مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو کي د پردو ټکو ډولونه


معظم استاد- علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) له نن څخه تقريباً اويا کاله مخکي، پښتو ژبي ته د هغو پردو ټکو او اصطلاحاتو ډولونه پـه ژوره توګه بيان کړي دي، چي د پيړييو په اوږدو کي يې زموږ د ټولنيز ژوند په بېلابېلو برخو کي د بشپړ اهليت او تابعيت حق تر لاس کړی دﺉ؛ او ځينو يې په پښتو ژبه کــــــي دونه ژ وري ريښې او ښاخونه غزولي دي، چي د نوو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو په بڼه يې نوي نسلونه زېږولي دي . دلته د لوی استاد له نظره د داسي مفغنو ټکو پېژندني او ډولونو ته يـــوه لنــــــډه کتنه کوو .
د کليماتو او اصطلاحاتو د راکړي ورکړي په لړ کي، له بېلابېلو ژبو څخه پښتو ژبي ته پرېمانه لغتونه، اصطلاح ګاني او ترکيبونه راغلي دي، چي ځيني يې په خپله اصلي بڼه او مانا په پښتو کي بـــــاب سوي دي؛ او ځينو نورو يې په افغاني چاپېر کي پښتني رنګ اخيستی دﺉ . په لومړۍ ډله کي د مثال په توګه : اسلام، دنيــــــا، قيامت، آخرت، عقبی، قضا، قاضي، نکاح، طلاق، عدت، قــــــتل، جـــــــــــرم، جنحه، جنايت، ديت او په سلګونو نور ټـــکي، اصطــــلاحـــــات او ترکيبونه شامل دي، چي پښتو له عربي ژبي څخه اخيستي دي . يا ډېوه، هټ ( هټۍ )، هډ، ګاڼه ( ګېڼه ) اوپه لسګونو نور، چي ظاهراً له هندي ژبي څخه راغلـــــي دي؛ خو په حقيـــقت کــــــي د ډېرو آريايي ژبو ترمنځ مشترک دي . دغه رنګه د اوېجه ، ورشو، غښتلي او ډېر نورو په څېر ټکــــــي، چـي له اوستا څخه پښتو ته راغلي دي . يا د اپت، لـــچن ( لېچن )، ښکلــــي ( کښـــــــلي ) او داسي نورو په څېر لغتونه، چي له سنسکريت څخه په پښتو ژبــــــه ګـــډ سوي دي . يا د ټيليــــګـــراف، ټيليګرام، راديو، تـــــــــلوېزون، سينما، مايکروســـــکوپ، کمــــــــپيوټر، اينټرنيټ او داسي نــــورو پـه څېر نړيوال تخنيکي ټکي او علمي اصطلاحات، چي زياتره له اروپايي ژبو څــخه پښتو ته راغلي دي؛ او د نورو هيوادو په شان په پښتو کي هم په خپله اصــــلي بڼـــــه يا ډېر لږ بدلون بـــــاب ســـوي دي . دوهمه ډله هغه ټکي دي، چي پښتني ټولني ته تر راننوتو وروسته له مانوي ( معنوي ) او شکلي پلوه اوښتي دي؛ کله يې مانا اوکله يې ظـــاهري بڼې پښتــــــــو رنــــــګ اخيستی دﺉ . دې بهير ته د ژبپوهني په اصطلاح دخول او تفغين وايي . مفغن ټکي په خپله هم پر څو ډلو وېشل کيږي، چي دلته يې لنډه پېژنګلوي او څو مثالونه وړاندي کيږي :

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery