مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

"الوتل ورزده كوو"

دا هغه څه دي، چې ما په خپلو سترګو ليدلي. ليدلي يې څه چې خپله مې برخه په كې اخيستې ده. كه بل چا راته ويلي واى لا به مې چندان نه واى ورسره منلى. خو اوس چې مې خپله دا كار كړى، نو څنګه به شك پرې وكړم، هن؟
ښه مې ټول په ياد دي. د انقلاب د پيل مياشتې وې. هرڅه انقلابي وو، هره ورځ په ملك كې ژور بدلونونه. هره ورځ د خلكو په ژوند كې انقلابي تحولات. او د انقلاب ستر لارښود هم په خپل هر فرمان دى. انقلابي بهير ته لار زور پسې وركاوه.
ښكاره ده چې اخوا د انقلاب ضد عناصر هم غلي نه وو راته ناست نه. د ارتجاع او فيوډاليزم استازي داسې په اسانه له خپلو طبقاتي ګټو څخه تېرېدونكي نه وو. هره ورځ نوې توطيې او دسيسې، هره ورځ د انقلاب مخې ته نوي خنډونه او لانجې. تر دې حده، چې اوس يې ورو ورو خبر وسلوال پاڅون ته رسېده. هره ورځ د اشرارو د نويو ډلو د سر پورته كولو رپوټونه رارسېدل. نن دلته، سبا هلته. او زه چې اوس اګسا (د انقلاب د ګټو ساتندويه اداره. يا د نور محمد تره كې استخبارات) ته راتبديل شوى وم، يقيناً تر نورو ډېرو ملګرو د ملك له پېښو او حالاتو زيات خبرېدم. دلته زه هغه د چا خبره د پېښو په مركز كې ورته ناست وم او دا همداسې ښه وه، ځكه دلته مې په خپلو سترګو ليدل، چې څنګه طبقاتي مبارزه وار په وار زور پسې اخلي. خو تر اوسه لا موږ برلاسي وو. تر اوسه د اشرارو ډېر كارونه احساساتي او بې له كوم خاص ډسپلينه وو. له همدې كبله يې ټكول هم دومره ګران نه وو. موږ هم پسې رااخيستې وه، هرځاى چې به ګوتو ته راغلل، داسې انقلابي چلند به مو ورسره وكړ، چې نورو ته لا پند شي. موږ غوښتل چې د هوا تر سړېدو مخكې لا دا هر لور خورېدونكي اشرار وځپو. هغه هم داسې مزغن، چې د بيا سر پورته كولو خيال ورنه شي. له همدې امله مو شپه ورځ په ځان يوه كړې وه او په نه ستړيا مو د انقلاب د ګټو ساتلو ته زيار يوست.
دغه ورځ مې هم تر تياره ماښامه په كار تېره كړه، هغه هم په خوشې اداري كارونو، چې هېڅ مې ښه نه اېسېدل. خو چاره څه؟ دا كارونه هم بايد شوي واى. سره له دې چې دا ټوله ورځ پرې اخته وم. بيا هم يو خروار كاغذونه پرمېز راته پنډ وو. خو نور نو په ما كې د كار حوصله نه وه پاتې. ټول شيان مې دغسې پر خپل حال پرېښودل. ډډ سر مې پستې څوكۍ ته تكيه وكړه، څټ ته د دواړو لاسونو له ځولۍ كولو سره مې ستړې سترګې سره وروړې، چې لږ دمه شي. په همدې ترڅ كې د ټليفون زنګ وږغېده، بېرته راسم شوم، بې له كوم خاص شوقه مې غوږۍ راپورته كړه، زهير په كې وچونګېدم:
_ هه... لووو؟
امر مې و، وې ويل:
_ ملګرى ولسيار؟
_ صېب!
_ كه لږ زما كوټې ته راشې.. په كار مې وې.
ومې ويل:
_ په سترګو صېب.
او غوږۍ مې بېرته كښېښوده. بيا مې يو دوه غزونې وكړې، د لنډ ارږمى له كښلو سره پاڅېدم، دغسې چورتي يې كوټې ته ورغلم. امر مې بيا په ټليفون كې له چا سره لګيا و. زما په ليدو يې نرم راته وموسل، د سر په اشاره يې پرمخامخ څوكۍ د كښېناستلو بلنه راكړه، غلى په راښودلى ځاى كښېناستم. چې راخلاص شو، وار له واره يې وپوښتل:
_ خير خو دى ملګرى ولسياره سترګې دې ډېرې سرې دي... بې خوبه خو نه يې؟
_ نه صېب! هسې ستړى شوم... بې خوبه نه يم.
په خواخوږۍ يې سر راته وخوځاوه تسل يې راكړ:
_ ځه خير دى ملګريه، د انقلاب په خدمت كې ستړى يې، نه د كوم ارتجاعي نظام په چوپړ كې.
د سر په ورته خوځولو مې يې خبر تصديق كړه، ومې موسل. ده غوښتل نور څه هم ووايي، چې بيا ټليفون وكړنګېده. بې حوصلې يې غوږۍ راجګړه كړه. په څو لنډو جملو يې د ټليفون كوونكي خبر ورخلاصه كړه. لالهانده يې ما ته راوكتل:
_ دغه مې حال دى... تيار ټليفونچي راڅخه جوړ شوى، درسته ورځ همدغه درنګه درنګه او درنګه درنګه ټليفونونه دي چې راكېږي.
ما هم په خواخوږۍ سر ورته وخوځاه او له ده سره يو ځاى لنډه شېبه چوپ شوم. وروسته له هغه يې بېرته د خبرو لړۍ پسې راټينګه كړه:
_ هورښييا؛ همدا اوس به هوايي ډګر ته لاړ شې، ملګرى غورځنګ هلته درته سترګې په لار دى... چې ورورسېدئ، خپله به ټولې خبرې درته وكي، تاسې بس د هغه په لارښوونو امل (عمل) وكئ. مقصد مې ته او ملګرى بشردوست يې... هغه هم درسره بوزه.
مالا خوله خبرې ته راسموله، چې بيا د ټليفون ږغ اوچت شو. امر مې غوږۍ پورته كړه، په كې وې ويل:
_ هلو؟
اوما ته يې د تلو اشاره وكړه. چاره نه وه، پاڅېدم، دغسې ناارامه يې له كوټې ووتم. چې خپلې كوتې ته ورغلم، خداى شته پوره ناراضه او په قار وم؛ او ټول د همدې لعنتي بشردوست له امله. له دې سړي څخه مې يوه ذره ښه هم ولاكه راتلل. لومړى خو پرچمى و او د ټولو پرچميانو غوندې دى هم دې خپلو څو لوستلي كتابګوټو ته ډېر په هوا كې و، چې مازې به دې خبر ورسره دېخوا اې خوا كړه، نو له ماركس او انګلز نه رانيولې، بيا تر ملګري لينن او سټالينه به يې د ټولو مقولې درته كتار كړې. هغه هم په داسې انداز، لكه له دې ټولو سره چې يې په يوه سماوار كې چاينكۍ خوړلې وي. او دويم يې دغه بې شخصيته شخصيت و، چې په هرځل ليدو يې يومخ كانګې راوستې. دومره غوړه مال، دومره ښوى او بې خاصيته او دومره په هېڅ نه ويشتلى چې هك حيران به ورته پاتې شوې. بس د دنيا هره سپكه يې په ورين تندي زغلمه، خو په دې شرط چې دا ميرات مړې څوكۍ يې پرې وساتله شي. كاشكې يې داسې يوه څوكۍ خو لا واى. او اوس چې يې رهبران هم له ګوند او دولته شړل شوي وو، اوس خو نو بيا هغه سركوزى ترې جوړ شوى و، چې راشه كه يې ګورې. خو بلا پې پسې. هرڅه چې وو، مهمه خبر دا وه چې له بده مرغه مې امر د هغه د راسره بېولو راته وويل او ما هم د دې كار له كولو پرته بله چاره نه درلوده. هماغه وو چې لومړى مې خپل كور ته ټليفون وكړ، ښځې ته مې وويل چې نن شپه ښايي بيا ناوخته كاله تا راشم او بيا مې بشردوست ته زنګ وروواهه، ترې ومې غوښتل چې هوايي ډګر ته راسره تلو ته ځان تيار كړي. شېبه پس دواړه هوايي ډګر ته د تلو په نيت په موټر كې ناست وو. موټر وخوځېد، چټك يې د هوايي ډګر لار په مخ كې واچوله او زه خداى شته دا ټوله موده په همدې چورت كې ډوب وم، چې دا څنګه مهم كار دى، چې امر مې يې هېڅ په باب راته ونه ويل. دى هم لكه چې همدې پوښتنې په كراره نه پرېښود، څو ګامه وړاندې يې بيا وپوښتل:
_ نور يې هېڅ توضيحات درنه كړه؟
هاغسې لنډ مې وويل:
_ نه!
او ځان مې د موټر له كړكۍ څخه دباندې كتلو ته ترې مشغول كړ، چې پر له پسې يې كورونه او واټونه ترشا كول. شپه اوس ښايسته تياره شوې وه. په شا و خوا كورونو كې څراغونه لګېدلي وو، د شپې ګرځ بنديز ته لا وخت پاتې و، خو ښار له خلكو تش مالومېده. د هغوى پرځاى اوس هر څو ګامه پس د ګزمې موټر سړي ته په مخه ورتلل، چې ګړندي دېخوا اې خوا ګرځېدل.
ډېر وخت نه و تېر، چې له ښاره ووتو. هر څومره چې هوايي ډګر ته ورنيږدې كېدو، هغومره د نظامي موټرو تګ راتګ ډېرېده، هغومره د ګزمو پوستې ډېرېدې. سره له دې چې زموږ موټر هم روسي جيپ و، خو هوايي ډګر ته له ورننوتو مخكې بيا هم څو ځايه موظفو پيره دارانو ودرولو، موږ هم هرځل د خپلو كارډونو په ورښوولو او د ملګري غورځنګ د نامه په وراخيستلو خپله لار ترې خلاصه كړه او وروسته له هغه هماغسې په بيړه وړاندې ترې لاړو. تر څو چې هوايي ډګر ته ورسېدو. هلته ملګرى غورځنګ تيار د خپلې ودانۍ په مخ كې راته ولاړ و. د بشردوست په ليدو ويړه خوله له ورسره ولاړو كسانو رابېل شو، څو ګامه زموږ پر خوا راغى. چې ورورسېدو، غېږ يې پرانيسته، ښه تود روغبړ يې راسره وكړ. وروسته له هغه يې، په داسې حال كې چې زه له لاسه نيولى وم او دغسې كرار كرار يې د خپلې كوټې پر لوري له ځان سره بېولم. وويل:
_ ښه شو چې په خير راغلئ.. . ما ويلې هسې نه چې په لار كې له كوم تكليف سره مخاخ شوي ياست.
په دواړو مو ورغبرګه كړه:
_ نه صېب، بېخي اسوده راغلو.
ده مازې سر راته وخوځاوه څه يې ونه ويل. خو بشردوست پسې وپوښتل:
_ لكه چې ډېر وځنډېدو صېب؟
ملګري غورځنګ هماغسې په داليزگ كې روان وويل:
_ نه ملګرې بشردوست. دومره ونه ځنډېدئ... زه هم همدا اوس درپسې راووتم.
او څو ګامه وړاندې له موږ سره يوځاى يوې غټې كوټې ته ورننووت. هلته يې پر ښايسته كوچونو د كښېناستو بلنه راكړه. زه او بشردوست له يو بل څخه لږ ليرې سره كښېناستو. ملګري غورځنګ لومړى د خپل كار مېز ته ورغى. هلته يې په ټليفون كې چا ته زموږ د رارسېدو خبر وركړ، ترې وې غوښتل چې د هر شي له تيارېدو سره ده ته احوال وركړي. وروسته له هغه موږ ته مخامخ پر كوچ كښگېناست وې ويل:
_ اوس دستي به ټول شيان په خير تيار شي.
موږ سرونه ورته خوځول، لا مو څه نه وو ويلي چې پسې وې پوښتل:
_ څنګه، وږي شوي خو به نه ياست؟ لږه ډوډۍ موډۍ به راوغواړو.
په دواړو مو وويل:
_ نه صېب، تكليف ته حاجت نه شته.
_ څه تكليف؟... هېڅ تكليف ولا كه وي. كه وږي ياست، څه شى به راوغواړو، په يوه دقيقه كې يې له كانتينه راوړي.
او چې موږ بيا په مننې سره ورته "نه" كړه. ده هم نور ټينګار ونه كړ، پاڅېد، په چايبر كې له تيار جوړ كړي چايو څخه يې موږ ته هم دوې پيالې راډكې كړې. په داسې حال كې چې له خوږو سره يې زموږ مخې ته پر مېز ايښودلې وې، وې ويل:
_ځه ملګرو، تر هغو به دا چاى سره وڅښو.
او په دې ډول يې له موږ سره خپله مركه جاري وساتله. زما خداى شته له هاغه لومړي سره ښه ترې راغلل. مينه ناك او انډيوال سړى و، څوكۍ او منصب نه و په هوا كړى. سره له دې چې د لومړي ځل لپاره مې ورسره ليدل، بيا يې هم داسې له ملګرتوبه ډك چلند راسره كاوه، لكه له عمرونو چې سره پېژنو. موږ دغسې د چايو له څښلو سره د خپلو اداري كارونو او هېواد پر حالاتو سره ږغېدو، لا مو د چايو دويمې پيالې نه وې تشې كړې، چې ټليفون وږغېده. ملګري غورځنګ د "وبخښئ" له ويلو سره پاڅېد. د كار پر مېز د پراته ټليفون غوږۍ يې راپورته كړه، په كې وې ويل:
_ هلو؟
وروسته له هغه يې څو شېبې په ځير ټليفون كوونكي ته غوږ ونيو، په پاى كې يې مازې وويل:
_ سمه ده.
او د ټليفون غوږۍ يې بېرته كښېښوده. بيا يې له هماغه ځايه موږ ته كړه:
_ ځو له خيره.
او نېغ د كوټې پر وره وررهي شو. موږ هم پسې وخوځېدو، بې له دې چې تر دغه اوسه لا رامالومه وي، چې چېرته او په څه خاطر؟. له كوټې ووتو. د ده غوندې په غټو ګامونو مو ځان د هوايي ډګر انګړ ته ورساوه. هلته ملګري غورځنګ يو ناڅاپه ودرېد. له لنډ فكر كولو وروسته يې غاړه تازه كړه. په داسې حال كې چې سيخ يې موږ ته راكتل، په جدي لهجه يې وويل:
_ له همدې ځايه زموږ او ستاسو وظيفه پيلېږي. له همدې شېبې راوروسته چې هرڅه پېښېږي بايد زموږ ترمځ پاتې شي!... پوه شوئ؟
او چې موږ حيران غوندې ورته "ښه" كړه. دى هم هماغسې په چټكو ګامونو بېرته رهي شو. موږ هم چوپه خوله پسې وخوځېدو. ما په شا و خوا كتلو ځان مشغول كړ. په هوايي ډګر كې رډه رڼا جوړه وه، هر لوري د نظامي الوتكو، شوبلو او موټرو شور او ځوږ خپور و. هرځاى همدا نظاميان وو چې دورې هورې كېدل. هر يو په خپل- خپل كار لګيا، دلته د ژوند داسې ګڼه ګوڼه جوړه وه، لكه هېڅ شپه چې نه وي.ما دې ګڼ شمېر ولاړو بېلابېلو الوتكو ته كتل او فكر مې پر له پسې د ملګري غورځنګ پر وروستۍ خبرې راڅرخېده. خدازده ولې مې زړه يو ډول درزا غوندې سر كړې وه. له ښايسته ډېرو الوتكو تېر شوو. څو ګامه وړاندې ملګري غورځنګ يوې نظامي چورلكې ته لاس ونيو:
_ هغې هليكوپترې ته ورځو.
له تلوسې په ډك زړه مې وروكتل. غټه چورلكه وه، څو وسلوال سرتېري هم "تيارسى" ورته ولاړ وو. لا دغسې پرې وتلو چې پسې زياته يې كړه:
_ اشرار په كې دي... ډېر خطرناكه اشرار!. بايد ډېر پام ورسره وكړو.
موږ مازې سرونه ورته وخوځول او نور هم وړاندې ورغلو. چې دننه ورننوتو، له ډېرې حيرانتيا مې خوله وازه پاتې شوه. چورلكه زيچه له اشرارو ډكه وه.
ټول يو بل ته جوخت د چورلكې پرمځكه ناست وو. د ټولو لاسونه له شا ورتړل شوي وو. څو ټيټ پوړي نظاميان هم كلاشينكوف په لاس چمتو ورته ولاړ وو، چې كوم بېځايه حركت ترې ونه شي. اشرار د هرې ژبې او هر عمر خلك مالومېدل. د ډېرو پرمخ او ځانونو د ورسره شويو تحقيقاتو نښې نښانې له ورايه ښكارېدې. د چا و چا خو لا د تن جامې ورباندې ريتاړې ريتاړې شوې وې. ټول دغسې غلي او اندېښمن پر خپلو ځايونو ناست وو. لكه ورباندې مېخ كړي چې دې وي. ما چې د دوى دې سر او تنو ته وكتل، خداى شته يو مخ مې اختيار ترې تېر شو. له ملنډو په ډكه لهجه مې له ځان سره وويل: "... ډېر خطرناكه اشرار!... دغه خواره بشكي بلا؟... خطرناكه؟!..." او د ملګري غورځنګ پر خبره خندا راغله. په همدې ترڅ كې ملګري غورځنګ بېرته د پېلوټ له كوډلې څخه راووت. لومړى يې په لوړ ږغ د چورلكې د الوتلو خبر راكړ. بيا يې ما او بشردوست ته زموږ ځايونه راوښودل او راڅخه ويې غوښتل چې پر خپلو راښودلو ځايونو كښېنو. خپله هماغلته مخامخ راته كښېناست. له دې سره د چورلكې غرهار هم اوچت شو. چورلكه لومړى نېغه هوا ته وخته. چې ښه لوړه شوه، نو خدازده په كوم لوري وخوځېده، ډېر وخت لا نه و تېر چې بيا مو د ښار كورونه او په كې لګېدلي څراغونه شا ته كړي وو. چورلكه دغسې په غرهار وړاندې تله. زه په فكرونو كې ډوب غلى پر خپل ځاى ناست وم. شا و خوا مې د دې "خطرناكو!" اشرارو سرګردانه څېرو ته كتل او ځان مې په دې خبره قانع كړى و، چې ښايي كوم بل ښار يا زندان ته به يې بيايو. نه پوهېږم څومره وخت همداسې تېر شو، چې ملګري غورځنګ مې خوا ته راغى.
موسكى شونډې مې څنګ ته كښېناست، وې ويل:
_ په څه چورت كې تللى يې، ملګرى ولسيار؟
اندېښمن مې وويل:
_ هېڅ، دغسې"
لا مې نور څه نه وو يلي چې پسې زياته يې كړه.
_ نن به له خيره يو بل غټ ګام هم د انقلاب په ملاتړ كې اوچت كړي.
ما چې تر دا اوسه لا سم په كيسه نه وم خبر، خپلې پوښتنې ته وار راغلى وليد.
شا و خوا ناستو اشرارو ته مې اشاره وكړه، ومې ويل:
_چېرته يې بيايو؟
په خندا يې وويل:
_ هېچېرته.
او چې ما په تعجب تكرار كړه:
_ هېچېرته؟
شونډې يې نورې هم سره بېرته شوې. څه يې ونه ويل. مازې يې د سر په راته خوځولو خبر راتصديق كړه. خو زه نور چوپ پاتې نه شوم. ومې پوښتل:
_ نو څه شى پې كوو؟
دا ځل دى هم چوپ نه شو، ويړه خوله يې مخامخ راوكتل، وې ويل:
_الوتل ورزده كوو.
بې اختياره مې له خولې ووتل:
_ الوتل ورزده كوو؟
او له پوښتنو ډكې سترګې مې لا حيرانۍ ده ته ونيولې. د دې حالت ليدو مې لكه چې خوند وركړ. لنډ يې نور هم پسې وخندل. بيا يې په داسې حال كې چې نرم پر اوږه كښېكښودلم، وويل:
_ ډېر بې حوصله توب مه كوه ملګريه! يو ساعت پس به هرڅه په خپلو سترګو ووينې.
او هماغسې په خندا كې بېرته راڅخه لاړ. زه دغسې هلك حيران پر خپل ځاى ناست وم، سرګردانه او په چورتونو كې ډوب مې ملګري غورځنګ ته وركتل چې په پام د الوتكې په منځ كې د ناستو خلكو له منځه تېر شو او يوځل بيا د پيلوټ كوډلې ته ورننووت. چې بېرته راووت نو يو مخ بل سړى و. له هغه پخواني انډيوال ملګري غورځنګ سره يې اوس هېڅ شى هم نه و جوړ، چې هره خبره به يې له ټوكې او خندا سره غبرګېده. نه، اوس هغه يوسل په سلو كې نظامي منصبدار و، چې خپلو ترلاس لاندې كسانو ته ږغېده، ږغېده نه، قومانده يې وركوله. جدي څېره،تېره كاته، له تحكم او هيبته ډك حركات. له هماغه ځايه يې په بشپړ امرانه انداز د چمتو كېدو قومانده راكړه. پاڅېدم، د ملګري غورځنګ له دستور سره سم مې د چورلكې تړلي وره ته ځان ورورساوه. ښي اړخ ته يې ودرېدم. بشردوست هم په بيړه ځان راورساوه. ابل اړخ ته يې مخامخ راته ودرېد. نور ټيټ پوړي نظاميان هم د ستور ته چمتو هر يو پر خپل ورښودلى ځاى ودرېدل. دا وخت چورلكه هم سره ورو شانته شوه. په ښكاره درزن زړه مې غلى له كړكۍ څخه دباندې وكتل. تپه تياره وه. هېڅ شى نه مالومېدل. خلق مې نور هم راته تنګ شو. بېرته مې په چورلكه كې اشرارو ته مخ ترې راواړاوه، چې سره بوږنېدلي غوندې وو. حيران او ناباوره يې كله موږ ته، كله په خپل منځ كې سره كتل. چورلكه، نوره او نوره هم ورو شوه، چې يومخ ودرېده، ملګري غورځنګ وويل:
_ اوس.
او په بيړه يې د چورلكې ور پرانيست. بيا يې موږ ته دستور راكړ چې وره ته تر ټولو نيږدې ناست ځوانكى راونيسو. موږ هم سر ترپايه پړكېدونكى ځوان ټينګ له مټو راونيو. ځوان لږ مقاومت وكړ، خو موږ پرې پياوړي وو، راپور ته مو كړ. ملګرى غورځنګ راوړاندې شو. په داسې حال كې چې دې نورو نظاميانو خپل كلاشينكوفونه په ګواښ پاتې اشرارو ته نښه كړي وو. د ځوانكي لاسونه يې ورخلاص كړل. وروسته له هغه يې ز موږ په مرسته او له موږ سره يوځاى د چورلكې د پرانيستې وره خولې ته راكش او د سترګو په رپ كې يې لاندې ترې خطا كړ. ځوان يوه سوې كريغه وويسته، په تپه تياره كې ورك شو.
دې كار د دې نورو سترګې غټې غټې راوويستې. د ډېريو رنګونه تك ژېړ اوښتي وو. خو موږ نور ماتل نه شوو. د هغوى په زاريو جګيو، د هغوى په چيغو او غلبلو او د چاو چا په مقاومت او ښكنځلو كې مو يو يو د چورلكې وره ته راكش كړ، د لاسونو له ورخلاصولو وروسته مو تر وروستي تنه پورې ټول لاندې ترې راوغورځول. چې راخلاص شوو ټول له لاس او پښو لوېدلي او په خولو لانده خيشته وو. شپه له نيمايي ښايسته ډېره تېره وه، چې كاله ته راغلم. په كور كې كراره كراري وه. ښځه او ماشومان مې د وخته لا ويده شوي وو. غلى مې جرابې او بوټونه له پښو وويستل. له پخلنځي څخه د پخو وريجو او غوښو خوندور بوى راباندې ولګېد. ګېډه مې له لوږې راته وسوځېده، خو څه ى مې ونه خوړل. دغسې منګ او چورتي خپلې كوټې ته ورغلم، ستړى هلاك په ځاى كې ولوېدم. خوب نه راته. نننيو پېښو په كراره نه پرېښودم. هرڅه مې د يوه نه منونكي بدخوب په څېر سترګو ته نېغ نېغ كېدل. څو شېبې لا نور هم دغسې نا ارامه په ځاى كې لټ په لټ شوم. خو اخر مې ځان ته وويل: "كرار شه سړيه، دا انقلاب دى انقلاب!.. څه ټوكې خو نه دي، چې د چا پزه هم په كې وينې نه شي..."
او بړستن مې ټينګه پر سر راكش كړه.
1999/7/15م كال
لفبړا- انګلستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery