مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سوچه او ناسوچه ټکي بايد څنګه بېل کړو؟


د � سوچه کولو � په بهير کي کله کله داسي هم پېښ سوي دي، چي ځيني کليمې بې څېړني او پلټني پردۍ ګڼلي سوي؛ او د دې ناسمي انګېرني له مخي د هغو پر ځای د پښتو د � سوچه ټکو � په نامه، نوي کليمې وړاندي سوي دي . لکه څنګه چي پوهېږو د هري ژبي کليمات، اصطلاحات او محاورې د بېلابېلو سيــــاسي، اجتــــــــــماعي ، فکري، فرهنګي او اقتصادي بدلونونو له امله خپل رنګ او جوله اړوي . هغه څوک چي د اوښتو ټکو او عبارتو پلار او نيکه و نه پېژني، بې شکه دغه راز کليمې، ترکيــــبونه او اصطلاحات ټول پردي ګڼي؛ او په ډېري زړورتيا سره ځان ته حق ورکوي، چي هغو ته د دوی په ګومان نور پښتو ټکي او لغتونه وټاکي ( په دې اړه د نور مالـــــــــومـــــــــات له پاره وګورﺉ : حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۴ ) .
لوی استاد - علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په هغه ژوره څېړنه کي، چي � د پښتو لغاتو د تحقيق لاري � نوميږي، د هغو کليمو څو بولګې وړاندي کړي دي، چــــــــي ځينو خلګود ظاهري جولې ( تلفظ او املأ ) پر بنسټ پردۍ ګڼلي دي؛ او بيا يې د همدې دليل له مخي لستوڼي را نغښتي دي؛ او هغو ته يې د دوی په ناسم ګومان نوري � سوچه � پښتوکليمې جوړي کړي دي . پــــــــه داسي حال کي، چي د ايټيمولوژۍ او مورفولوژۍ له اړخه دغو ټکو ته په ژوري او هر اړخيزي کتني سره له ورايه څرګنديږي، چي دا بې وزلي او رټل سوي لغتونه هيڅکله پردي نه دي . د دغو ټکو څو نمونې په دې ډول دي :



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery