مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لومړی : مانوي ( معنوي ) مفغنات


هغه پردي ټکي دي، چي خپل اصلي حالت يې لږ و ډېر ساتلئ دﺉ؛ خو مانا يې اوښتې ده . دا ډول ټکو په پښتني چاپېر کي داسي نوې مانا او نوی مفهوم موندلئ دﺉ، چي له خپلي اصلي مانا سره نيژدې والی او ټينګي اړيکي لري؛ د مثال په توګه د � بشر � کليمه، چي په عربي ژبه کي د انسان د ظاهري پوست په مانـــــا ده؛ خو په پښتو کي دا ټکی د انسان د ټول بدن او وجود په مانا کاريږي؛ چي � بشرکی � يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کد � کهـ ) .
د پښتو په لوېديزه ( لوېدځه ) لهجه کي د � بشر � کليمه خورا ډېره استعماليږي؛ لکه چي وايي : � ته زما بشر يې ! � ياني ته د ځان په شان راته ګران يې ؛ � خدای دي روغ بشر درکي ! � ياني خدای دي جوړ او روغ لره ؛ � بشر دي ومره! �، � بشر دي سرخوره سه ! �، � بشر دي خاوري سه �، � خوار بشری � او داسي نور، هغه ترکيبونه او تعبيرونه دي، چي د � بشر � تر عربي ټکي په نسبتاً پراخه او بېله مانا کاريږي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کهـ ) .






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery