مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دکره ليکنۍ پښتوداوسنۍ هڅي

دکره ليکنۍ پښتوداوسنۍ هڅي
دنه تطبيق اوله هغې سره دمخالفت عوامل څه دي ؟
انګرېزي ژبي دمعياريت له پاره زاړه ديني متون(ټکسټونه) درلودل ، عربي ژبي هم درلودل او ځينونوروژبوهم . ارواښادعلامه رشادوايي ٌ عرب که مثلاٌ دقريشولهجه غوره يامعياري ګڼي هغه خوقرآن پکښې نازل سوی دئ اماپه پښتوکي خوداسي يومتن موږنه لروچي هغه دي تقدس هم ولري اوهغه دي دومره جامعيت هم ولري اودهغه تلفظ دي يا دهغه ليکدوددي موږومنو � ٌ (۱)ځکه نوکله چي ددې ژبودمعيار اړتيا منځ ته راغله ، دغوزړومتونودمعياري ژبي ديوه تاداو په توګه ستررول ولوباوه. خوپه پښتوکي موږزاړه ديني متون نه لرو. د خيرالبيان متن خودروښان پيرپه ژوندکي لادروېزه خېلوداورلمبوته اچاوه . ترلسمي هجري پېړۍ وروسته چي نورادبي کلاسيک متون راپاته دي، په هغوکي دخطانوله خوالاسونه وهل سوي دي . دهغو لهجې،دجملوجوړښتونوته دخطاط له ذهنيت سره سم تغيرورکړه سوی دئ (۲).ځکه نودمعياري پښتوله پاره په دغه مشخصه برخه کي د نوروهيوادو د ژبپوهانو پرپلوباندي ترمزله رسيدلای نه سو. موږبايد د پښتوپه برخه کي خپله مشخصه اودژبي اودهغې دويونکوله عيني اوواقعي حالت سره سمه لارواخلو. لکه وړاندي چي موڅوواره ويلي دي ، پښتودپښتنوله ژوندڅخه سيوا په خلاکي مطالعه کولای نه سو . داخبره دلمرپه شان يوحقيقت دئ چي پښتودخپلوګاونډيوژبوپه پرتله وروسته پاته سوې ده اود پوهانددوکتورزيارداخبره دکاڼي کرښه ده چي ويلي يې دي ٌ دپښتودفرهنګي سيالۍ کمزوري اووروسته والی دخپلې وروسته پاتې ويونکې ټولنې پايله ده . ددې جرړه بايدپه اړوند ټولنيزبشپړتيايي بهيرکي وپلټواوهغه داچې ديولړتاريخي ـــ جغرافيايي اونورولاملونوپربنسټ پښتني ټولنه په يوه وروسته پاتې مخ ځمکواکي ټولنپير(فورماسيون) ټبرني پېرکې (۳)ځنډېدلې پاتې اويوه برخه يې چې ځمکواکي (فيوډالي) هغه ته رسېدلې ، بياهم ترډېره پښه پرځای پاتې شوې ، نو په دې توګه پښتانه له هندي اوارياني (پارسي) خپلوانو او ګاونډيو سره په هيڅ ډګرکي دسيالۍ جوګه شوي نه دي اوپه ټوليزډول ترې لږترلږه يوټولنيزپړاووروسته دي .... (۴)دې اودې ته ورته نوروعواملونه يوازي داچي پښتانه يې له خپلو ګاونډيوڅخه ٌ يوټولنيزپړاو ٌ وروسته پاته کړي دي ، بلکي دهغوی دژبنيوګړدودو تر منځ اړيکي يې هم سره ليري ساتل سوي دي . دپښتو د بېلابېلو لهجو ويونکي ان تردانزدوکلونوپوري لاهم يودبل په ژبه باندي په پوهېدلو کي جدي ستونزي درلودې . ديوې پښتودمنځ ته راتګ له پاره دهغې د ويونکوترمنځ يووالي اونزدېکت ته اړتياسته . هرکله چي دغه ارمان تر سره سي بيابه دژبي ديوکېدلوله پاره يوه کوچنۍ هڅه هم ډېرکار وکولای سي . دژبي دويونکوترمنځ نزدېکت ځانته مشخصه ټولنيزه او اقتصادي زمينه غواړي . دټولنيزاو اقتصادي ژوندپه يوه مشخصه مرحله کي دغه راز نزدېکت ممکن کېدلای سي . دغه ټولنيزه او اقتصادي مرحله ځينو پوهانو د سرمايه داري نظام ټينګښت بللی دئ اودژبي دمعياريت خبره يې ددغه رازيوه نظام په سته والي کي ممکنه او عملي ګڼلې ده چي ترډېره ځايه يې خبره دمنلووړهم ده (۵) .
لکه وړاندي چي مي اشاره ورته وکړه ،پښتانه درې څلورلسيزي وړاندي يودبل په لهجوډېرلږپوهېدل .اوس داستونزه لږڅه مخ پر حلېدو روانه ده . زماخپله دپوهنتون تجربه ديوه عيني واقعيت په توګه داده چي دپښتوژبي دويونکوترمنځ دلهجوي اختلاف له امله له بده مرغه فاصله سته . موږچي دپوهنتون په ليليه کي دلومړي ځل له پاره دپښتو دبېلابېلولهجوله ويونکوسره ديوځای کېدوزمينه وموندله، هلته په دغه واقعيت باندي ډېرښه پوه سوو. هورې به موږته يودبل پر ټوکو خندانه راتله . که موږ کندهاريانو به پخپلومنځوکي ټوکي کولې او ژبني ظرافتونه به مويوبل ته سره تبادله کول ، پکتياوال او ننګرهاريان به اريان راته تللي و اوپوښتنه به يې کول : داتاسي پرڅه خاندئ ؟ دغه رازموږيووخت دوردګودټوکوداورېدلوپروخت له هم داسي حالت سره مخامخ سوو . له دې څخه ښکاري چي درې څلور لسيزي وړاندي لاد پښتنومحصلينو ترمنځ د لهجوپه پوهېدنه کي مشکلات موجودول . داستونزي اوس ورو ورو دحلېدوپرلور رواني دي خومزله ته لاډېرموړونه پاته دي. نوګويا هغه شرايط چي له دې ټولو لهجوڅخه ديوې معياري لهجې دراوتلوله پاره لازم دي ، لاتراوسه پوري نسته .
دنړۍ دنوروژبوتجربو راښوولې ده اولکه تاسي چي دانګليسي ژبي په برخه کي ولوستل ،دمعياري ژبي ترټاکلووړاندي بايددهغې دلهجو ټول لغات حتی المقدور راغونډ سي . په پښتوکي داکارخولاڅه کوې ، دپښتولهجولغوي زېرمي له سره کتلي سوي نه دي . دپوهاند زيار صاحب انفرادي هڅي په دې برخه کي دستايني وړدي خوکافي نه دي . که د پښتودټولو لهجوله کتني څخه مراد هغه هڅي وي چي د افغانستان دژبپوهني داطلس برابرولوپروخت (١٣٤١ ـــ ١٣٥١ ش) سر ته رسېدلي وې ، نو دهغوڅېړنوپه سرنوشت خوتر٢٠٠٠م کال پوري ددغي موسسې مدير ارواښادداکټرالهام لاهم خبرنه و . ارواښادالهام په دغه کال ليکلي دي : ٌ ... دکابل پوهنتون دژبواوادبياتودپوهنځي له ځلموپوهانوڅخه يوټيم جوړشو،چې اول وروزل شي اوبيادژبوپه ثبتولولګياشي. په دې ډله کي زيار،اڅک اوپالوال هم برخه لرله. دې ډلي ... دژبني ګړدوديزاطلس دتدوين لپاره يې ښايسته ښه موادثبت کړل . په آخرکې دغه مواديونسکوته وسپارل شول چې دافغانستان دآرياني اطلس ورڅخه تدوين اوبياخپورشي .خوله بده مرغه تراوسه پوري دهغه څرک ماته ونه لګېده . ٌ ( ۶) دارواښاد الهام دغي پوښتني ته پوهاندزيارپه حاشيه کي کښلي دي چي ٌ دغو پوښتنوغبرګون دکتاب په متن کي دئ . ددغه اطلس دپروژې يوبل فعال غړي ډاکټرپالوال خولادغه موادکافي هم نه دي بللي . ده څوکاله وړاندي داسي ليکلي دي : ٌ ... دغه دسره او مستندوليکنوله پاره کافي ځکه نه بولم چي يوخويودژبپوهني موسسې غړي ددغي وظيفې دصحيحي بشپړوني له پاره پوره نه وه تربيه سوي . دوهم ــ دوی په لازمه موادواووسايلومجهز نه وه. دريم ـمم هغه دپوښتنوکتاب (Questionery) چي دموسسې غړو کارځني اخيستی دايران له پاره ترتيب سوی و نه دافغانستان له پاره . څلورم ــ که څه هم دافغاني ژبوداطلس پروژه ديونسکوله خواڅخه حمايه کيدله مګربياهم د موسسې دغړوله پاره دکاراوسيدني اوحمل ونقل مصارف اونور تسهيلات برابرسوي نه وه . ځکه نوپه نامساعدو شرايطوکي دصحيحو اومستندوکاروغوښتنه يوه غلطه توقع ده . ٌ (۷) ماله ارواښاد پوهندوی نوراحمدشاکرڅخه اورېدلي وه چي ددغو څېړنو يومتن دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي په الماريو کي ده پخپل لاس قلف کړی ساتلی و. پوهاندزيارصاحب اوس په دغه ترخه حقيقت خبرکړو چي دغه دلسوکلونودکارثمره دحزب وحدت په لاس د کابل دجنګوپرمهال داورپه لمبوکي لولپه سوه اوډاکټرزيار صاحب يې کله کله چي موقع ورته ميسره سي دسويس دهيوادله کاپۍ څخه ګټه اخلي (۸)په هرصورت دمطلب خبره داده چي ددې ټيم دکلونو زيار او زحمت ثمره لا تراوسه دسويس له الماريوڅخه راوتلي نه ده اوپه پراخه توګه عامه استفادې ته وړاندي سوي نه ده . هرچاته دسويس دتګ امکانات نسته چي استفاده ځني وکړای سي . دپښتولهجوڅېړنه که سوې هم ده نودجوړښتو( structures) شکلونه به يې په انفرادي توګه ثبت سوي وي . دلغوي پانګي ثبت خولاتراوسه په کږوغاړوولاړپاته دئ . که څوک داادعاکوي چي دلغوي پانګي ثبت هم بشپړسوی دئ ، دا نو تر يوې شاعرانه غټبازۍ په هاخوابل څه نسي ګڼل کېدلای .
پوښتنه داده چي ديوې پښتو اويوه ليکدودله پاره هڅي ولي ځای ته نه رسېږي ؟ ولي يې مخالفين پيداکړي دي ؟ هرومروڅه خبره سته . خامخاځيني عيني اوترذهن دباندي علتونه موجوددي چي ددغي مخلصانه هڅي په لارکي خنډ لوېږي . ددې پوښتني جواب په دې ساده استدلال کي نسي موندل کېدلای چي له نوي بدلون سره تل زاړه عنعنه پال مخالفت کوي . دارازاستدلال ترعلمي تاداوزيات پرسياسي بنسټ ولاړدئ . دپښتوديوه واحدليکدوداوواحدي ژبي له پاره خودچاخبره زاړه دودپال پرلويه لارايله کړئ ،حتی په نوې پوهنه اوژبپوهنه سمبال کسان لاپريوه لارروان نه دي اودمعياري ليکنۍژبي پرټاکلوباندي په يوه خوله نه دي .ښاغلی زيارصاحب پخپله وروستۍ مرکه کي وايي چي دوی يوپروسيجردمرحوم حبيبي اومرحوم خادم اوډاکټردولت محمدلودين په ګډون لاسليک کړ خوخادم صاحب ٌ بيامخالف شو او ويې ويل چي زه دحبيبي صاحب اودده دپيروانولارپه رسميت نه پېژنم اوبغاوت يې وکړ ... ٌ (۹)حقيقت دادئ چي زموږ دمشرانواستادانو علامه رشاد، ارواښادروهي ، مرحوم الهام ، ارواښادشاکر، مرحوم عطايي ،رفيع ،ډاکټر پالوال ، اونوروليکنۍ ژبه له هغي ژبي سره چي موږته دمعيارپه نامه راښوول کيږي ، له مځکي تراسمانه توپيرلري اوحتی پخپلومنځوکي هم يوله بله سره فرق لري . داپوهان چي مايې تاسي ته نومونه وړاندي کړل ، ټول دژبي خواخوږي اوپرپښتومين کسان وه اودي . زماخپل استنتاج دادئ چي ددې لاري اصلي خنډ پخپله دپښتوژبي اوپښتنوپه اوسني ټولنيز، اقتصادي ، قبيلوي او سياسي حالت کي دئ ، دې کارته د پښتواوپښتنوپه نه امادګي کي دي . هغه رازآمادګي چي مايې د نورو ژبوپه برخه کي يادونه وکړه . له دې بنيادي عامل سره چي نور واړه او کوچني عوامل ملګري سي نو بيا د ريشاصاحب په اصطلاح ٌ خبره بېخي غړکه سي ٌ .
تاسي وړاندي ولوستل چي په انګلستان کي دباسوادوخلګود فيصدۍ په پام نيولوسره لاهم د سټنډرډ ژبي دخوځښت هڅي چي له ١٤ ـــ ١٥ ميلادي پېړۍ څخه راپيل سوي وې ، ايله د١٩ پېړۍ په سرکي دنسبي برياليتوب اوعموميت مرحلې ته ورسېدې . خودپښتنود عمومي بېسوادۍ په سته والي اود بې ثباتوحکومتو، انقلابو او پاچا ګښتيو په موجوديت کي څرنګه ادعا کولای سو، چي دپښتوله پاره د معيارانفرادي هڅي دبري لوړ پوړ ته رسېدونکی دئ .
په کوچنيواواړخکي عواملوکي يوعامل پخپله ددغه خوځښت د لارويانوپه عمل اوکړوکي پروت دئ ، پخپله په پوهاندصاحب زيارکي پروت دئ،چي ددغه حرکت موسس اوتيوريسن دئ . (۱۰) پوهاند زيار صاحب دخپلوعقايدواو نظرياتو پر سموالي باندي دومره ډاډه دئ ، چي حتی ديوې سالمي مشورې دمنلو له پاره لاهم تيارنه دئ . دی خپل ځان ته ټاکلي اصول اوخپل استنتاجونه دکاڼي کرښي بولي . پوهاند الهام په دې برخه ډېره محتاطانه اشاره لري اوليکي ٌ زيار... په ډېرو برخوکي په خورازيات باوراوټينګارغوڅ حکمونه کوي اوښايي کومه ورځ دی پخپله هم يوځل بياپرې کتنه وکړي . ٌ (۱۱) پوهاند زيارصاحب په دې برخه کي دوستانه انتقادته لا ٌ غاښ ماتونکی ٌ جواب ورکوي . زه ددوی دغه عادت ددوی پرسياسي اوايډيالوژيکي تفکر باندي تاوانوم . زيارصاحب په سياسي لحاظ په يوه داسي ايډيالو ژيک محيط کي راښکېل سوی و، چي په ليکنۍژبه کي يې د سختو او حتی پاروونکوجملواوعبارتوکارول ، له طبقاتي دښمن سره دنه پخلا کېدني مضبوط دليل ګڼل کېږي اوپه محاسنوکي يې شمېري . پوهاند صاحب زيارله دغي ايډيالوجۍ سره خپل عقيدتي اړيکي هيڅکله هم پټي کړي نه دي اوتل يې په زغرده بيان کړي دي . داددوی دسياسي زړه ورتيا لوی ثبوت دئ خوله بده مرغه يې ددوی علمي دريځ ته زيانونه رسولي دي . ددغي ايډيالوژۍ په ادبياتوکي د ټولونړيوالو نورمونو پر خلاف ، دسياسي مخالف له پاره د ٌ ځنځيري سپي ٌ لقب ورکول رواڅه ، چي دستايني وړکاردئ . دوکتورزيارد خپلي معياري ليکنۍژبي د منځ ته راوړلودحرکت مخالفان هم په دغه شان ادبياتو وهل اوټکول . ددوی له يوه جوړسوي لغت سره چي چا مخالفت کړی دئ ، دوی يې په مقابل کي غاښ ماتونکی جواب ورکړی دئ . دوی پخواني مشران پوهان په انک ( توهين )سره دودپال وبلل اوله دودپالوسره يې شعار ٌ وړاندي دنوي دورانسازه .... پرلور ٌ ورکاوه . له دودپال څخه بــه خلکود ٌ مرتجعينو اورجعت پسندو ٌ معنا اخيستله . پوهاندصاحب په يوه مرکه کي چي په کتابي شکل چاپ سوې ده ، ددغومخالفو دانشمندانو په باب ډېرزياتی کړی دئ چي وايي : ٌ کاروان به تيريږي اوسپي به غپيږي ٌ (۱۲)
ديوې پښتو!خوځښت هغه وخت خپل علمي ارزښت له لاسه ورکړ، چي دثورانقلاب په ارزښتونوکي وګڼل سو . داهغه وخت دئ چي پر هيوادباندي دکمونيسټي اوسويټيسټي استبدادډاروونکي څپې مسلطي وې . له هرانقلابي عمل ؟سره مخالفت له سرسره لوبي وې . دا مخالفت که دسرپه زيان تمام سوی نه وای نولږترلږه خوله وظيفې څخه دبرطرفۍ اوله بې سرنوشتۍ سره دمخامخ کېدلوپه بيه هرومرو تمامېدئ . ددغي واهمې اغېزه وه ، چي پوهاندډاکټرالهام لا د مقاماتو دترټني له ډاره ځان په ٌ ذهني کارګرانو ٌ کي وشمېره (۱۳)چي زمايقين دئ پخپله دالهام مرحوم په نزد به هم يوه بازاري سياسي اصطلاح وه . دژبي دمعياري کولوله دغي مشخصي انقلابي هڅي سره دپښتنو پوهانوسترغيرګوندي اکثريت مخالفت ډوله ملاحظات درلودل . دغه وخت له بده مرغه دهيوادعلمي مرکزونه له صلاحيت لرونکو مقاماتو څخه خالي سوي وه . ارواښادحبيب الله تږی ، استاد شپون ، ډاکټر پالوال دمهاجرت لاره اخيستې وه . علامه رشاد د ثور انقلاب له شامته په نامردۍ سره تقاعدته سوق سوی و. له علمي مرکزو څخه ليريتوب اوهغه هم دبې وخته تقاعدپه نامه،علامه مرحوم دځان په حق کي ناحقي ګڼله اودې کاردونه ځورولی و، چي ډېرکلونه يې له خپل نامه سره ٌ متقاعدپوهاند ٌ کيښ . ارواښادروهي که څه هم دهيواد خپلواکۍ ته ګواښونوسخت ځوراوه ،خونه يې غوښتل له انقلاب سره په مخامخ مخالفت کي ودرېږي . دپوهنتون غيرګوندي استادانوهسي شپه سبا کوله . دژبپوهني پرډګر يوازي پوهاندزيارپاته و اوله هغه سره د انقلابي دولت ټول امکانات اومساعدتونه ملګري سول اوله هغو څخه په استفادې سره يې دمعيارکورنګي ته پونده ورکړه .داحرکت يوازي اويوازي پرفردي اراده ولاړحرکت و اودهغه وخت صلاحيت لرونکو مشرانوپوهانوټولوورسره ليکلی اوناليکلی مخالفت څرګندکړی دئ .
خودانقلاب ځواک دچامخ نه کاته اونتيجه داسوه ، چي پر پښتو خوارکۍ باندې دانابللی مېلمه وتپل سو. داچي اوس دهغه له پاره تاريخي سوابق جوړېږي اود پخوانيو ژبپوهانونومونه اخيستل کېږي ، دارواښادالفت اونورو مشرانوله خولې دموافقې په باب نقل قولونه ليکل کېږي ، ټولي هغه افتراګاني دي چي مفتري به يې خدای ته ور وړي .داافتراګاني هغوهڅوته ورته دي لکه دپټي خزانې مخالفينو ، چي دعلامه حبيبي ، استادکامل او نورومشرانو ترمړيني وروسته را منځ ته کړې وې . زمايوه ساده پوښتنه داده چي که دغه ژبپوهان د چا خبره ددې نوي جوړي سوي پښتوپلويان وه ، نويې بياولي همداژبه نه ليکله .ددغوپوهانواوژبپوهانودليکنۍ ژبي په خوندخوڅوک مړېږي نه . تاسي داڅوعبارتونه وګورئ :
ارواښادبينواپه هغه ژبه ليکنه کوي ، چي دده خپل پښتانه يې په ورځنيوخبرواتروکي کاروي . تاسي دده دالاندي متن ولولئ :
ٌ دپخوانوپښتنودعامي طبقې اوغريبانوخوهمدوني دلاسه وسوه چي پښتويې دزمانې دهررازطوفاني هرج ومرج څخه په خپلوسينوکي وساتله اوتردې وخته يې راورسوله . په سووسوو اورژبي شاعران پکښې پيداسوه اودخپلي ژبي ادب يې ترخپله وسه پوري ، دنوروپه زروکالو روزل سووژبوله ادبه سره تقريباٌ څنګ پرڅنګ ودراوه . که څه هم دوی شاهان نه وه،مګربيايې هم خپل دغريبۍ په کورکي دملي پانګي زياتولودپاره رازراز(پټي خزانې) راغونډي کړي دي ، چي اوس يې کله دسليمان ماکوله کيږدۍ څخه نيمه چپاوسوې خزانه راباسي اوکله دمحمدهوتک پر(پټه خزانه) چي دپښتودهررازمرغلروډکه ده پيښيږي .... ٌ (۱۴)په دغه پښتومتن باندي به دمعيار محتسبين هرومرو دسيمه ييزي لهجې نوم کښېږدي، خوزما پوره باور دئ ،چي دپښتود هري لهجې ويونکي ته په زړه پوري دئ اوخوښيږي يې .
دارواښاداستادګل پاچاالفت پښتوخود (خو) ځای نه لري . سرتر نو که داولس پښتوده اوټول پښتانه چي يې ولولي ، هرومروبه ژبي پر ټکوي . دايوه نمونه به يې ولولو :
ٌ دانسان په وجودکښې دوه شيه ډېرعزيزمعلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي . له دماغ نه علم اوفلسفه پيداشوه اوله زړه نه شعر او ادب .
اروپايان زړه دعواطفواونفسي احوالوځای ګڼي ، مسلمانان دايمان او عقيدې ځای ته زړه وايي . صبر،رحم،کرم، شجاعت،سخاوت دزړه کار دی . عشق اومينه په زړه کښې وي شعرله زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري .... دعواطفوروزل دزړه کاردی اوشعرته دعواطفواو احساساتودظهوراوتجلياتوکوه طوروايلی شو .... همدغه عواطف او احساسات چې دشاعرله زړه نه الفاظوته رانقل شي شعرترې جوړشي او په زړونواثرکوي ٌ . ( ۱۵)
علامه رشادخولکه پخپله چي درونداومتين شخصيت و، ليکنه يې هم درنه اوپه عين درنښت کي بيا(که يې دمعيارمحتسبين په سيمه ييز تورونه کږي ) خوږه ده . راځئ چي ويې لولو:
ٌ په نړۍ کي دريابونه ډېردي اوپه هغوکي دکښتيوڅه کمی نسته . زه چي ګورم په دغوکښتيوکي دپښتنوکښتۍ يوه خښمېدلي تندبادپسي اخيستې ده اوپه ډېره تيزي سره يې دنابودۍ دګرداولورته پوري وهي . زموږددرياب داوبوپرمخ نوري کښتۍ هم ليدلي کيږي خوهغه دې توپاني بلانه دي پسي اخيستي . زه نه پوهېږم چي دپښتنوپه کښتۍکي دامقناطسيت څنګه پروت دی چي زموږددرياب له هري غاړي څخه هرتوپان چي پيداسي وخپلي خواته راکشوي . زماپه خيال کېدای سي توپانونه دپښتنوپربلاوهلې کښتۍ مين وي اوله هره يې بادبانو مچولوته په ډېره لېوالتيارادانګي .
آدپښتنوخواخوږو! بلاموواخلم ليڅي راوغړئ اوپايڅې رابډوهئ، يوه ډله دبدبختۍ دمقناطيس په لټه کي سئ که مووموندددرياب تل ته يې ارتاوکړئ چي بيادنړۍ مخ ونه ويني ، بله ډله دکښتۍ هغه بادبانونه وشکوئ چي دتوپان بلاپرمينه ده . (۱۶)
ارواښادکانديداکادميسن سرمحقق محمدصديق روهي چي کله يوه علمي موضوع لاهم بيانوي ، ژبه يې پرچانه درنېږي . تاسي دده د ليکنۍ ژبي جوړښتونو ته فکروکړئ چي څومره روان دي : ٌ ميتودپه اصل کې د٠ميتودوس) په بڼه يوناني کلمه ده چې په لغت کې طرزالعمل (ديوې چارې دسرته رسولوطريقې ) ته ويل کېږي . په عربي ـــ دري ـــ پښتو ژبو کې دميتودپه ځای داسلوب،طريقې،روش، دودکلمې هم استعمالېږي . ميتودو لو جی دميتودپوهنې معنی لري . ميتودولوجي دفلسفې يوه څانګه ده چې په عام ډول دعلم اوپه خاص ډول دهرځانګړي علم د څيړنې منطقي اصول بيانوي . ٌ ( ۱۷). دژبي رواني يې له دې امله ده چي د سوچه توب ناروغي ورلوېدلې نه ده . دافادې له پاره يې دخيل غير پښتولغتونه کارکړي دي هم يې مطلب په ښه توګه په بيان کړی دئ او هم يې دژبي خوندپه زيات کړی دئ .
ارواښادپوهاندحبيب الله تږی هم دمطلب اداينه دلغاتوترسوچه توب نه قربانوي . دی ليکي : ٌ کوم څيړونکي اومولفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکوکې منحل شوي اوپه نهايت کې په پښتوغلځيانوبدل شوي دي هغوی په حقيقت کې داخبره تصديقوي چي لږترلږه ددوهمې اودرېيمې هجري پېړۍ په حدودوکې وزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو، ځکه جهان نامه وايي چي ترکو خلجيانوخپله ژبه بايلوده اودزابلستان دځايي اوسېدونکوژبه يې زده کړه . که ترکوخلجيانودزابلستان دځايي خلکوژبه زده کړې وي ، که د غلځيانوژبه تراوسه پښتووي اوغلځيان اوخلجيان هم سره يوشی وي ، نودخلجيانودمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرومروپښتووه . که نه وي نونه بايدخلجيانوپښتوزده کړې وي او نه بايددغلځيانوژبه پښتووي . ٌ ( ۱۸).
دارواښادپوهانددوکتورمحمدرحيم الهام ژبه هم ددخيلولغاتوپرمخ خلاصه ده : ٌ په همدې ترڅ کې دانستيتوت ترجوړېدومخکې او وروسته ډېرکسان دعصري ژبپوهنې دزده کړې لپاره بهرنيو هيوادوته لېږل شوي وو اووليږل شول ،چي په هغوکې عبدالاحدياري ، نوراحمد شاکر، حبيب الله تږي اوماپخپله په امريکاکې ، عبدالحکيم هلالي ، لودين ، پولاد ، ماه ګل ، په شوروي اتحادکې ، اڅک په هندوستان کې اوزيارپه يورپ کې دژبپوهنيزو علمونولوړې زده کړې ترسره کړې .
داخلک په هيوادکې دژبپوهنې په بېلابېلوڅانګوکې په تدريس ، تحقيق اوترجموبوخت شول اوله خپلې وسې سره سم يې کم يازيات علمي خدمتونه وکړل . دتږي اوزما توجه اوتمرکزبه زياتره پرعمومي تشريحي ژبپوهنه باندي واوتدريس موکاوه .... ٌ (۱۹)په دې لنډ مثال کي تاسي وينئ چي ارواښادالهام مطلب په ډېره روانه ژبه بيان کړئ دئ .
د(تحقيق ، تدريس ، ترجمو ، توجه ، تمرکز ،...) لغتوته يې پيريان پر سترګونه دي راغلي .ځکه نه دي راغلي ، چي دی پوهېدئ چي د دخيلو لغتونوادې اوباباچي دهرځای وي ، خوچي ژبي ته ننوتل ، دهغې ژبي خپل مال ګرځي اوپه استعمالولويې څوک نه ګناهکارکېږي .
داستادشپون نثر خوبياپه بل لايزارکشش لري . زه پکښې ورک وم چي کومه برخه يې انتخاب کړم ، اخرمي د(ګټيالي ) له اول مخ څخه اوله برخه راواخيسته :
ٌ دادکاپرشی لانه وراغلی اوهرشی هماغسې و چې پلرونوراپريښی وو. غم ښادۍ ټولي آشناوې هسي نه وچې دنياګل وګلزاروه خوموږورسره روږدي وو، قادراوحاجی زردادلاهم خپل سودونه خوړل ؛ شاه محمد دوکاندارلاهم چې مۍ تللې دړه يې وهله ؛ موږهلکانولاهم دګاونډو دهقانانودپاليزنه خټکي غلاکول ؛ کوډګرې اوفالبينې لاهم خورجينې په شاکورپه کورګرځېدې ؛ دکلوملايان لاهم دکونډواوهلکانوسره پرتوګ ښکلي ګيرکېدل . خوهرڅه پرخپل ځای وو اوکه چاشکايت درلود نودخپلي ټنډې اوتقديرنه ورپېښه شوې وه .... ٌ
پوهاندزيارصاحب چي دخپلي جوړي کړي ژبي پرخلاف ليکنه وکړي نودهرچا لپاره ډېره خوندوره، محاورې ته نزدې اوکره وي لکه دالاندي مثال چي ماپه تصادفي توګه رااخيستي دئ :
ٌ استادحبيبي ددغه لرغوني فرهنګيالي هيوادديوه پياوړي پوهاند، ليکوال ، څېړونکي اومؤرخ په توګه خپل ټول ژوند همدا راز علمي څېړنواوپلټنوته وربښلی اوڅنګه چې (لټونکي موندونکي دي ) نو د داسي ډېروپټوخزانو پر را برسېرونه بريالی شوی هم دی . د غوريانو، سوريانو،لوديانو، لويکانو ، دسوات اوکونړد اميرانو او داسي نورو افغاني اوبياپښتنو واکمنانو اوسوبمنانو برسېرونه اوپېژندنه يې ددغوخبروځلاندي بيلګې او ساري بلل کيږي . ٌ (۲۰) خوچي دکره ژبي ليوالتياورولاړه سي ، نوبياځوانانوته پښتو ګرامر په داسي ژبه ورزده کوي ،لکه دالاندي بيلګه :
ٌ په پښتوکې کړاوون هم له پښوييزچاراوهم له رغاونيزپلوه يو مخيز آرياني دی او مرستيالکړونه ، لکه (ول ،بودن) اوشو(شدن) هيڅکله په هندي کي نه وو،بلکې يوازې (هو) او(تها) پکې کارول کېږي . همدارنګه په پښتو کې مخکړونه ياکړوال مختاړی (فعلي پيشوند) دودلري اوپه هندي کې يې څرک نه لګي . په پښتوکي اوسترمهال له وسمهال کړسره د(به) وييکي په ملتياجوړېږي ، حال داچې په هندي کې اوسترمهال له يوه ستاينوميزروستاړي چې له آره يې کړواله ده ، رغېدنه مومي (لکه کرونګا) دغه روستاړی دستاينوم په څېرنرينه او ښځينه ، يوګړي اوډېرګړی لري اواوړون مومي . ٌ يا ٌ ... موخه داچې پښتودپارسۍ په پرتله داوستااو زړې پارسۍ ترمينځه يومنځوال اکر يادريځ لري اود نوماوړون له پلوه په يوه زيات لرغونې پړاوکي ټيکاو مومي ؛ هرګوره د کړاوړون له پلوه پښتوزيات ونجون موندلی دی . ٌ (۲۱)نوچي له يوې خواموضوع ترخه علمي موضوع وي او له بلي خوايې ژبه دغسي نابلده وي ، دلوستونکي اريان دي نوخدای مل سي ..
له تيرومثالوڅخه به تاسي ته څرګنده سوې وي ، چي دپښتنوټول پوهان او ژبپوهان هغه ژبه نه ليکي ،چي موږته دمعياري په نامه را ښوول کيږي .
لکه وړاندي چي مي وويل ،دژبي دمعياري کولوله هڅي سره مخالفت هغه وخت زيات سوچي داهڅه دثورانقلاب له ارزښتونوسره وتړل سوه . ماته په لومړي سرکي داسي ښکاريدله چي له دې حرکت سره دمخالفت اساس به هغه دچاخبره له ٌ علي سره محبت نه بلکي له معاويه سره دښمني وي ٌ خووروسته مي پښتوژبي ته ددې حرکت په تاوانوسرخلاص سواودپوهانواندېښنې راته معقولي ثابتي سوې .
لکه دثورانقلاب ددفاع له پاره چي دټولني ددانسته وو کسانو پر ځای له ٌ العوام ٌ څخه کارواخيستل سو، دغه راز د معياري ژبي دا اوسنی خوځښت هم له څوګوتوپه شمارمحدودواومعدودومنلو ليکوالو پرته نوردخالي ذهنوپښتومينو زلميانوپراوږوبارسو اوپه پر مخ بېولو کي يې له هر رازماکياوليسټي لاروچاروڅخه کارواخيستل سواو اخيستل کېږي . ددغوزلميانومعصومو مغزو ته دمعيارمحک داسي تلقين سوی و، چي که چا دپښتو افعال ( سو ، سي ، .... ) پـــــــــــه ( شو، شي ، ....) وکښل ، ګويامعياري پښتويې وليکله . څرنګه چي په دغه اوسني دچاخبره کره پښتوکي شين سالاري واکمنه ده ، ځکه يې نو دمعيارپه نامه منلې ده اونوريې په ګټه اوتاوان کي ری نه دئ وهلئ .کنه ، زمايقين دئ چي همدازلمي له دغي نوي راټوکېدونکي پښتو سره دان دپاسه مشکلات لري خوپرخوله يې نه راوړي .
دمسئلې يوبل خواشينوونکی اړخ دادئ ، چي پښتانه دنزدې يوې نيمۍ پېړۍ راهيسي ديوې نامطلوبي اوتپل سوي کرښي له امله تردوو بېلابېلواقتصادي اوټولنيزونظامونولاندي ژوند کوي . دې عيني واقعيت دکرښي ددواړوخواووپښتنوپه فرهنګي اوکلتوري اوژبنۍ برخه کي توپيرونه ايجادکړي اوله بده مرغه په ځينو برخوکي يې توپيرونه ژورکېږي . ددې عيني واقعيت مسخه کول اوپر هغه باندي سترګي پټول دمسئلې واقعبينانه چاره نسي کېدلای . دې بېلابېلو نظاموددواړوخواووپښتنوته دژبنيواو فرهنګي فعاليتويو له بله بالکل جلا زمينې برابري کړي دي .دارواښاددنوميالي داخبره خوراژوره ريښه لري چي ويلي يې وه ٌ هغه آزادي چي جعفراڅګزی يې په بلوچستان کي دنظامي جنرال دکلکي ديکتاتورۍ په دوران کي لري ، نوميالي يې په ټوله ژوندکي ، حتی دمعتبرۍ په حالت کي لاهم سلمه برخه په خوب نه ده ليدلې . ٌ (۲۱) ددواړو خواوو پښتنو سياسي دلچسپيوهم دفرهنګي اوژبني فعاليت جريان ته تاوان رسولی دئ . د کرښي په يوه خواکي دپاړسي ژبي دربارواکمنۍ اوپه بله کي دپنجابۍ
حاکميت پښتوژبه دفرهنګي ژوندپه ډګر کي ديوې دوهمي او دريمي ژبي درجې ته راټيټه کړې ده اود ضرورت ژبه سوې نه ده . د همدې واقعيتونوداغېزې له امله په پښتوکي ديوې معياري ليکلاري او ليکدوددرامنځ ته کېدواوپر هغه باندي دبشپړ توافق په لاره کي خنډونه اوځنډونه لوېدلي دي .دکرښي ددواړوخواووخواخوږوپښتنو د ډېرولسيزوپه دوران کي ددې خنډونو او ځنډونو چاره بې له دې چي د مسئلې عيني او واقعي حالت ته پاملرنه وکړي ، د مېلمستياوو د مېز د سرپه فيصلوباندي کړې ده اوطبيعي ده چي اغېزه يې نه ده ښندلې .
خبري به سره راغونډي کړم اوخاتمه يې به په دې عبارت بشپړه کړم : يوه ژبه چي نه ددولت په سطحه قانوني ملاتړولري اونه دملت په سطحه کي دسوادپياوړې سابقه ولري اوترهمدانن ورځي پوري يې لا دالفبې دبشتړتابه هڅي ته اړتيا په اوليتوکي راځي نوپرهغې باندي دنوروژبو په تقليددمعياريت جريان ازمويل اوپه دې ډول يې له خپلوويونکو څخه پردۍ کول به له ظلمه پرته بل څه وي . زه نه پوهېږم چي دمعياريت په مينه کي ډوب ليکوال ددغه واقعيت په ليدلو او کتلوکي ولي ړانده دي ، چي ددوی په دغه نوې ژبه باندي ددوی خپل پښتانه باسواده پوهنتون ليدلي اوليسانسه وروڼه نه پوهېږي .

(۱) وګ :ګوربت مجله ، هماغه کال ، هماغه ګڼه ، هماغه مخ
(۲) ددغه رازلاسوهنوښه پرېمانه مثالونه دښاغلي ډاکټرپالوال په نوي کتاب ٌ معياري پښتو ٌ کي لوستلای سئ .
(۳) مراديې ماقبل فيوډالي قبيلوي پړاودئ . م . هـ
(۴) پښتواوپښتانه دژبپوهنې په رڼاکې ـــ ١٠٤ مخ
(۵) ارواښادالهام هم دغه شان وړانديزکړی و چي يادونه يې په مخ کي تاسي ولوستله .
(۶) پښتواوپښتانه دژبپوهني په رڼاکې ــــ دويم ، دريم مخونه
(۷) پښتوچاپي آثار ـــ ٢٥٩ مخ ــ ١٣٥٧ ش کابل
(۸) ښکلامجله ـــ څلورم کال ـــ درېيمه ګڼه ـــ ٥٤مخ
(۹) ښکلامجله ــ ٤کال، ٣ګڼه ٥٠ مخ
(۱۰). داخبري مي بايددعقايدودتفتيش په معناونه ګڼلي سي . زه دهرانسان عقيدې اوافکاروته دزړه له کومي درناوی لرم .
(۱۱) پښواوپښتانه دژبپوهني په رڼا کې کتاب ته دپوهاندداکترمحمدرحيم الهام يادونه ـــ پنځم مخ .
(۱۲) زيار ـــ دپښتني فرهنګ يوځلاندستوری ـــ ١٥٥مخ
(۱۳) پښتوپښويه ــ سريزه
(۱۴) پښتوروزنه ـــ ٣٩ مخ
(۱۵) ليکوالي ـــ ٧٨مخ
(۱۶) دعلامه مرحوم له نوي چاپ سوي اثر( ادبي نثرونه ، .... ، ٢٠ مخ څخه
(۱۷) وګ : دپښتوادبياتو تاريخ ـــ ١٩ مخ
(۱۸) وګ : پښتانه ـــ ٨٢ ، ٨٣ مخونه
(۱۹) دپښتواوپښتانه کتاب ته سريزه ـــ درېيم مخ
(۲۰) وګ : نومورکي مورخين ته دپوهاندزيارصاحب سريزه ـــ دريم مخ ــ ١٣٥٩ش
(۲۱) پښتواوپښتانه .... ٧٧ ـــ ٨٦ مخونه
(۲۱) دپښتنودټولنيزتاريخ مبادي ـــ ١٢٧مخ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery