادمان له خاورو جوړ يو. دا خبر خو مې يوه ورځ خپله لا حيران راباندې راټولو همزولو ته ثابته كړه. بې له دې چې نيا مې راښودلې وي. اوه چې څومره په ځان ووياړېدم. كاشكې تاسې هم راسره واى، چې د دوى هك پك مخونه مو ليدلي واى! ټول مې خړ پړ په ځاى كښېنول! ښه مې په ياد دي، د خوړ څنګ ته پر لويه پرښه سره ناست وو. ما د بنيادمو د جوړښت كيسه ورته كوله، چې ورته ومې ويل چې موږ ټول له خاورو جوړ يو. شكمن يې يو بل ته سره وكتل، ماناداره غوندې يې سره وموسل. زموږ د ډم زوى، جلاتي خو راپورې ولا خندل. لكه خوشې دروغ چې ورته وايم. دې كار يې وينې راكې په غورځنګ كړې. زما دنيا په خبر كې شك؟ هغه هم د دې تيزن جلاتي له خوا؟... نه!... په هر ډول چې وي، بايد چاره مې يې كړې واى. هماغه وو چې قارجن مې د دوى جينګې خولې له نظره تېرې كړې، له لږ سوچ وروسته مې وويل:
_ نې (نه يې) منئ؟
دوى وويل:
_ نه!
ما ويل:
_ نې منئ؟
دوى ويل:
_نه!
ما بيا وويل:
_ نې منئ؟
او چى دوى بيا وويل:
_ نه!
ما هم چټك لستوڼى بډ واهه، د دوى ټولو په مخ كې مې خپل مړوند څو واره ښه كلك وګراوه. چې ليكې ليكې خاورې پرې راپستې شوې، هماغسې قارجن مې مړوند دوى ته ونيو، پرې وربړچ مې وهل:
_ دا چگي شى دى، ها؟...
دوى چې زما په خاورو خړ مړوند وليد، سره تلولي غوندې شول. خو لكه چې بيا يې هم سمه زړه ته نه وه لوېدلې، ځكه يې ژر ژر خپل مړوندونه هم وګرول او چې د دوى پر هغو زما تر مړوند لا ډېرې خاورې راپستې شوې، نو دوى ته هم بله چاره ورپاتې نه شوه، بې له دې چې دغسې ژېړې سترګې غلي پر ځاى كښېني. له دغې ورځې وروسته نو بيا چا زما په خبر شك ونه كړ. ما هم، هره شپه چې مې نيا كومه كيسه راته كړې وه، په دا بله ورځ شا و خوا راباندې راټولو همزولو ته په مزه مزه اوله خاصو ډمامو په ډك انداز اوروله. يو څه مالګه مې له خپله ځانه هم پرې دوړوله. خو اوس چې مې دوى ته بنيادم د جوړښت غوندې ګرانه خبر ثابته كړې وه، نو كومه و هغه د نر زوى، چې څه په كې ووايي!. بس ټول به راته غوږ غوږ وو او له ستاينو په ډك نظر به يې راكتل، چې تر دوى ټولو په ډېرو شيانو پوهېدم. ما هم خداى شته من من غوښې پرې اخيستې. هم پر دوى باندې د بروالي او هم پر دوى د خپل دومره لوى تاثير له امله. په تېره بيا چې د محشر د ورځې او جنت او دوزخ كيسې به مې ورته كولې. دې كيسو نه يوازې پر دوى، بلكې پر موږ ټولو خپل خاص اغېز لاره. كله چې به مې د جنت د ښكلو باغونو او چمنونو، په كې ناستو راز راز مرغانو او تر شاتو لا د خوږو مېوو او له شيدو او شاتو څخه د ډكو ويالو كيسې ورته راواخيستې، نو زما غوندې به د دوى زړونه هم ورته مښي مښي شول او خولو به مو اوبه ورته وكړې. او د دوزخ كيسو خو به ځاى پرځاى غوني راوتښتول.
د هغه د غټو او ژورو تنورونو، په كې د بلو اورونو كيسو چې لمبو يې كاڼي ويلي كول، او د دومره ډېرو مارانو او لړمانو د چيچلو او د سره اور په ګرزونو باندې د وهلو_ ډبولو كيسو به داسې له ډاره ولړزولو، چې بې اختاره به مو په خاورو سپېرې كړې ګوتې د پزو پر سرونو راوكښلې او په توبو توبو به مو له خدايه وغوښتل چې ترې ومو ساتي.
ښكاره ده چې په دې دومره پوهې وياړېدم. او د دې خبرې كولو ته خو نو حاجت هم نه شته، چې دا ټولې كيسې به نه واى رامالومې، كه مې نيا نه واى راته كړي.
دغه شپه هم، چې د ماښام له ډوډۍ وروسته بام ته راووتو او هر څوك په خپل ځاى كې پرېووت، زه د نيا ځاى ته ورغلم، سر مې د هغې پر مړوند كښېښود. څو شېبې مې دغسې پاس اسمان ته وروكتل، چې نن يې د ستورو ځلا د بشپړې راختلې سپوږمۍ رڼا يو څه ورتته كړې غوندې وه. وروسته له هغه مې بېرته نيا ته مخ ورواړاوه، يوه كيسه مې ترې وغوښته. چې دې وپوښتل:
د څه شي كيسه؟
ما هم ورغبرګه كړه:
_ د كيامت كيسه.
د قيامت د نامه اورېدلو خدازده ولې خواشينې كړه، ګرومجن يې وويل:
_ هى، هى... پوښتنه يې مه كوه زويه چې ډېر تريخ ساهت (ساعت) يې دى.
او ديوه ساړه اسوېلي له كښلو سره ژورو اندېښنو يووړه. بيا يې لكه له ځان سره چې ږغېږي، هماغسې اندېښمن پسې وويل:
_روزي ماشر كې جان ګودا...ا..ز بو وَد. اولين پورسيش از نه... ما... ا... ز بو وَد.
(روز محشر كه جانګداز بود اولين پرسش از نماز بود)
زه مې دنيا په پاړسي چندان پوه نه شوم، خو څه مې ونه ويل. ما ويل مه يې كوه په خپله خوښه وړاندې لاړه شي. له ښه مرغه دې هم ډېر ونه ځنډولم. په داسې حال كې گچې ګوتې يې زما په وېښتو كې ښخې كړې وې او نرم نرم يې زما سر پرې ګراوه، وړاندې پسې لاړه:
_ وايي په دغه ورځ به لمر مازې يوه نيزه پر سر جګ ولاړ وي، زويه.... خلك به تر زنې په خپلو خولو كې ډوب وي. او د سر ماغزه به يې د اوبو غوندې په كوپړيو كې خوټېږي. مځكه به هم سره تبۍ وي... موږ به ټول د خداى پاك په اوزور (حضور) كې ولاړ يو، د هر چا املنامې (عملنامې) به يې مخې ته ورته ايښى وي. كه چا په دې دونياښه كړي وي كه بد، ټول به په كې ليكلي وي، زويه...
ما چې دا ټول شيان د خپل ذهن په سترګو ليدل، ناڅاپه مې ورغوڅه كړه:
_ نو دا ټول شيان څوك په كې ليكي، انۍ؟
_ ملايكې يې ليكي، زويه، ملايكې!.
او چې ما حيران وويل:
_ ملايكې؟
نرم يې وخندل، وې ويل:
_ هو زويه... وايي د هر بنيادم پر اوږو دوه ملايكې ناستې دي، يوه پر ښۍ اوږه، بله پر كيڼه اوږه. د ښۍ اوږې واله يې د سړي ښه كارونه ليكي، د كيڼې واله يې بد كارونه.
ما بې اختياره لاس اوږې ته ورووړ، خو نيا مې په خندا وويل:
_ نه زويه، ملايكې څوك په لاس نه شي رانيولاى، هغوى له نوره جوړې دي، موږ بنيادم يې نه ليدلى شو، نه نيولى.
زه له خپل كاره لږ خړ غوندې شوم. شرمندوكى مې لاس له اوږې ايسته كړ او د نيا خبرو ته غوږ شوم، چې پسې زياته يې كړه:
_خو له دې ټولو خبرو مخكې بايد اخر زمان راشي زويه. او اخر زمان هم تر هغو نه راځي، چې څو يې اول الايم (علايم) نه وي راغلي...
له دې سره يې بيا لږ خواشيني په ږغ ورګډه شوه، اندېښمن يې پسې وويل:
خداى مې دې غاړې نه بندوي، ځينې الايم خو يې دغه اوس لا راغلي... زه چې دې خلكو ته ګورم...
او د يوه ساړه اسوېلي په كښلو يې خپله خبر نيمګړې پرېښوده. خو ما ډېرې چوپتيا ته پرې نه ښوده، ترې ومې پوښتل:
_ څه الايم؟
نيا مې لنډ په څنګ راوكتل، هماغسې اندېښمنه وړاندې لاړه:
_ هو زويه! نو وايي چې په اخر زمان كې به خلك ډېر بې لمازه شوي وي. بې لمازه څه چې په دين به شرمېږي لا!، توبه خدايه، توبه... وايي د مال او دولت مينه به زښته په كې ډېره شوې وي. دومره ډېره، چې له دين او ايمانه به پرې تېر وي... شرم او حيا به يو مخ له خلكو كوچېدلى وي. ښځې به له مېړونو حيا نه كوي او كشران له مشرانو... وايي په اخر زمان كې به ښځې د نرو ډول كوي، نر د ښځو. خداى مو دې ترې وساتي زويه. په ښار كې خو همدا اوس لا دغه حال دى. د ښځو وېښته تر څټه رالنډ دي او نر بيا درګرده لګيا دى، خپلې څڼې ورته اوږدوي. څو يې مخې ته ورنه شې له شا به يې نه نر وپېژنې، نه ښځه... وايي په هر كاله كې به سازونه غږېږي، داشى خو يې اوس ان كلو ته لا راغلى، چې هر كاله ته ورشې، همدا رادوګانې (راډيوګانې) دي، چې په كې چالانه دي، همدا د سازونو درنګ و درونګ دى، چې په كې جوړ دى... زه خو چې دې ټولو الايمو ته ګورم زويه، اخر زمان تيار راغلى بوله، بس مازې د خر جدال او جوج و ماجوج راتله لا پاتې دي....
او د خردجال او جوج و ماجوح كيسه خو يې نو ما ته هم رامالومه وه، چې دومره غټ خر يې دى، چې له غرونو او سيندونو څخه په مازې پښه اړولو تېرېږي او د وېښتو هر تار يې اويا زره سازونه ږغوي؛ هغه هم داسې خوندور چې په مازې اورېدو يې خلك بېسده كېږي. خرشنه يې هم د سرو زرو غوندې برېښي، چې ترې راولوېږي، هرڅوك د سرو زرو په تمه ورمنډې كړي، خو چې راوايې خلې نو سره زر نه، بلكې مازې خرشنه يې رااخيستي وي. خو په دې كار يې ايمان هم له سره الوتى وي او كاپر له دنيا تېر شي. زه پوهېدم چې خردجال همدا اوس- اوس د كوهْ قاف په يوه غار كې د خپل خره د ځل په ګنډلو لګيا دى. كرۍ ورځ يې په همدې كار تېره شي، ماښام چې ستړى ستومانه د ځل له ګنډلو راخلاص شي، نو خوشاله ووايي چې: "سبا به له خپل خره سره پې وروزم". خو چې "خير!" يې نه وي ويلى، نو سهار چې ګورې د خره ځل يې ټول بېرته جړانګې بړانګې شوى وى. هماغه دي چې دى هم بېرته د ځل په ګنډلو لګيا او خلك ترې خلاص شي. دا كار ان د قيامت تر شپې پورې همداسې روان وي، خو د قيامت په شپه دى هم ووايي چې سبا به "له خيره!" پې وروزم. له همدې كبله يې په دا بل سهار، د "خير" ويلو له بركته، د خره ځل نه وي ټوټې- ټوټې شوى او دى هم په خپل خره سپور له غاره پسې راووزي.
او بل يې دا جوج ماجوج دى، چې په "چين ماچين" كې د يوه لوى او پرېړ اوسپنيز دېوال شاته بند پاتې دى. دا بلا يې بيا دومره واړه دي، چې ان د يوې وړې ترخې سيوري ته يې لا په زرګونو تنه پراته وي او خپل ټوپكونه يې بېغمه د ترخې پر څانګو ورته ځړولي وي. خو له دې ټول ووړوالي سره يې شمېر بيا دومره د خره له مرګه ډېر دى، چې همدا پنډ اوسپنيز دېوال، چې دوى يې شاته بند دي، بس په مازې يوه ورځ كې په څټلو څټلو د يوې پاڼې غوندې نرى كړي. دومره نرى، چې ماښام ان د دېوال ابله خوا ترې ښكاري، خو ددوى خوله هم خداى شكر د "خير" په ويلو ماته كړي، ځكه نو دوى هم، ماښام چې له خپله كاره راخلاص شي، مازې ووايي چې: "سبا به دا پاتې برخه هم وڅټو او بيا به نو پر خلكو ورخوشې كېږو". خو سهار چې ګورې نو دېوال د خداى په حكم بېرته هغومره پنډ شوى وي، لكه پرون چې و. په دې ډول دا كار هم د قيامت تر شپې پورې همداسې روان وي، خو د قيامت په شپه اخر دوى هم "خير" ووايي. هماغه دى، چې دېوال په دا بله ورځ بېرته پنډ نه شي او دوى يې د پاتې برخې له څټلو وروسته په خلكو راخوشې شي او ټول كلي او ښارونه رېز مرېز كړي...
زه لا په همدې چورتونو كې ډوب وم، چې ناببره مې له شا و خوا بامونو څخه ګونګوسى تر غوږ شو. حيران مې غوږونه څك كړل او چې نيا مې وويل: "سپوږمۍ يې نيولې" او په توبو او زاريو سر شوه، ما هم چټك پاس وكتل. عجيبه وه، سپوږمۍ رښتيا هم بل ډول مالومېده. تك سپين مخ يې اوس ژېړبخونه سره لمبه كوله. لكه چا چې رنګ ورشيندلى وي. وارخطا مې نيا وپوښتله، خو هغې د ځواب پرځاى ژر ژر كلمه درسته كړه، تلولى يې وويل:
_ هله زويه! كليمه درسته كه چې خداى پاك راباندې ورحمېږي... ګوندې ستا له رويه راتېر شي.
ما هم كلمه درسته كړه، ژر ژر مې څو توبې وويستې، خو بيا مې هم طاقت ونه شو. بيا مې نيا وپوښتله، هماغسې تلولى يې راغبرګه كړه:
_ كله چې د خلكو ګوناوې له حده واوړي زويه، نو خداى ورته په قار شي. وايي خپل اسمان پې نړوم. خو سپوږمۍ ورته ژاړي او زارۍ ورته كوي، چې پې ورحمېږي، ځكه يې سترګه له ژړا تكه سره واوړي.
او بېرته په توبو او زاريو سر شوه. دې ځواب مې يې هډونه راولړزول.
اسمان راباندې رانړوي؟!... پر موږ ټولو باندې؟!... بيا خو نو ترې لاندې كېږو كنه؟!.. زبون وهلى مې بيا سپوږمۍ ته وروكتل. سور رنګ يې نور هم سور شوى و. تيار لكه د يوې ژړېدلې سترګې غوندې، چې ښه ډېر يې ژړلي وي. شېبه پس خو يې بېخي زما د نيا د پرتاګه رنګ واخيست. "توبه خدايه، توبه..." بېرته په توبو سر شوم.
د خلكو ګونګسي لا زور پسې واخيست. اوس مې يې له ورايه توبې او زارۍ سهي كولاى شوې. زما مور و پلار هم راويښ شوي وو، هغو هم خپلې توبې له دې نورو سره ګډې كړې. زموږ د ګاونډ، تورا باز اكا، ښځه، بيا ورانه شوې وه، ان زموږ تر بامه يې ږغ راته، چې درګرده يې همدا "عف...فگ...فگ...! عف....فگ....فگ!...عف...فگ.... ف...ف..." كول. خواښې او مېړه يې په زاريو له پېريانو څخه غوښتل چې بېرته يې خوشې كړي، خو هغوى نه خوشې كوله.
په همدې تر څ كې د ملا صېب ږغ له مسجده اوچت شو. خو اوس يې اذان نه كاوه، څه نور څه يې ويل چې زه نه پرې پوهېدم. مازې به يې هرڅو شېبې پس په كې وويل: "صلوات!... صلوات!.." او چې بيا به يې په كې ورچيغې كړې: "استغفار!!... استغفار!..." نو دلته به ټول كلى هم په كريغو پسې وويل: "استغفار!... استغفار!..." او لا په ځوږ به يې توبو ته زور وركړ.
دا ټولې ډاروونكې پېښې داسې لنډ و ګنډې، داسې پر له پسې وشوې، چې يو مخ يې واڼي راوتښتولې. يو مخ يې لار او ګودر رانه ورك كړل. دغسې وچ حلق او ټول پړكېدونكى مې بيا سپوږمۍ ته وروكتل او له دې سره مې يو نيږدې پرتوګ لوند كړى و. نه، خبر تمامه وه، د سپوږمۍ يوه څنډه اوس كنډو شوې لا وه!. بې اختياره پړنګ په ژړا شوم، په چونګن ږغ مې خداى ته زارۍ پيل كړې. په همدې شېبه كې مې د نيا راته پام شو. هغې چې وليدل چې زه لا تر اوسه دغسې لوڅ مخ په ځاى كې پروت يم، نيږدې يې چيغه له خولې وتلې وه. راټوپ يې كړل، له تعجبه په ډكو سترګو يې بړستن راباندې كش كړه، وې ويل:
_ ويده شه زويه! هله، مخ پټ كه چې ونه ډار شې!...
او خپل لاس يې پر بړستن سربېره زما پر رېږدېدونكې اوږه كښېښود. ما هم بړستن ټينګه پر سر راوكښه.
او خپلې توبې او عذرونه مې هماغسې جاري وساتل. شېبه پس لكه چې د دوى چيغې هم لږ كرارې غوندې شوې. خو ما مخ بېرته رالوڅ نه كړ، هماغسې ډارن او خولى جن تر بړستن لاندې پټ پاتې شوم. خدازده څه وخت و، چې خوب يووړم.
سهار چې له خوبه راويښ شوم او لمر مې د مخامخ كورونو پر سر هسك ولاړ وليد، ډېر خوشاله شوم. بې اختياره مې خوله ويړه شوه، څو شكرونه مې وكښل. خداى پاك مو توبه منلې وه او خپل اسمان يې نه و راباندې رانړولى.
1999/4/5
لندن انګلستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery