مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ايا پښتو ژبه سوچه کېدای سي ؟


ژبه د يوه ټولنيز مخلوق په توګه تل د بدلونونو او تحولاتو په بهير کي ده . د ټولني په ژوند کي سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکــري او اقتصادي تغييرات، هرومرو د ژبو په ټولو برخو کي ستر بدلونونه را منځ ته کوي . پر يوه ملت د بل هيواد سياسي او پوځي واکمني، له يوه سياسي او جغرافيايي چاپـــــېر څخه نورو سيـــــــــمو او هيوادونو ته د خلګو مهاجرتونه، د بېلابېلو ملتونو تر منځ فرهنګي، فکري او ډول ډول اقتصادي اړيکي، له هغو عواملو او سببونو څخه دي، چي د يوې جغرافيايــــــــــي او کلتوري سيمي د خلګو پر ژبه او نورو ټولنيزو پديدو د بهرنييو ژبو، فکري او فرهنګي جرياناتو ښو يا بدو اغېزو ته لاره هواروي . دا اغېزې له يوې خوا د ير غلــګري ژبي او فرهنګ په سياسي، پوځي، اجتماعي او اقتصادي پياوړتيا او له بلي خوا د ځپل سوو ملتونو د ژبو او دودونو په ټينګښت او غښتلوالي پوري اړه لري . هغه ژبي، فرهنګي، فکري او اجتماعي دودونه، چي بې پياوړو او مزبوتو ( مضبوطو ) ريښو زموږ خاوري ته راغلي وه، د تندر او برېښنا په څېر بيرته ولاړه . د دوی پر خلاف هغو ژبو، مــــادي او مانوي اړيکو، چي د راز راز علتونو او اسبابو له مخي يې په دې مځکه کي ژوري او پلني ريښې و ځغلولې، د پېړييو پېړييو له پاره يې زموږ پر ژبو، فــــــکري، فرهنګــــــــــي، اجتماعي او اقتصادي ژوندانه داسي پراخي او زوروري اغېزې پرېښوولې، چي په بشپړ باور سره اوس زموږ د هيواد او خلګو د ټولنيز ژوندانه په نه بېلېدونکي برخي اوښتې ده . په اروپـــايي ژبو کي د يوناني او لاتيني ژبي او زموږ په سيمه کي د اريايي، عربي او تورکي ( ترکي ) ژبو متقابل تأثير د همدې سياسي، فرهنګي، ديني، اجتماعي او اقتصادي اړيـکو او بدلونونو غوره مثال دﺉ . لکه څنګه چي مو د � معيار او معياري ژبه څه ته وايي ؟ � تر سرليک لاندي دې خبري ته لنډه اشاره وکړه، زموږ پر لرغونې مېنه( اريانا، خراسان او افغانستان ) د هخـــــــامنشانو، يونــــاني سکنـدر، هندي موريايانو، عربو، مغولو، انګرېزانو، روسانو، امريکايانو او نورو له پوځي، سياسي او فرهنګي يرغلونو سره په ژبه، کلتور ، فـــــکري او اجتمــــاعي ژوند کــــي ژور بدلونونه راغله ؛ او تر اوسه پوري د دې بدلونونو لړۍ روانه ده . په دې ډول، دا مسلم او انکار نه منوونکی حقيقت دﺉ، چي د نړۍ هيڅ ژبه او فرهنګ له نورو ژبو او تهذيبونو څخه بې اغېزې نه دﺉ . د يوې ټولني په ژبو او کلتوري ژوند کي د نورو ولسونو د ژبو، فکري او فرهنګي جريانونو تر څنګ د سياسي، اجتماعي او اقتصادي اړيکو د اغېزو کم رنګــي يا بيخي نسته والی ، په واقعيت کي د بشري بدلونونو له تګلوري څخه د داسي ټولني د ليري والي ؛ يا د بهرنۍ نړۍ په وړاندي د هغې د پياوړي مقاومــــت په دې مــــانا دﺉ . بشري ټولنه د راز راز تمدنونو زانګو ده . په نړۍ کي هيڅ ټولنه تل تر تله له نورو خلګو او ولسونو څخه جلا ژوند نه سي کولای . د بشري اړيکو په دې پرمختللي پړاو کي زموږ پراخي نړۍ د يوه کلي بڼه اخيستې ده . د نړۍ ټول هيوادونه او ملتونه د ځنځير د کړييو په څېر سره تړل سوي دي . له دې ځنځير څخه وتل له هره اړخه ناممکن کار دﺉ . انسانان د همدې ارادي او غير ارادي بدلونونو، اړيکو او پرمختګونو له امله د يو بل کليمات، ترکيبونه، تعبيرونه او نور مادي او مانوي دودونه يا په خپـــــله خوښه اخلي؛ يا د وخت له غوښتنو سره سم په زور او جبر سره پرې تپل کيږي . دا نوي بللي يا نابللي مېلمانه د خپل نوي والي او اغېزمنتيا له کبله د محکومو خلـګو ژبو او رواجونو ته لار مومي؛ او تر اوږدې مودې وروسته کټ مټ د انسانانو غوندي په خپل نوي محيط کي لومړی د اهليت او تابعيت حق تر لاسه کوي؛ او په پای کي د نوي ټولنـــــي او نوي ژبي په نه بېلېدونکې برخه اوړي؛ کرار کرار نوره وده کوي؛ اوتر لازم پوخوالي وروسته په خپل نوي ټاټوبي کي د نوو ټکو، نوواصطلاحاتو او نووترکيبونو په بڼه نوي نسلونه زېږوي . راغلي ټکي او ترکيبونه په نوې ژبه او نوي ټولنيز چاپېرکي، زياتره په بدله يا اوښتي جوله ؛ خو کله کله په خپله اصلي او ابتدايي ګونه ژوند ته دوام ورکوي .
پښتو هم د نورو ژبو په دود، په افغاني ټولنه کي د سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي او اقتصادي بدلونونو او پر مختياوو په ترڅ کـــــي له بېلابېــــلو ژبو او ټولنو څخه خورا ډېر لغتونه، ترکيبونه، اصطلاحات او محاورې اخيستي دي، چي اوس په خوښۍ سره زموږ د ژبي اوکلتور نه بېلېدونکې برخه ده . په بېلابېـــــــــــلو ژبو کـــــــــي دکليمـــــــــو، اصطلاح ګانو او عبارتونو د راکـــــړي ورکــــــړي مسأله اوس دونــــه ( دومره ) پراخه او روښانه ده، چي آن د مثال او بولګې وړاندي کولو ته يې هم هيڅ اړتيا نه ليـــــــدله کيږي؛ ځکه د هر لوستونکي په ذهن کي د داسي ټکو او اصطلاحاتو بې شماره مثالونه سته .
د انسانانو تر منځ ګډو اړيکو، د ژبي او فرهنګ په ګډون د ژوندانه هيڅ برخه، د نورو ملتونو له ژبو او دودونو څخه ليري او بې اغـــــېزې نه ده پريــــــښې . د پښتو ژبي او ادب ځلانده او تلپاته ستوري - لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ م) د خپل نامتو اثر � سپېڅـــــــــلي پښتو � په دقيقه او عالمانه سريزه کي د سيوطي د � المزهر � په استناد ، په قرآن عظيم الشان کي هم د پردو ژبو د اثر ښندني او ځينو معربو ټکو يادونه کړې ده، چي په هغو کي د پارسي ژبي � اباريق � او � سجيل �، د رومي ژبي � قسطاس � او � شيطان �، د حبشي ژبي � جبت � او � دری �، د سرياني ژبي � سرادق � او � طور �، د زنګي ژبي � خصــب � او � سری �، د عبري ژبي � فوم �، د تورکي ژبي � غساق �، د هندي ژبي � مشکاة �، د قبـــــطي ژبي � هيت لک � شامل دي؛ او د داسي ټـــــــکو شمېر سلو تــــــــه رسيږي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کج ) .
که په اروپايي ژبو کي د انګرېزي ، فرانسوي او اسپانوي او په سامي ژبو کي د عربي ژبي په څېر بډايه ژبه سوچه نه ده پاته سوې، ايــــــــــــا پښتـــــــو د اوستــــــا، سنسکريت، هندي، عربي، پارسي، تورکي او ځينو نورو ژبو له ژورو اغېزو سره سره ،سوچه او خالصه پاته کېدای سي ؟ جواب کاملاً روښانه او اسانه دﺉ . د پښتـــو د سوچه کولو خوبونه هم زموږ په ژبه او ټولنه کي د بدلونونو له طبيعي او اجتماعي قوانينو څخه سترګي پټول دي . د انسانانو او بېلابېلو ژبو متقابلو اغېزو ته په پام سره، د سوچــــه ژبي اصطلاح اصلاً علمي تاداو نه لري . بايد د ژبي د سوچه توب پر ځای د ټولني د عيني واقعيتونو پر بنسټ د هغې سموالي او کره والي ته فکر وسي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery